نجیب الله آزاد

ليکوال: نجيب الله آزاد

د دهمزنګ سيمه او د عبدالوکيل خان نورستاني څلورلارې په دريو تاريخي ارزښتونو وېشلی شو چې لومړۍ برخه يې خپله دهمزنګ ده:

ده مزنګ (دهمزنګ) چې يوازې پخواني کابلي سپينږيري، تاريخپوهان او د مطالعې خاوندان به يې په اړه معلومات لري له هغو اتو کليو ( ده مزنګ، ده بوري يا اورته باغ، ده افغانان، ده سبز، ده يعقوب، ده قلندر، ده دانا او ده سيدان) څخه يو دی، د کابل د اوسېدونکو ډېر شمېر د ده مزنګ خلکو تشکيلاوه. ده مزنګ د اسمايي غره غربي لمنه کې پرته سيمه وه چې د خپلو ديوالونو له ړنګېدو وروسته د مرکزي کابل برخه وګرځېده.

Dahmazang , Kabulد امير شېرعلي خان څخه وروسته د پلازمېنې کابل ډېری صنعت کاران لکه د ماشين خانو او ګنج مالکان او کاريګران د ده افغانان، ده مزنګ او نواباد اوسېدونکي وو. د امير حبيب الله خان او امير امان الله خان په وخت کې په ياده سيمه کې نوی سړک وغځېد چې د غره په لمنه کې غځېدلی پخوانی سړک  يې د ده مزنګ او جمال مېنې تر منځ په ارتباطي کوڅو بدل کړ.

د ده مزنګ زندان:

کله چې د سردار محمد نادرشاه په وخت کې داخلي اختلافات خپل اوج ته ورسېدل چې يو لامل يې هم په نظام او له نظامه بهر د امير امان الله خان خواخوږي وو، د وخت نظام ځان ته جدي تهديد وباله چې په دې لړ کې يې ډېری کسان په هغو استملاک شوو سرايونو او کلاوو کې زندانيان کړل چې خاوندان يې د نظام سره په مخالفت کې وژل شوي او يا هم تښتېدلې وو. سربېره پر دې، د زندانيانو د ډېروالي له کبله د ارګ او کوټوالۍ محبسونه کوچني شول. فلهذا، څرنګه چې مخکې به زندانيان د سراجۍ د سيمې په موتۍ سرای کې، د تنورسازۍ د سيمې په بادام سرای کې او د عليمردان د سيمې په علي خان سرای کې بنديانېدل، د محمد نادرشاه له وژلکېدو وروسته د بنديانو شمېر لا ډېر شو چې حکومت يې د يوه واحد او مرکزي محبس جوړونې ته اړ کړ.

څرنګه چې د سردار محمد نادرشاه د وژل کېدو وروسته د نوموړي زوی سردار محمدظاهرشاه (د ملت بابا) د کشرتوب له امله د حکومتولۍ ټول واک د نوموړي اکا (تره) سردار محمد هاشم خان د وخت صدراعظم په خپل واک کې واخيست، د ده مزنګ د زندان جوړونې چار يې پيل کړ. ياد محبس په شپږو جګو برجونو مشتمل و چې د ديوالونو بهر هم ژور او برداره خندقونو (لښتي) ايستل شوي وو.

د ده مزنګ د سيمې دريمه تاريخي ځانګړتيا نايب سالار عبدالوکيل خان نورستاني څلورلارې:

نايب سالار عبدالوکيل خان نورستاني چې په کال ۱۲۵۴ ل د نورستان په کلي کانتيوا کې زېږدلی و د امير عبدالرحمان خان د واکمنۍ پر مهال د خپل ورور (ملک سفېد) له وژلکېدو وروسته په کشر عمر کابل ته راوغوښتل شو، نوموړي خپلې لومړنۍ زدکړې په کابل کې پای ته ورسولې او په کال ۱۲۷۸ل کې د حکومت لخواد اجيداني (د هغه وخت نظامي رتبه) ورکول شوه او د شاهي ګارډ د پوتخانې په قطعې کې شامل کړای شو. د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال د کرنېلۍ (د کنډک مشرۍ) رتبه وکول شوه او د (اردليان حضور) په قطعه کې په دنده وګمارل شو، نوموړی په کال ۱۲۹۰ل کې د يوې بلې ترفېع په ترڅ کې د همدې قطعې قومندان وګمال شو چې بيا دوه کاله وروسته د کندهار ولايت د عمومي قومندان په توګه وټاکل شو. په کال ۱۲۹۴ل کې بېرته کابل ته راوغوښتل شو چې لومړی يې د دوهمې لېوا د قومندان او وروسته د کابل د کوټوالۍ د قومندان په توګه دنده ترسره کړه.

عبدالوکيل خان ډېر ژر وتوانېد چې د جنرالۍ رتبه ترلاسه او د اسمار د سرحدي قومندان په توګه دنده تر سره کړي. په کال ۱۲۹۱ل کې نوموړی د لومړۍ فرقې قومندان شو چې وروسته په کال ۱۳۰۴ل کې د ځنګل د جګړې او ګوډ ملا (ملا لنګ) د مغشوشو حرکاتو په وړاندې د مقاومت له امله د نايب سلارۍ رتبه ورکرل شوه او د قطغن او بدخشان عسکري قومندان وټاکل شو.

د اعلحضرت محمد نادرشاه د واکمنۍ پر مهال نوموړی د خپلې رتبې په لرلو د پلازمېنې د شمال (پروان) د امنيت د تامين په موخه د کابل د دوهمې قول اردو د قومندان په توګه وټاکل شو.

په کال ۱۳۰۹ل کې نوموړی د دوهم ځل لپاره د يوه عسکري کنډک سره  د حکومت د مخالفينو د ځپلو او د دوی د وسلو د ضبطولو په موخه کوهدامن ته ولاړ چې د همغه کال د زمري (اسد) په څلورمه هلته ووژل شو. د عبدالوکيل خان نورستاني مړی له خواجه سرای څخه کابل ته راوړل شو او د مرنجان په غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو، حکومت د نوموړي د خدماتو د ستايلو په موخه د نوموړي په ياد د ده مزنګ په څلورلاري کې يو  ښکلی شپږ رُخه هنري منار جوړ کړ چې که ممکن ژبه ولري نو د تېرو اتهه لسيزو ډېرې ناخوالې چې دی يې شاهد پاتې شوی بيان کړي.

فلهذا، جلالتمآب ولسمشره، د سيمو او څلورلارو نومونه زما د تاريخ او فرهنګ ويندويي کوي چې نه يوازې د ده مزنګ څلورلاری او يا هم سيمه  بلکې هر هغه ځای چې د لسيزو او پېړيو راهيسې په يوه نوم يادېږي په ځان کې ډېر حقيقي او ريښتينی تاريخ رانغاړي، د سيمو د نونومونو بدلول د هغې سيمې تاريخ او فرهنګ مسخه کوي. زه نه غواړم چې زما درې کلن زوی  ته شل کاله وروسته د ده مزنګ له سيمې څخه په تېرېدو يوازې د پرونۍ خونړۍ او غميزې تاريخ وويل شي، که داسې وي نو د کمپنۍ څلورلاری دې د اکاډمي د شهيدانو په نوم، چمن حضوري دې د نور محمد خان مېنې د شهيدانو  په نوم او داسې نور سلګونه سيمي دي چې بايد د شهيدانو په نوم ونومول شي.

د پرونۍ پېښې د قربانيانو سره هر افغان دغومره خواخوږي لري لکه تاسو، لاکن لطفاً وړاندې تر دې چې پر تاسو راټول له تاريخ او فرهنګه بې خبره مشاوروين  تاسو ته مشوره درکړي د سليم ساپي سره د مرکې په څېر له خپل ژور فکره کار واخلئ.

د سرلوړي او سوکاله افغانستان په هيله…

One thought on “د عبدالوکيل خان نورستاني څلورلارې د تاريخ په هينداره کې”
  1. ډیر په زړه پورې مطلب و. په خورا خواشینۍ سره افغانستان د جګړو کور دی، او دلته هره ورځ یو ه پیښه رامنځته کیږي چې په ترڅ کې یې زمونږ ګڼ شمیر بی ګناه هیوادوال شهیدان کیږي ، که مونږ هره ورځ د هیواد د تاریخي ځایونو نومونه د دشهیدانو په ویاړ بدل او په نورو نومونو یې ونوموو نو د دې تر څنګ چې خپل تاریخي ویاړ او هویت به له لاسه ورکوو، په هیواد کې به له شهید رود، شهید څلورلاری، شهید غونډۍ او……. داسې نورو نه پرته به بل څه ونه لرو. آیا دا د مړو ښار دی ؟
    په درنښت
    ماري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *