له فرانسوي مجلې سره د برژنسکي مرکـه –
زيبيګـنيو برژينسکـي، د جيمي کارتر په ولسمشرۍ کې د ملي امنيت سلاکار، د چارلي ولسن (امريکايي سناتور) او د ځينو نورو کسانو تر څنګ څو منفورې څېرې، د سي آی اې او آی اېس آی له لاسپوڅو اخواني بنسټ پالو سره د امريکا د مرستو ښکاره مدافعين او ملاتړ کوونکي و. په دې مرکه کې په لومړي ځـل د امریکا يو چارواکی په واضح ډول وايي چې د پخواني شوروي او ناتوانه خلق او پرچم رژيم پر وړاندې يې د افغان بنسټ پالو ملاتړ کاوه او په ډېرې لېوالتيا يې غوښتل چې د روسي اشغالګـر ځواک پښه تر افغانستانه راورسيږي، څو ترې په ويتنام کې د بدنامې ناکامۍ غچ واخلي. د يو نيم ميليون افغانانو وژل کېدو او هغو دربدريو او بدمرغيو، چې تر اوسه دوام لري، هېڅ ارزښت نه ورته درلود؛ ځکه هـدف د رقيب ځپل او د نړۍ د يوازيني زبرځواک په توګه د امـريکا راپورته کېدل و.
د اشغالګرو روسي ځواکونو او د هغوی د وطن پلورو لاسپوڅو پر وړاندې د افغانستان د خلکـو جګـړه يوه عادلانه جګـړه وه، خو امريکا او غـرب د خودغرضو هېوادونو پاکـستان، اېران او سعـودي په مرسته له هماغه لومړيو د اخواني او بنسټ پاله بانډونو په بېدريغه ملاتړ، چې ريموټ يې د دوی په لاس کې و، دا مبارزه له اصلي لارې منحرفه او له شا يې خنجـر وواهه. په همدې دليل د افغانستان خلک د ډېرو قربانيو په ورکولو ازادي، نېکمرغي او عـدالت ته د رسېدو پر ځای، په ترورېزم، وحشت او جهالت کې وغورځېدل.
پوښتنه: رابرټ ګېټس، د سي آی اې پخواني مشر، په خـپل ژوند ليک (د سيورو له منځه) کې وايي، چې د امريکا استخباراتي سازمانونو له مجاهـدينو سره خپلې مرستې د شوروي له يرغل شپږ مياشتې مخکې پيل کړې وې. په دې موده کې تاسو د ولسمشر کارتر د ملي امنيت سلاکار وئ. نو پر دې اساس تاسو په دې برخه کې خـپل رول ادا کړ. آيا دا سمه ده؟
برژينسکي: هـو. د تاريخ د رسمي پاڼو پر اساس، له مجاهـدينو سره د سي آی اې مرستې په ۱۹۸۰ کې پيل شوې، يانې په ۲۴ ډسمبر ۱۹۷۹ د افغانستان له اشغال وروسته. خو هغه حقيقت چې تر اوسه پټ ساتل شوی، په بشپړ ډول بدل دی: په واقعيت کې، د ۱۹۷۹ د جولايي په درېيمه ولسمشر کارتر د کابل روس پلوي رژيم مخالفينو ته د پټو مرستو لارښود لاسليک کړ. په هماغه ورځ مې ولسمشر ته يو يادښت وليکه او دا مې تشرېح کړل چې زما په نظر به دا مرسته شوروي نظامي مداخلې ته اړ کړي.
پوښتنه: له ګواښ سره، سره تاسو د دې اقـدام په وخت کې د پردې تر شا وئ. ګواکې تاسو خپله جګـړې ته د شوروي د داخلېدو لېواله وئ او داسې ښکاري چې د هغوی د ګرمېدو او رادانګلو لامل شوئ؟
برژينسکي: په ټـوله کې داسې نه ده. موږ پر روسانو د مـداخلې لپاره فشار نه دی راوړی، خو په شعوري ډول مو د دې کار احتمال زيات کړ.
پوښتنه: کله چې شورويانو خپله مداخله په دې دفاعيه توجيه کوله، چې هـدف يې په افغانستان کې د امريکا د پټې مداخلې پر وړاندې جنګېدل دي، چا يې پر خبره باور نه کاوه. که څه هم د دې واقعيت لپاره اساس هم و. نن مو له دې کاره هېڅ پښېمانه نه يئ؟
برژينسکي: له څه پښېماني؟ پټ عمليات يو ډېر ښه نظر و. اغېز يې دا و چې روسان يې د افغانستان تلک ته راکش کړل او تاسو له ما غواړئ چې پښېمان اوسم؟ په هغه ورځ چې شورويان رسماً له پولې تېر شول، ولسمشر کارتر ته مې وليکل: اوس د دې فرصت لرو چې شوروي اتحاد ته د ويتنام د جګـړې ځواب ورکړو. په حـقيقت کې مسکـو ۱۰ کاله هغه جګـړه پر مخ يوړه چې د دولت ملاتړ يې نه درلود، هغه جګـړه چې د هغوی د روحيې د کمزوري کېدو لامل شوه او په پايله کې د شوروي امپراتوري په ماتې تمامه شوه.
پوښتنه: او له اسلامي بنسټ پالنې هېڅ پښېمانه نه يئ، تاسو وسله او اطلاعات د راتلونکـو ترورېستانو په خـدمت کې ورکـړل؟
برژينسکي: د نړۍ د تاريخ لپاره څه اهميت لري؟ طالبان که د شوروي امپراتوري سقوط؟ يو لـړ تحريک شوي مسلمانان، که د مـرکزي اروپا ازادي او که د سوړ جنګ پای؟
پوښتنه: يو لړ تحـريک شوي مسلمانان؟ خو ويل کيږي او تکـراريږي هم: نن اسلامي بنسټ پالنه نړۍ ته يو ګواښ ګـڼل کيږي؟
برژينسکي: يوه بې ځايه خبره! ويل کيږي چې غـرب د اسلام پر وړاندې يو نړيوال سياست درلود. دا احمقانه ده. هېڅ سرتاسري اسلام نشته. اسلام ته د خلکـو له دوکه کـولو او احساساتو پرته په منطقي نظر وګورئ. اسلام له يو نيم ميليارد پيروانو سره د نړۍ يو ستر دين دی. خـو د سعـودي بنسټ پالنې، منځ لاري مراکش، نظامي ډوله پاکـستان او غـرب يا د منځنۍ آسيا سيکـولرېزم ته د مايل مصر تر منځ مشترک څه شی دي؟ له دې زيات هېڅ، چې عيسوي هېوادونه سره متحد کوي.
يادونه: دا مجله (نوی کتونکی) په دوه بېلو نسخو کې چاپ شوې ده. امريکا ته لېږل شوې نسخه يې له فرانسوۍ نسخې لنډه ده او له هغې د برژينسکي دا مرکه ايستل شوې.
ډير په زړه پورې معلومات م دنظره تېر شول،بايد چې دا ډول څېړنې رابرسيره شی،او پښتون وولس داغيارو د دسيسو څخه خبر شي،او ځان ته خپله يوه تګ لاره وټاکی . په درناوي خاؤرین وزیر
دا د هغه ميمون خان د شا مار قيصه شوه جي اوس هر سري توره يه وينو يا رنك سره كري جي شامار ما وزلي دي دا اوس امريكان دغه به دانكو وهي د أفغانستان د نيولو او د هند د سمندر تودو اوبو ته وسيدل د شوروي اتحاد يوازني ارمان وه او ددي لباره د ظاهر شاه د وخت نه به خلقيانو او برجميانو بانكونه كري وه او بيا ددواد خان كودتا جي روسانو بكي لأس درلود او ددواد خان يه حكومت كي ٦٠ فيصد د كمونستانو واك اوبيا بلاخره د ثور كودتا عملا د روسانو به واسطه دا تول هغه سه وه جي روسانو ورته كار ولي وو خو اخوانيانو به نره اول د برجميانو ددواد خان به واكمني كي اوبيا د خلقيانو او روسانو به مقابل كي به تش لأس مبارزه وكره او ملت يي تَر شا ودريد نو كله جي أمريكا د مجاهدينو قدرت درك كر نو بيا يي بري سرمايه كذاري وكره او كمكونه يي ورسره وكرل خو جي كله روس مات شو نو بيا يي همدا مجاهدين سره به جنك واجول جي طالبانو ته يي لاره هوإره كره خوًجي كله. بيا هم أفغانستان لاسته ورنه رغب نو عملا يي مداخله وكره