۱: هغه د یو مشخص او معین هدف لپاره هڅې کولې؛
۲: هدف ته رسیدو لپاره یې ډېر کار او کوښښ کاوه؛
۳:هغه هدف ته د رسیدو لپاره قدم په قدم مختلفې ستراتیژۍ په کار اچولې تر څو پوه شي چې کومه یوه ښه او کومه یوه یې د ماتې سره مخ کیږي،او هغه وخت چې هڅو به یې په زړه پورې پایله نه ورکوله نو خپله ستراتیژي به یې بدلوله ،بالاخره د دوو کالونو په تیریدو سره طرحه اصلاح شوه او ټویوټا شرکت ترې واخیسته !هوانډا د رینګ پیستون د ډېر تولید لپاره یوې کارخانې ته اړتیا درلوده اودکار خانې د جوړولو لپاره یې درنې اوسپنې او سیخونوته اړ و،اما په هغه کالونو کې چې د چاپان دولت دوهم نړیوال جنګ ته تیاری نیوه د اوسپنې اخیستلو امکان نه و. بیا هم داسې ښکاریدل چې د هوانډا خوب په ټولیزه توګه له ماتي سره مخامخ شوی وو. په دې شرایطو کې هیچا له هغه سره یاري ونه کړه . ایا هوانډا دا ځل تسلیم شو ؟ نه په هېڅ صورت نه. بر عکس هغه تصمیم لا پسې کلک کړ؛ چې دا فابریکه به جوړوي. ولې چې دده په قاموس کې د«تسلیم» لفظ مانا نه درلوده. هغه شپې او ورځې پرله پسې کار ترسره کړ او مخلتفې لارې یې وازمویلې.تر چې دې نوې لارې په موندلو بریالی شو. هغه اوسپنه په خپله تولید کړه . فابریکه یې جوړه کړه او وتوانید چې د رینګ پیسون موټرو په تولید یې پیل وکړ. خو د هغه داستان همدلته پای ته ونه رسید. کله چې په دوهم نړیوال جنګ کې امریکا په چاپان برید وکړ ،نو امریکایې جنګي الوتکو دده کارخانه بمبار کړه او له خاورو سره یې یو شان کړه . خو هوانډه ددې پر ځای چې خپل ځان وبایلي او مایوسه شي. خپل ټول کارمندان یې راغونډ کړل او ورته یې وویل چې دا الوتکې ګورئ هغوی یو ډول مواد( په هغوی کې د موټرو د تولید لپاره یو ډول پرزې شته دي) له هواغورځوي، چې زموږ د موټرو دتولید لپاره ډېر ضروري دي. او دا ډول مواد د جاپان په هېڅ ځای کې نه تولیدیږي.په واقعیت کې هوانډا په ټولو هغه پیښو کې چې په ژوند کې ورسره مخامخ کیده د خپل هدف لپاره به یې پکې ګټه لټوله ، د هوانډا د موټرو فابریکه د یوې زلزلې په ترڅ کې ټوله ویجاړه شوه او دی مجبور شو چې خپله نوې طرحه په ټویوټا خرڅه کړي، حقیقت دا دی چې ( ایزدګر ز حکمت ببندد دری، ز رحمت ګشاید در دیګری) نو په دې اساس موږ باید هر وخت د هغه فرصتونو په انتظار واوسو چې په ژوند کې مو راتلونکي دي. .د جنګ په پای ته رسیدو سره جاپان د سخت اقتصادي ستونزو سره مخ شو ټول هېواد په محرومیت کې راګیر و ، تېل او د سوند مواد په ټول بازار کې نه پیدا کیدل ،اوضاع په دې ډول وه چې یو ورځ هوانډا د کور خوراکي موادو لپاره اړتیا درلوده چې د باندې لاړ شي، خو هغه په هېڅ صورت په دې ونه توانیده چې د خپل موټر لپاره تیل پیدا کړي تر څو له کوره تر ښاره لار ووهي . هغه ددې پر ځای چې د پاتې کیدو احساس وکړي ، نوی تصمیم یې ونیو، پریکړه یې وکړه چې د ژوند له شرایطو سره ځان همغږی کړي،هغه له ځان سره یو ډېره ځواکمنه پوښتنه مطرح کړه ((څه ډول کیدای شی له هغه امکاناتو ډېر عواید تر لاسه کړم چې په واک اختیار یې لرم تر څو د کورنۍ ژوند مې ورسره ښه شی؟)) هغه یو شمېرکوچني ماشینونه په اخیتار کې درلودل ، لومړی یې بایسکل جوړ کړ ښار ته لاړاو خپله اړتیا یې پرې رفع کړه او بیا یې همدا کوچنی ماشین په یوه دوه څرخه باندې کیښود او په دې ترتیب یې لومړی موټر سیکل یې ایجاد کړ ، څه وخت نه و تېر چې دوستانو یې هم ددې موټر سیکل غوښتنه وکړه. له لږ وخت په تیرویدو یې ډېر دا ډول موټرسیکلونه جوړ کړل چې ټول یې خرڅ کړل. وروسته د هونډا موټر سیکلونو د یوې فابریکې د جوړولو فکر ورسره پیدا شو ، خو پوره پیسې ورسره په اختیار کې نه وې او جاپان هم د اقتصادي بحران لاندې و . بس هغه په دې شرایطو کې څنګه وتوانیده چې خپل هدف ته تحقق ورکړي؟
د هر تصمیم په نیولو سره په حقیقت کې تاسو خپل برخلیک په خپل لاس کې اخلی.(( انتوني رابینز))

((هونډا ))بیا هم تسلیم نه شو او له ځان سره یې وویل :((په تاسف سره چې له سرمایی پرته دې هدف ته رسیدل امکان نه لري )) په عوض کې یې یو بل طلایي فکر ذهن ته راغی او تصمیم یې ونیو دهېواد هر بایسکل او موټرسیکل پلورنکي ته یې خط(لیک ) ولیږه تر څو د پانګې اچونې لپاره یې تشویق کړي. هغه په لیک کې ولیکل ( داسې یوه لاره مې موندلي چې د جاپان لویدلی اقتصاد ورسره جوړیدی شي، زه د ګازي موټرسیکلونو طرحه لرم چې ډېره ارزانه ده او له خلکوسره مرسته کولای شي ،چیرې چې غواړي ترې استفاده وکړي ، ستاسوله پانګې پرته به ونه کولای شم زه دا کار ترسره کړم) له اتلس زره پلورنکو څخه، چې دده لیک ورته رسیدلی و یوازې درې زرو کسانو خپلې مالي مرستې ورواستولې. تاسو به فکر کوئ ،چې دده دا کار به بریالی شوی وي ؟ زه باید ووایم چې نه! . د هونډا دموټر سیکلونو طرحه ډېره ګرانه وه او له دې ور هاخوا ښه ټیپ و ټاپ یې هم نه درلودل ؛له همدې امله د خلکو په منځ کې یې ډېر استقبال ونه شو. هونډا خپله طرحه د بیا ځل لپاره تر بررسۍ لاندې ونیوله ، د تسلیم کیدو پر ځای یې خپله ستراتیژي بدله کړه ، پرېکړه یې وکړه ،چې تر دې هم ساده، کم وزنه او کوچني ګازي موټرسیکل تولید کړي. هغه د خپل موټر سیکل نوم «توله » کیښود او دې وسیلې د ځانه سره بریالیتوب درلود. هونډا د پاچا د له خوا هم سفارش تر لاسه کړ، ټولو خلکو فکر کاوه چې له ده سره چانس څومره یاري وکړه چې د شرایطو سره سم یې یوه پر ځای ، درسته او دقیقه طرحه وړاندې کړه ، نوموړي خپل پلان عملی کړ. نن ورځ هونډا د نړۍ له موفق ترینو شرکتونو څخه دی،چې له لس زرو څخه ډېر کار مندان ورسره استخدام دي، په امریکا کې له ټویوټا څخه ورسته تر ټولو ډېر اخیستونکي لري.دده دا ټول بریالیتوبونه له دې امله و ،چې هونډا هېڅ کله هغه ستونزو ته تسلیم نه شو چې ورسره مخامخ کیده، هغه تصمیم ونیو او د تصمیم نیولو لپاره به یې عملي ګامونه پورته کول .هغه په دې حقیقت باور درلود، چې انسان حقیقتاً تلاش کوي او هدف ته د رسیدو لپاره له هېڅ راز هڅې دریغ ونه کړي هر وخت د بریالیتوب لاره په مخکې لري .