رفيع الله زيار

په کابل کې د دښمن وروستني خونړي بريد يو ځل بيا وښوده چې دوى نه يوازې د افغان ولس وژنې ته دوام ورکوي، بلکې تر څنګ يې د قومونو ترمنځ د تفرقې اچولو ستر پلان هم پر مخ وړي.

د تېرې شنبې په ورځ چې د روان لمريز کال د چنګاښ مياشتې ٢ يمه نېټه کېږي، د هزاره لږکيو د روښنايۍ غورځنګ پر ستر لاريون چې باميانو ته يې د برېښنا د انتقال غوښتنه کوله، درې چاودنې تر سره شوې چې په پايله کې يې تر ٨٠ کسانو ډېر ووژل شول او تر ٢٤٠ لوړه شمېره يې ټپيان شول.

دغه خونړۍ پېښې داسې مهال رامنځته شوې چې استخباراتي ادارو څو ورځې وړاندې د لاريون تنظيموونکو ته د بريد خبر ورکړى و، خو دوى دغه خبر ته په بې پروايۍ د رد ځواب ورکړ.

لاريون او مدني حرکتونه په اساسي قانون کې د هر افغان حق دى، خو دا لاريون باميانو ته د برېښنا غځولو په موخه په داسې حال کې تر سره کېده چې د ملي وحدت حکومت دغه غوښتنه منلي او دوه مياشتې وړاندې يې د يوه کميسيون په ټاکلو سره ياد ولايت ته د برېښنا ورکولو ژمنه وکړه، خو داسې فکر کېږي چې ددې لاريون تنظيموونکو غوښتل څو د مدني حرکت په نوم د ملي وحدت حکومت مشرانو ته خپل زور وښايي او خپلې شخصي غوښتنې ورباندې ومني.

د خوست له پېښې وروسته دا دوهمه خونړۍ پېښه ده چې د ولسي وګړو پر مدني حرکت تر سره کېږي.

د دغه خونړۍ حملې مسووليت د داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخيستى دى.

له دې وړاندې د داعش وسله والې ډلې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د استوګنې پر کورونو حملې وکړې، زموږ خويندې، وروڼه او حتى واړه ماشومان يې شهيدان کړل چې دې بوږنوونکي پېښې ټول افغان ولس ودرداوه.

که له يوې خوا دښمن پر دا ډول بې رحمه بريدونو سره د افغانانو عام وژنې تر سره کوي، د دوى ماشومانو، ځوانانو، بوډاګانو او مېرمنو پر وژنو هېڅ سپما نه کوي، خو له بل لوري له دا ډول بريدونو د دوى موخه په افغانستان کې د قومونو تر منځ تفرقې اچونې او مذهبي اختلاف د رامنځته کېدو هڅې هم بلل کېږي.

د سيمې يو شمېر هغه هېوادونه چې په افغانستان کې يې تل د افغان وژنې لړۍ يې توده ساتلي، اوس غواړي څو په قومونو کې تفرقې رامنځته او ددې هېواد هغه قومي جوړښتونه له منځه يوسي چې په هر حالت کې يې له دې هېواد څخه دفاع کړي او د دښمن له منګولو يې راايستلى دى.

څو مياشتې وړاندې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د هزاره شيعه ګانو مشر په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شو او چا ته دا معلومات نه و چې دا پېښه څنګه او ولې رامنځته شوه. ددې مرموزې وژنې تر شا د سني او شيعه مذهبو تر منځ د مذهبې اختلاف د رامنځته کېدو ناکامه هڅه وه.

له هغه وروسته د داعش ډلې په نوم د هرات او کندهار، د کندهار او کابل تر منځ پر لويه لار له ٣٠٣ ډوله سورلۍ وړونکو او نورو موټرو څخه هزاره توکمه وګړي کوزول کېدل او بيا به يې وژل. هر موټر ته به چې کله د داعش وسله وال پورته کېدل، نو پر ماته ګوډه پښتو به يې پوښتنه کوله چې په دې موټر کې هزاره ګان شته. دا ددې لپاره څو د پښتون او هزاره تر منځ مذهبي او قومي اختلاف ته لمن ووهي.

د سيمې استخبارات او نورې افغان ضد کړۍ ولې غواړي چې په افغانستان کې په قومونو کې تفرقه واچوي؟

دوى ځکه په افغان قومونو کې تفرقه اچوي چې دلته د بې اتفاقۍ په رامنځته کېدو سره خپلو هغو شومو اهدافو ته ورسيږي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يې، له کلونو کلونو راهيسې د افغانانو او افغانستان د کمزوري کولو او محرومولو لپاره لري.

دا لومړى ځل نه دى چې افغانستان کې د قومونو تر منځ نفاق او مذهبي اختلاف ته لمن وهل کېږي،بلکې په تېر تاريخ کې هم دا ډول هڅې شوي دي، خو افغان قومونه تل په يو والي کې پاتې شوې او تل يې د يوه او بل په وير غمجن او په ښاديو کې سره خندلي دي.

زموږ پيغام افغان ولس ته دادى چې ځيرک اوسئ، د دښمن د توطيه پر وړاندې يو موټى او شنډې يې کړئ، يو او بل وزغمئ او هغو مشرانو ته هم اجازه مه ورکوئ چې ستاسو له سپېڅلو حرکتونو د ځان په ګټه ناوړه استفاده کوي.

له سياسي مشرانو هم غواړو چې په قومي او ژبني تعصوبونو کې خپل شوم سياستونه پر مخ مه وړئ، ولس تاسو پېژني او نه شى کولى چې په دا ډول حرکتونو سره ټاکلو هدفونو ته ورسيږى، بلکې ملي او هېواد شموله سياست ته راودانګئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *