ژباړن: نصیر احمد روښان

دویم لوست

 کار (نشی کیدای ) نه لري.

اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې تصمیم ونیسو،همدا اوس له ځان سره باید ژمنه وکړو چې له دې وروسته به هېڅ کله ځان  نه امیدۍ، ډار او زړه ماتوالي  ته نه ورکوو او ځان به هغه انسان نه ګڼو چې هېڅ کار یې له لاسه پوره نه وي. دا خبرې په دې مانا نه دي ،چې  د ستونزو او مشکلاتو سره د مخامختیا پر مهال  په واقعیتونو سترګې پټې کړي ،بلکې له دې خبرو هدف دا دی چې:

۱: له ځانه د ناهیلۍ، ورسته پاتې والي، ناتوانه او نور منفي فکرونه لیرې کړئ او په ژوند کې د تغییر لپاره په ضروري اقداماتو لاس پورې کړئ.

او یا دا چې

۲: حتی که اوسنی شرایط ددې لا مل کیږي چې تاسو خپلو هیلو ته ونه رسیږئ ، له دې باوجود هر وخت چې تاسو وغواړي  پاڼې یې اروړلی شئ.

واقعیت دا دی چې موږ ټول له یو ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ کیږو ناامیدي او خسته توب تجربه کوو، اما هغه څه چې مهم دي ، د ستونزو سره د مقابلې  ډول او برخورددی ؛ په دې مانا چې څنګه شرایط د ځان په ګټه راوڅرخوو؟ دا مساُله له هرڅه مخکې زموږ ژوند  د خپل تاثیر لاندې راولي. اجازه راکړئ چې په یوه روښانه مثال سره تاسو ته ددې کار اهمیت  ښکاره کړم: کالونه وړاندې یو سړي هیله لرله چې یو مشهور نوازنده شي. هغه درس او تحصیل خوشی کړ او دښار په لوري روان شو .هغه چې ښوونځی خوشی کړی و او په هېڅ ډول مسلک کې یې تجربه نه درلوده ، د کار پیدا کول هم ورته ګران و. د زړو او قدیمي ودانیو مخکې چې مناسب چاپېریال یې نه درلود ،پیانو غږوله ، اواز یې کولو او د خپلې موسیقۍ هنر چې دده  ټوله درایی حسابیده د هغه کسانو لپاره غږوله چې چای او یا الکول به یې څښل اودده په لوري به یې هېڅ توجه نه درولوده. کولای شئ تاسو تصور کړئ، چې نوموړي ځان  څومره نا هیلی  ، زړه ماتی او تحقیر شوی احساسوه ؟ هغه نور په ټول مانا خسته، زړه ماتی او ناهیلی شوی و، له دې امله چې پیسې یې نه درلودې ،د شپې له خوا به د کالیو د منځلو په کوټو کې وېده کېده .له دې ټولو سره ،سره څه شی، چې ده خپله لوړه پانګه بلله ، د یوې انجلۍ سره دده عشق و، چې هغه یې د نړۍ تر ټولو ښکلي جونۍ  بلله. بالاخره یوه ورځ هغې انجلۍ هم دی خوشی کړ او لاره یې ورنه بېله کړه ، په دې شرایطو کې نوموړي فکر کاوه چې ژوند نور مانا نه لري او د ځان وژني تصمیم یې ونیو ،خو له دې وړاندې یې د خپل ژوند د بدلون لپاره وروستۍ هڅه هم په کار واچوله، د اعصابو یو روغتون ته لاړ؛په همدې  روغتون کې و چې ژوند یې بدلون وکړ. په دې وجه نه چې هلته یې روغتیا ترلاسه کړه. بلکې له دې وجې چې هلته یې نور داسې انسانان ولیدل ،چې له ده څه په بدترو شرایطو کې راګیر ول، په سرونو پراته ول او نارې به یې وهلې  ،تړل شوی ول،خو له دې سره سره به ژوند ته ژمن وو او هیله یې درلوده چې روغ رمټ شي.  نوموړي  همدلته په روغتون پوه شو چې په واقعیت کې هېڅ نه دي پیښ شوی او دده په وړاندې هېڅ ستونزه نه شته ،پرته له دې چې په روغتیا پال ځان وګوري، له روغتون څخه راووت او له ځان سره یې قسم یاد کړ چې د دوهم ځل لپاره به له ورته حالت سره نه مخامخ کیږي، هغه په سختۍ سره کار ترسره کړ ، خپل هدف ته د رسیدو لپاره یې پوره وخت پېل کړ او له هغه ځایه چې د پیانو ښه غږولو او زده کولو لپاره یې  په خپل استعداد  باور درلود ،بالاخره بریالیتوب ته ورسید.

هېڅ شی ددې ارزښت نه لري چې په بایللو سره یې ناهیلي شو او په ځان وژنه لاس پورې کړو. ژوند د هر وخت لپاره ددې ارزښت لري  چې ژوندي ورته پاتې شو ، په  ژوند کې هر وخت داسې پېرزوینې شته دي چې  په درلودلو سره یې باید شاکر او منندوی ووسو.همدا ډول وه چې هغه تسلیم نه شو او پر ځای یې هغه لاره تعقیب کړه چې ټاکلې وه؛ حقیقت دا دی چې هدف  په یوه شېبه کې نه شي تر لاسه کیدی اما یو ورځ تر لاسه کیدی شي. نن ورځ دا نوازنده په ټوله نړۍ کې خلک پیژني او د نړۍ مشهورترین نوازنده دی  چې نوم یې(( بیلې جول[1] دی)) او په امریکا کې تر ټولو مشهور ترین پیانو غږونکی دی،  ټول بایدهر وخت په یاد ولرو چې :خدای ج هېڅ کله زموږ سره دښمني نه لري اما هغه څه ، چې دی یې له موږ غواړي دادی ،چې له سختو او ستونزو سره د مخامخ کیدو پر مهال  خپل مورال له لاسه ورنه کړو. هېڅ کار نه شته چې کیدونکی نه دی، کله چې د یو کارد ترسره کولو لپاره هڅه کوئ او نه پرې بریالی کیږئ ؛ که چیرې له دې نه  بریالیتوب څخه څه زده کړئ او په دوهم ځل  خپل  کار په یو څه ښه کیفیت سره ترسره  کړئ . دا په یوه اصطلاح د شکست پر وخت بریالیتوب دی. د( قصاري) هغه وینا چې ((په ژوند کې یې هر وخت راسره  یاري کړې ده.بریالیتوب ، دسمو پریکړو پائیله ؛سمې پریکړې،د تجربې د تر لاسه کولو پائیله ؛او تجربه ،د غلطو پریکړو پایله ده)) هېڅ کله له یاده مه باسۍ ! کله چې تلاش کوئ،تر څو ورځ په ورځ ستاسو ژوند په ښه لوري لاړ شي او له خپلو اشتباهاتو سم درس واخلو؛  په دې صورت کې به بریالیتوب زموږ وي . راځئ یو ځل په دقت سره ځانونو ته وګورو او پوه شو چې څه انګېزه موږ فعالیت ته اړ کوي.

دریم درس

د پرېکړې تصمیم : هېڅ شی نشي کولای چې له حرکت یې راوګرځوي.

(هېڅ شی نشي کولای چې د یوې اوسپنیزې ارادې د تحقق مانع شي)

په دې کوچني کتاب کې زه هر وخت تاسو ته دریادوم ،یوه نیرو شته ده چې مرسته یې  کولای شئ د ژوند په چاپیریال کې  مو پوره بدلون رامنځ ته کړئ. خو په واقعیت کې دا نیرو چيرې ده او څه ډول کولای شو ،ترې استفاده ترسره کړو؟ ټول پوهیږو هغه وخت نویو نتایجو ته رسیدی شو چې خپل کړو،وړو ته تغییر ورکړو او له نویو لارو  ګټه پورته کړو.البته باید دا نکته په یاد ولرو ،هر هغه عمل چې له موږ څخه ترسره کیږي او یا هغه کار چې موږ یې ترسره کوو ، دهغه پریکړو پایله ده چې له  وړاندې موږ نیولې وې ، نو د پریکړې ځواک(تصمیم نیونه ) هغه ځواک دی چې هر څه بدلولای شي.  لکه څه ډول چې وړاندې مو هم وویل نه شو کولای په ژوندانه کې ټولې پیښې او جریانات تر خپل کنټرول لاندې راولو؛ اما کولای شو د داسې پیښو په وړاندې خپل احساسات ، افکاراو کړه وړه کنترول کړو.په دې خبرو پوهیدل هم ضروري دي چې د ژوند په هره لحظه کې څه که تسلیم شو او یا نه شو ،هر وخت د  ډېرو نویو کړو ، وړو او ستراتیژیو د ټاکنو امکان لرو ،چې یوازې  یو یا دوه ګامه راڅخه لیري دي او زموږ په انتظار کې دي. خو‌ډېر خلک دا له یاده باسي چې  د ازادنه انتخاب ځواک او قدرت ورسره شته دی.دا زموږ پريکړې(تصمیمونه ) دي چې زموږ برخلیک ټاکي؛ نه پر موږ حاکم  شرایط.د نن ورځې د ژوند ډول ، د هغه پریکړو محصول دی ، چې په تیرو کې تاسو ترسره کړې وې.د بیلګې په توګه ، ډېر وخت له  څه ډول خلکو سره تیروی؛ په تیرو کې مو څه زده کړې او یا برعکس څه مو نه دي زده کړي؛ کومو شیانو ته عقیده  لری؛یا سختۍ تحمل کولای شئ او یا مبارزه ورسره کولای شئ؛ که په وړاندې یې تسلیمږی؛متاهل یې اوکه مجرد؛نسوري یې او که الکولي مشروبات څکې؟؟ له ځان څخه تصویر لرې او د ځان په اړه څه فکر کوئ؟ او بالاخره تر کومې کچې په خپلو ظرفیتونو او لیاقتونو باور لرئ؟ټول دا تصمیمونه ستاسو په ژوند حاکم دی او دوی ته لارښوونه کوي.که چیرې په ريښتيني مانا په ژوند کې د بدلون هیله لرئ؛ نو نوې پریکړې او تصمیمونه  ونیسئ. له سره د لنډمهاله او اوږد مهاله  اهدافو لپاره تصمیم ونیسئ ،دا چې له ژوند څخه څه غواړی ؛ کومو کارونو ته پلان لری چې په راتلونکي کې یې ترسره کړی … او دا چې د کومو کارونو مسوولیتونو ته د اوږې ورکول غواړی.هر کله چې د «تصمیم  » لغت کاروم هو  هدف مې له واقعي او اګاهانه انتخاب  څخه دی،  د مثال په توګه ډېر خلک وایی: (ښه  زه تصمیم نیسم چې خپل وزن یو څه کم کړم ) په واقعیت کې دوی یو ټولیز تصمیم نیسی او هغه هدف چې دوی یې تعینوي مشخص نه وي  دا ټولیز تصمیمونه موږ هدف ته نه شی نږدې کولای ، ولې چې هدف په بشپړه توګه مشخص شوی نه وي. دوی به دې طریقې سره یوازې یو فرضي هدف تجسم کوي  یا په بل عبارت دوی یوازې دا جمله وایي: ( که چیرې وشی ،غواړم  یو څه  ډنګر شم ) یو رښتنی تصمیم هغه دی چې دوی له ټولو هغه شرایطو او عواملو سر چې د هدف په لاره کې یې خنډ دي مبارزه ترسره کړي، او په عین حال کې باید   خپله ټوله پاملرنه د هدف په لوري واړوي . هېڅ وخت باید به شانه شي  او دهېڅ  ډول شرایطو تر اغیز لاندې رانه شي چې له خپل هدف څخه په شا شي. اوس غواړم هغه کس په مثال کې درته راوړم چې  ما ورڅخه د واقعي تصمیمونو هنر  زده کړي :دا داستان د هغه سړي دی؛چې حتی یو ځل هم له خپل تصمیم څخه په شا نه شو او عقب نشیني یې ونکړه.هغه د مشهورې کمپانۍ هوانډه موټر او هوانډه موټرسیکلو  موسس «سوئیچي رو هوانډه»  هوانډه هېڅوخت اجازه ورنکړه چې غمونه ، ستونزې،انتظارات ،بحرانونه او ناوړه شرایط دی له خپل هدف څخه را په شا کړي. برعکس هغه د خپل هدف په وړاندې ډېر  لوی خنډ هم ډېر کوچنی  خنډ باله .

په(۱۹۳۸ )کال  کې هوانډه یو غریب او بې وسه محصل و، ده غوښتل چې د (رینګ پیستون) موټر طرحه او پلان  عملي کړي او د ټویوټا د موټرو په شرکت یې وپلوري.هغه ددې هدف لپاره د خپل فکر موټر د تولید تر مرحلې ورسوي، ټوله ورځ یې په  پوهنتون  کې تیروله او د شپې له خوا به یې لاسونه  تر څنګلو پورې په غوړیو لړلي ول او کار به یې کاوه  نوموړي چې کومې روپۍ درلودې په خپله پروژه یې مصرف کړې او پای ته ونه رسیده بالاخره له مجبوریت یې د خپلې مېرمنې جواهرات( سره او سپین زر)  هم وپلورل.(هوانډا) له کالونو  زحمت او هڅو وروسته په دې وتوانیده چې رینګ پیستون موټر جوړ او باوري و چې د ټویوټا شرکت به یې ورڅخه واخلي،اما طرحه  یې ونه منل شوه او بیرته پوهنتون ته واستول شو .اوس هغه مجبور و چې د خپلې غریبۍ ، بې وسۍ او زړه ماتوالي ترڅنک د استاد او دوستانو داکنایې او خبرې هم تحمل کړي،چې د موټر طرحه یې خنداوونکي او احمقانه وه. ایا له دې ټولو سره، سره فکر کوئ چې دی مایوس شو ؟هېڅکله نه .ایا ماتي ته یې غاړه کیښوده؟ نه !

په بدل کې هغه دوه کاله نور په خپله طرحه کار وکړ،تر هغې چې اصلاح یې کړه او احتمالي نواقص  یې یوې خوا ته کړل، هواڼدا د بریالیتوب طلایي کیلي په لاس کې درلوده او د واقعي بریالیتوب څخه یې ګټه اخیسته.


[1] Billy Joel

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *