تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ /جولای ۲۴/ مسکو ته لاړ چې له روسیې څخه د جنګي څرخکو د اخیستلو په باب خبرې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د اردو درستیزوال ستر جنرال شېرمحمد کریمي له یوه لیست سره هند ته ځي.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر د یکشنبې په ورځ وویل، ښاغلی اتمر به د روسیې د څلور ورځیني رسمي سفر په لړ کې د دغه هیواد له لوري د افغانستان هوايی ځواک ته د (Mi-35) او (Mi-17) څرخکو د ورکولو په شمول د دوو هیوادونو ترمنځ پر پوځي همکاریو خبرې وکړي.

ښاغلی اتمر به له روسي چارواکو سره د افغان هوايي ځواک له لوري د روسي الوتکو د ترمیم د یوه مرکز د جوړېدو په باب هم وږغېږي.

له هند څخه د څرخکو او وسلو غوښتنه

له بلې خوا د هندي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان د ملي اردو د درستیزوال سترجنرال شېرمحمد کریمي په مشرۍ د افغانستان د ملي اردو یو پلاوی د راتلونکې اګست په وروستیو کې نوي ډیلي ته ځي چې له افغان ملي اردو سره د هند پر مرستو خبرې وکړي.

هندي رسنۍ وايي چې جنرال کریمي به له یوه لیست سره هند ته ورشي. د دغو رسنیو پر اساس په دې لیست کې به د نورو (Mi-25) او (Mi-35) جنګي څرخکو غوښتنه وشي.

080217-A-2913W-004په هند کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي هند ته د درستیزوال ستر جنرال کریمي د سفر د تاییدولو په ترڅ کې (دي هندو) ورځپاڼې ته وویل«د اردو درستیزوال به دلته پر دفاعي همکاریو د خبرو لپاره راشي. هند موافقه کړې چې زموږ له لوري ځیني نورې غوښتل شوې وسلې راکړي. په دې یې هم سلا کړې چې موږ ته نور هیلي کوپترونه راکړي، موږ د افغانستان له دفاعي سیکتور سره د هند د مرستو پر نورو برخو هم غور کوو.»

د افغانستان د ملي اردو درستیزوال به د هند د سفر په لړ کې له هند څخه د وسله والو مرستو په باب له هغه لیست سره متفاوت لیست هندي چارواکو ته وړاندې کړي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۳ م کال په مې میاشت کې وړاندې کړی و.

One thought on “افغانستان د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره د مسکو او ډیلي مرسته غواړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *