تاند- په جرمني کې د هغه کس د نیولو لپاره هلې ځلې روانې دي چې د مونشن (مونیخ) په یوه سوداګري مرکز (شاپینګ مال) کې یې پر خلکو له یو مخې ډزې وکړې، شپږ تنه یې ووژل او یو شمېر نور ټپیان کړل.
له پېښې وروسته پولیسو له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او عامه ځایونو ته ونه وځي.
پولیسو په ټولنیزو رسنیو کې ویلي«حاضردمه مجرم نیول شوی نه دی. په خورا شدت پلټنه روانه ده.»
په مونشن کې خلکو ته د ځیرکو ټېلفونو له لارې خبر ورکړای شوی چې له کورونو ونه وځي او د اورګاډو تګ راتګ درول شوی دی.
پولیس وايي، شاهدانو د اولمپیا اینکاوفیڅینتروم د سوداګرۍ مرکز ته نژدې ۳ تنه له وسلو سره ولیدل.
د جرمني د مونشن ښار په یوه مارکېټ کې ډزې، ګڼ مړه او زخمیان
تاند (جرمني) – د جرمني د بایرن ایالت په مرکز مونشن ښار کې د موساخ په سیمه کې د سودا اخیستلو په یوه مارکېټ کې ډزې شوي دي.
د بي بي سي نړیوال سروېس د جرمني د زوټیچي څیټونګ ورځپاڼې د راپور په اساس لیکلي چې پولیسو ورته وویل چې، په ډزو کې څو کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. تر اوسه پورې معلومه نه ده چې څو کسان وژل شوي خو سیمه پولیسو کلابنده کړې او له خلکو څخه یې غوښتنه کړې چې یادې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
دغه پېښه څو ورځې وروسته له هغه کېږي چې یوه ۱۷ کلن پاکستاني زلمکي ترهګر محمد ریاض د بایرن ایالت د ورتزبرګ ښار په سیمه کې په یوه اورګاډي کې د چاقو او تبر په کارولو سره څلور کسان ټپیان کړل.
د روانې جولای میاشتې په اوږدو کې درې تنه پاکستاني اتباع چې ویل کیږي د ترهګریزو حملو نیت یې درلود په هسپانیه کې ونیول شول، په هغو پسې د دغه هېواد یوه تبعه په سعودي عربستان کې ځانمرګی برید ترسره کړ، د دوشنبې په ورځ یوه په جرمني کې حمله وکړه خو تر اوسه پورې معلومه نه ده چې نوی بریدګر به جرمنی وي که به د کوم بل هېواد اوسېدونکی وي.
جرمني په فرانسې پسې دویم اروپایي هېواد دی چې ډېر مسلمانان په کې اوسېږي، او په ۲۰۱۵ کال کې یې یو میلیون او یو لک بې کوره شویو سوريایي، عراقي، افغان، پاکستاني او نورو کډوالو ته چې نژدې ټول یې مسلمانان ول د ښه راغلاست غېږه پرانستله چې یو شمېر جرمنیانو د تظاهراتو په ترڅ کې د حکومت له دغه کار سره مخالفتونه وښودل. که د دې پېښې عامل مسلمان راوځي ښایي چې دا په اروپا کې د مسلمانانو په وړاندې د کرکې د ډېرښت سبب وګرځي.