تاند- د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د نن ورځې په مظاهره کې د دوو انتحاري حملو د تلفاتو شمېر ۸۰ تنو ته رسېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې بریدونو کې تر ۲۳۰ ډېر نورذ ژوبل شوي دي.
د دغه وزارت په وینا اکثره ټپیان استقلال روغتون ته وړل شوي.
د تلفاتو په اړه مخکینی خبر
د کابل د نننۍ چاودنې د تلفاتو شمېر تر ۶۰ اوښتی او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۶۱ تنو مړینه او د ۲۰۷ تنو ژوبلېدا تاییدوي. خو څیني شاهدان وايي چې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۵ ته رسېږي. همداراز د ټپیانو شمېر تر ۲۴۰ اوړي.
د لومړنیو راپورونو له مخې د داعش یا اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت منلی او افغان طالبانو په دې بریدونو کې نه یوازې لاس لرل رد کړي بلکې هغه یې غندلي او د افغانانو ترمنځ د مذهبي او قومي اختلافاتو لپاره یې دسیسه بللي دي.
د روښنايي په هم د مظاهره چیانو د تنظیموونکې ډلې یوه مشر داوود ناجي ادعا کړې چې دا چاودنې د ځای پر ځای شویو بمونو په نتیجه کې شوي دي او باید دولت د چاودنو ځواب ووايي.
ناجي، چې مخکې یې د ټپي کېدو اوازه خپره شوې وه، وویل چې حکومت باید د قناعت وړ ځواب ورکړي.
چخانسوري، مظاهره چیانو ته مخکې تر مخکې د تروریستي برید خبرداری ورکړای شوی و
د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري وویل، حکومت د حملې په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي و او په دې اړه یې مخکې تر مخکې د مظاهرې ترتیبوونکي خبر کړي ول.
ده اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل«موږ په وروستیو ورځو کې استخباراتي معلومات ترلاسه کوي و او هغه مو د مظاهرې له تنظیموونکو سره شریک کړي وو ځکه چې موږ پوهېدو چې تروریستان غواړي چې په افغانستان کې مذهبي اختلاف رامنځته کړي.»
په دې برید کې د ولسمشر د ویندوی په وینا د پولیسو د درو حوزو مشران ټپیان شوي او درې نور پولیس وژل شوي دي.
د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی
د داعش رسمي خبري اژانس اعماق ویلي چې د کابل ننني بریدونه د دوی له لوري شوي دي.
اعماق تر دې پخوا په سوریه او عراق کې د داعش د ډلې د اکثرو حملو خبرونه خپاره کړي دي.
اعماق وايي «د اسلامي دولت دوو جنګیالیو د افغانستان د کابل په دهمزنګ سیمه کې د شیعه ګانو په غونډه کې خپل انفجاري کمربندونه وچاودول.»
دې ډلې تېر کال په زابل ولایت کې یو شمېر هزاره مسافر له موټرو کښته او یرغمل کړل چې وروسته یې یو شمېر برمته ووژل.
لومړنی خبر
په بامیان کې ۳ وزیران یرغمل شوي
په بامیان کې یو شمېر کسانو د درو وزیرانو د الوتکې د الوتو مخه نیولې ده. د روغتیا، لوړې زده کړو او کلیو پراختیا وزیران بامیان ته تللي ول خو کله چې یې غوښتل چې کابل ته لاړ شي، یو شمېر بامیانیانو یې مخه ونیول او ویې ویل، تر څو چې د چاودنو په اړه یې د قناعت وړ څواب نه وي ترلاسه کړی، وزیران نه پرېږدي.
په همدې منځ کې ډېرو خلکو د مظاهرې تنظیموونکو ته د ملامتۍ ګوته نیولې او ویلي یط دي چې دوی باید په داسي حالاتو کې مظاهره نه وای رابللې.
یو شمېر نور وايي، د مظاهرې تنظیموونکي د دې لپاره چې له ملامتۍ ځان خلاص کړي هڅه کوي چې د حملې مسوولیت د حکومت په غاړه واچوي.
شاهدان وايي چې لومړنۍ چاودنه د لاسي بم وه، ورپسې ځانمرګی برید شوی او درېم انتحاري د پولیسو په ډزو وژل شوی دی. خو ځیني شاهدان وايي چې د درېمې چاودنې ږغ یې هم اورېدلی دی.
د کابل په چاودنو کې ۳۱ تنه وژل شوي
تاند- د کابل په نننۍ مظاهره کې د چاودنې له کبله، چې باور کېږي، انتحاري حمله وه، په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
هغه کسان چې دا بیرغ یې په لاس کې وو، په چاودنه کې یا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
تراوسه پوري د تلفاتو دقیق شمېر نه دی څرګند خو ویل کېږي چې په دې خاطر چې حمله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې، تلفات ممکن لسګونو کسانو ته ورسېږي.
ځیني راپورونه وايي، لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰ نور ژوبل دي.
شاهدان وايي چې ۳ چاودنې شوي ديږ څو شاهدانو وویل چې دا بریدونه انتحاري ول.
یوه شاهد وویل، لومړنۍ چاودنه د لاسي بم په نتیجه کې وه.، دوهمه انتحاري وه او درېم انتحاري د پولیسو له لوري وژل شوی دی.
ویل شوي چې چاودنه د دهمزنګ په سیمه کې شوې ده.
په همدې حال کې داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې ادعا کړې چې دا برید دوی کړی دی.
ویل کېږي چې په ټپیان کې داوود ناجي او د ولسي احمد بهزاد په ټپیانو کې شامل دي.
طالبانو دا حمله غندلې ده.
تېر ځل امنیتي چارواکو مظاهره چیانو ته د انتحاري پېښو په وړاندې خبرداری ورکړی و.
هر وخت زمونږ د هيواد دښمنانود هېوادوالو د پاکو احساساتو څخه ناوړ
ګټه پورته کړې ده.
خو د جنګ ميدان يې د قضاوت وخت نه وي چې چا او څه ډول يې بريد وکړ
اوس وخت ددې دی هر څوک چې په پېښې ځای ته نېږدې وي بايد بل ټپي افغان ته وينه ورکړي تر څو د يوه هېوادوال ژوند وژغوري