تاند (کابل) – د افغانستان د ولسي جرګې یو پرحال وکیل میرداد نجرابی هڅه کوي چې خپل یو ورور چې د ملي امنیت ځواکونو لاس په لاس په انسان تښتونه کې نیولی دی له بند څخه راخلاص کړي.
ویل کیږي چې، حاجي سمیع چې د کابل ښار د خیرخانې مېنې په ساحه کې د ۱۵مې امنیتي حوزې امر وو خواوشا دوه میاشتې مخکې یو ملي سوداګر او صراف حاجي دل اغا په یوه حکومتي موټر کې تښتولی وو چې د روژې په ۲۸مه د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې راخوشې کړای شو.
له تاند سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د پېښې متضرر ملي سوداګر او صراف حاجي دل اغا وویل چې د بند په موده کې یې سخت تکلیفونه ولیدل. ښاغلي دل اغا وویل، «زه یې ۵۳ ورځې بندي کړی وم، په زنځیرونو یې تړلم، اکثر به یې ډوډۍ او اوبه هم نه راکول، او په بېلابېلو ډولونو شکنجې او وهل به یې راکول.» حاجي دل اغا وویل چې د ښاغلي نجرابي ورور حاجي سمیع او ملګرو یې په پیل کې ۶ میلیونه ډالر ترې غوښتل خو ورو ورو یې خپلې غوښتنې را نرمې کړې او تر ۱ میلیون ډالرو پورې راښکته شول خو ده ورسره ونه منله.
د ملي امنیت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي تاند ته تایید کړه چې، د ۱۵مې امنیتي حوزې د هغه وخت امر حاجي سمیع د صراف حاجي دل اغا په تښتولو کې لاس درلود، او اوس له ملي امنیت سره بندي دی، خو اوس یې ورور او د ولسي جرګې وکیل میرداد نجرابی له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې خپل انسان تښتوونکی ورور راخوشې کړي.
ویل کیږي چې د پخوانۍ شمال ټلوالې ګڼ شمېر ځوانان چې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي د واکمنۍ پر وخت یې له ایتلافي ځواکونو سره په مختلفو برخو کې ځانونه په کارونو بوخت کړي ول یا یې د غیرحکومتي موسسو سره د امنیتي کمپنیو په چوکاټ کې کارونه کول اوس بې کاره شوي او هڅه کوي چې د انسان تښتونې او نورو جرایمو د ترسره کولو له لارې ولسي خلک وشکوي او پیسې ترې ترلاسه کړي.
دا حقیقت دی چې د افغانستان په ناامنۍ کې د ترهګرو سره سره په دولت پورې تړلي اشخاص او خصوصأ دولسي جرګې اکثریت غړي زیات لاس لري،
همدا د ولسي جرګې غړي دي چې د نورو هیوادونو د استخباراتو سره اړیکې لري او د يو پیسو لپاره د خپل هیواد د بربادۍ سبب شوي.
د ځمکو په غصب، ترهګرو ډلو حمایت او انسان تښتونو کې د همدوی کسان لاس لري. که د چا ښه کور او تعمیر وګوري په زور یې ترې اخلي او یا یې د کورنۍ غړي تښتوي، او چې کله دغه مجرمین ونیول شي بیا یې دا د ولس خاینین بیرته خوشې کوي.
دا په حقیقت کې د ولس استازي نه بلکې د ولس دښمنان او د هیواد بربادونکي دي، بآید ملي امنیت دوی شپه او ورځ وڅاري او معلومات پرې جمه کړي، ځکه یو وخت به صحي دولت جوړ شي چې دوی محاکمه کړی شي.
وايي چى پکه دادى لا بله سپکه ،
داووس په افغان ولس کومه ټکه راوليدلى چى له يوى بله نادوده اوورو ،
ته اوخداى ج پرتا منافق خپل ورور دومره ګران شو چى نن يي په
دومره سپين سترګى دفاع کوى هغه ورورچى په لوى جرم لاس په لاس نيول شوى ،
توف لعنت دى وى پرتاسى ده افغان نوم خو مو وشرماوو خو ووس ديمکراسى هم شرمه وى ،،
چي يو يي دولسي جرگي دوكورني امنيت دكميسون مشر وي او بل يي په وزارت داخله كي لوي سري او پخپله امر دحوزي شه امنيت به راشي
کارغه د باز په چته ناست دی
باز یی په مخ کی نوکری کا
دغه وضعیت می په زړګی ایښي داغونه
په چا کړم عرضونه بی رحمه زمانه شوه
ملنګجان