تاند – جرمني پولیس وایي، په مونشن کې تیره ورځ یوه جرمني – ایراني نهه تنه ووژل او بیا یې خپل ځان وواژه. مخکې داسې ویل کیدل چې درې کسانو  په یوه شاپنګ مال کې ترورستي حمله کړې ده.

د دې برید علت تر اوسه نه دی روښانه شوی. په دې پیښه کې  لس تنه ټپیان شوې هم دي.

د مشکوک قاتل جسد د پیښې له ځایه نژدې یو کیلومتر لرې موندل شوی دی. جرمني رسنۍ وایي چې دې سړی پر خپل سر ډز کړی دی او ځان یې وژلی دی.

تیره ورځ د مازدیګر د شپږو بجو خواته چې کله دا پيښه رامنځته شوه د ښار مرکزي ترانسپورت فعالیت بند کړ، د اورګاډي مرکزي تمځای له خلکو تش شو او بیا څو ساعته وروسته تر پیښې پولیسو د ښاري ترانسپورت د بیا فعالیدو اجازه ورکړه. د پیښې له امله په زرګونو کسانو د نورو خلکو په کورونو کې پناه واخیسته او دوی نه شوای کولی چې خپلو کورونو ته ځانونه ورسوي.

تمه ده چې نن جرمني چارواکي د امنیتي ستونزو پر لارو چارو غونډه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *