تاند- په لمریزه انرژۍ چلېدونکې الوتکه ایمپلس ۲ (Impulse 2) نن سهار د مصر له پلازمېنې قاهرې والوته.

دا الوتکه به له قاهرې څخه ابوظبي ته لاړه شي او تر نړۍ د راګرځېدو سفر به بشپړ کړي.  ابوظبي ته به دا الوتکه په ۴۸ ساعتونو کې ورسېږي.

دې الوتکې د تېر ۲۰۱۵ کال په مارچ کې د نړۍ سفر پیل کړی و او تېره اوونۍ یې یو سویسی پېلوټ بیرتراند پیکارد ناروغ شو.

دغه پېلوټ نن له قاهرې څخه تر روانېدو مخکې خبریالانو ته وویل«دا د انرژۍ او ښې نړۍ لپاره یوه پروژه ده.»

د ده اشاره دې ته وه چې د لمر انرژي چاپېریال ته تاوان نه لري او د دې ډول الوتکو له عامېدو سره به نړۍ ته د مضرو ګازونو له کبله پېښ خطرونه کم شي.

دې الوتکې تراوسه پوري شاوخوا ۳۵ زره کیلومتره مزل کړی دی.

دا الوتکه د شپې په مخه هم په خپلو بېټریو کې د زېرمه کړې لمریزې انرژۍ په وسیله چلېږي.

ټاکل شوې وه چې دا الوتکه تېره اوونۍ له قاهرې روانه شي خو تېز باد سبب شو چې له الوتو پاتې شي.

دا الوتکه د جولای په دیارلسمه له هسپانیا څخه په دوو ورځو کې قاهرې ته ورسېده.

دا الوتکه تر نورو الوتکو ډېره ورو ده، سرعت یې په متوسط ډول په هر ساعت کې د ۷۰ تر ۸۵ کیلومترو پوري دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *