خبریال: احمد رشاد – د اسټرالیا د کډوالو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خپل هیواد سرحدونه به یې د ناقانونه مهاجرو په مخ  د پخوا په څیر تړلي وي.

پیټر ډوټن (Peter Dutton) چې په نوي حکومت کې هم پر پخوانۍ دنده پاتې شوی، په یوه تازه بیان کې ویلي چې د خپل هیواد  سرحدونه به ټینګ وساتي، د بیړیو له لارې به د انساني قاچاق مخه ونیسي او په دې توګه به خلک له غرقیدو څخه وژغورل شي.

 د نوموړي په وینا د انساني قاچاقبرو هغه بیړۍ چې هڅه کوي اسټرالیا ته داخل شي، بیرته به وګرځول شي.

د پیټر ډوټن د یوه تازه ویډیوي پیغام له مخې، هغه څوک چې د بیړیو له لارې اسټرالیا ته راځي، هغوی به هلته هیڅ د اوسیدو چانس ونلري او په دې کار کې استثنا، نشته.

د اسټرالیا دغه وزیر ، انساني قاچاقبرو ته په خطاب کې ویلي :(( ستاسو بیړۍ به بیرته وګرځول شي او خپل دې کار کې به بریالي نشئ.))

نوموړي زیاته کړې چې هیواد یې د دې وړتیا لري چې د انساني قاچاقبرو مخه ډب کړي.

 وزیر، له هغو خلکو چې غواړي پر قاچاقي لاره اسټرالیا ته لاړ شي، غوښتي چې خپلې پیسې بې ځایه ونه لګوي او خپل ژوند په خطر کې ونه غورځوي.

پیټر ډوټن، په پوره ټینګار ویلي چې د دوی په دغه کړنلاره کې به بدلون رانشي، حکومت به د سرحدونو په اړه خپلې سختې پالیسۍ ته ادامه ورکړي او د انساني قاچاقچیانو هیڅ بیړۍ به اسټرالیا ته پرینښودل شي.

په اسټرالیا کې پارلماني سراسري ټاکنې د جولای په دویمه تر سره شوې. په دې ټاکنو کې یو ځل بیا د مالکوم ټرنبل)Malcolm Turnbull( تر مشرۍ لیبرال ګوند ګټونکی شو او دی د لومړي وزیر په توګه پاتې شو.

که څه هم انساني قاچاقبرو داسې ګونګوسې خپرې کړې وې چې د نوي حکومت په راتګ سره به د کډوالو پر وړاندې پالیسي نرمه شي، خو داسې ونشول.

اسټرالیا په اوبو کې ایساره لویه وچه ده. دغه هیواد ته ناقانونه کډوال د بیړیو له لارې د ورتګ هڅې کوي او دا هڅې د لیبرال ګوند په وروستیو حکومتونو کې شنډې شوي دي.

لیبرال ګوند، وروستی ځل  د ( ۲۰۱۳) کال په سپټمبر کې له کارګر ګوند څخه  ټاکنې وګټلې او ټوني ابوټ ((Tony Abbottلومړی وزیر وټاکل شو. د ده حکومت سمدستي د سرحدونو د ساتنې په موخه عملیات پیل کړل. که څه هم د ( ۲۰۱۵ ) کال په سپټمبر کې د ټوني ابوټ ځای مالکوم ټرنبلونیوه؛ خو د سرحدونو په اړه پالیسي بدله نشوه.

ټرنبل، سږنیو ټاکنو کې یو ځل بیا پر خپل موقف پاتې شو او د کډوالو پر وړاندې یې پخوانۍ کړنلاره وغځوله.

د (۲۰۱۳) کال څخه د مخه حکومتونو،  د کډوالو پر وړاندې دومره جدي پالیسي نه درلوده، له همدې امله هغه مهال ګڼ شمیر کډوال په ناقونه توګه استرالیا ته داخل شول.

په تیرو حکومتونو کې چې سرحدي پولې تر ډیره خوندي نه وې، نو که له یوې خوا په زرګونوکسان په ناقانونه توګه اسټرالیا ته لاړل، له بلې خوا ګڼ شمیر کسانو په دغه خونړيو سفرونو کې ژوند هم له لاسه ورکړ.

شمیرنې ښيي چې له ( ۲۰۰۸ـــ۲۰۱۳ کال)  پورې،  شاوخوا (۱۲۰۰) کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه استرالیا ته داخل شي، غرق شوي دي.

خو کله چې د سمندري پولې ساتنې عملیات پیل شوي، نه څوک غرق شوي او نه څوک  استرالیا ته پریښودل شوي دي.

د اسټرالیا د حکومت د پالیسۍ له مخې، د بیړیو په ذریعه دې هیواد ته داخلیدونکي کسان نیول کیږي. دغه کسان بیرته هغه ځای ته  شړل کیږي چې ترې را خوځیدلي وي  او یا په ټاپو ګانو کې جوړو شویو توقیف خونو ته استول کیږي.

دغه توقیف خونې چې د مانوس(Manus)او نایرو(Nauru )په نومونو دي، ژوند پکې خورا سخت او ترینګلی دی. همدا لامل دی چې وخت ناوخت پکې مظاهرې کیږي، ډیری اوسیدونکي یې په رواني ناروغیو اخته دي او ځینو خو حتی ځان وژنې هم کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *