پرون د کابل مخ بیا د خپلو اولادونو په وینو سور و. پرون بیا د ښار واټونه له جسدونو ډک وو او پرون بیا د کابل فضا لوګیو نیولې وه.
پرون کابل د یوې دردونکې پیښې شاهد و، دا پیښه د دهمزنګ په څلور لاري کې رامنځ ته شوه. دا پیښه ژوبڼ ته نږدې واقع شوه. دې پیښې داړونکي ځناور ګوته په غاښ کړل او شاید ویلي یې وي: شکر چې انسانان نه یوو!
خو دا لومړۍ پیښه نه ده. زموږ بد قسمته وطن له وختونو راهیسې د دغه شان خونړیو پیښو شاهد دی. زموږ د وطن د مور لمن تل د خپلو اولادونو له پرې شویو سرونو او غوڅو شویو هډونو ډکه وي.
دلته د دغه شان پیښو واقع کیدل له تصوره پورته نه دي، حتی عادي دي. چیرته چې پر جوماتونو حملې کیږي، چیرته چې په هدیرو کې انفجارات کیږي، چیرته چې د جنازو په لمونځونو کې چاودنې کیږي، چیرته چې پر ښوونځیو او علمي مرکزونو بریدونه کیږي او… هلته هیڅ ډول خونړۍ واقعه له امکانه لرې نه وي.
له دغه شان پیښو ځان ژغورنه له وسه پورته خبره ده. د دغه شان واقعاتو مخنیوی د هر ډول امنیتي ځواکونو له توانه لوړ دی. د دغه شان بریدونو په مخنیوي کې د ډيرو پرمختللیو هیوادونو امنیتي مسوولین هم پاتې راغلي دي.
خو، تدابیر نیول او د حالاتو درک اسانه دی. څوک چې حالات نشي درک کولای او یا یې قصداً نه درک کوي او د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي، له برید کوونکیو وروسته دوهمه درجه مقصرین دي.
د خبرونو په حواله، امنیتي مسوولینو د هغه لاریون اصلي طراحانو ته ،چې وینو یې واټونه سره کړل او هډونو یې دهمزنګ په سپړل شوې هدیره بدل کړ، د بریدونو د احتمال خبرداری ورکړی و، خو هغوی پرې پروا ونه کړه او دا ځکه چې هغوی ځانونه خوندي ګڼل او خوندي هم پاتې شول.
سوله ییزې مظاهرې د اساسي قانون له مخې زموږ حق دی، خو د حالاتو درک حتمي دی. په خواشینۍ چې دلته ځینې کړۍ له مظاهرو څخه د خپل ځواک د مانورونو په توګه استفاده کوي او حتی پر دولت ترې د داسې فشار الې په بڼه استفاده کوي چې خپل امتیازات ترې واخلي.
د کومې موخې لپاره چې ظاهراً مظاهره کوونکي راټول شوي وو، دا موضوع پخوا راپورته شوې وه او په داسې انداز راپورته شوې وه چې ان ځینې معترضین د ټولو مدني اصولو خلاف پر ارګ ور وختل او که خبره ژر هواره شوې نه وای، نو هغه وخت هم د یو ستر ناورین لپاره شرایط برابر شوي وو.
پر حکومت مدني اعتراض په کار دی، پر حکومت باید مدني فشار وارد شي، خو حکومت باید د خپلو لویو پلانونو پلي کولو ته هم پریښودل شي او ملي پروژې د شخصي سلیقو قرباني نشي.
په هر صورت، د دهمزنګ د خواشینوونکې او خونړۍ پیښې دوهمه درجه مسوولین هغه کسان دي چې د امنیتي ګواښونو با وجود یې د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه، د خپل ځواک د نمایش لپاره یې د خلکو خوندیتوب ته ارزښت ور نکړ او بالاخره زموږ د هیوادوالو په لسګونو کورنۍ یې د ویر پر ټغر کښینولې.
عدلي ارګانونه باید، دغه مقصرین معاف نکړي. قانوني چلند ورسره وکړي او د بې پروایۍ سزا ورکړي.
(سرخط ورځپاڼه – نننۍ ګڼه)