ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د کورنیو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال اته دیرش داعشیان ووژل شول .

دغه عملیات چې د شپږو هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې د کوټ په پروشاخیلو پل سیمه کې ترسره شوي،له امله یې ۳۸ داعشیان وژل شوي،چې ۲۶ جسدونه یې هم په سیمه کې پاتي دي.

همدا راز د عملیاتو پر مهال د داعشیانو د وسلو او مهماتو یوه مهمه ډیپو هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده .

لوړ پوړو امنیتي منسوبینو د کوټ ولسوالۍ د عملیاتو بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار امنیه قوماندان،ملي اردو څلورمې پلې لوا درستیزوال، ملي امنیت رئیس،د عامه نظم پولیسو عمومي قوماندانۍ مرستیال، د عامه نظم اومې لوا قوماندان او یو شمېر نورو مسؤلینو د زمري په دویمه د دغه ولایت کوټ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د عملیاتو بهیر څخه لیدنه وکړه .

مسؤلینو په کوټ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو له لورې د پیل شوو عملیاتو ستاینه وکړه او همدا راز یې خوښي وښوده،چې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې په پوره همغږۍ سره د داعشیانو د ځپلو په موخه عملیات په بریالیتوب سره دوام مومي .

د وسله طالبانو توغول شوو هاوان مرميو له امله اوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

نن شاوخوا نهه بجې د چپرهار ولسوالۍ ګلدرې په سیمه کې د وسله والو طالبانو لخوا د هوان دوه فير شوې مرمۍ په يو کور او پلې لار لګيدلې، چې له امله يې دوه زنانه، دوه ماشومان او درې نارينه ټپيان شويدي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله وسله وال طالبان په ياده سيمه کې په تخريبي کړنو بوخت و او د پوليسو له مقاومت سره مخ شول.

اوسمهال وسله وال طالبان په شا تنبول شوي دي او سیمه ترې پاکه شوېده.

استاد ايمل احمدزی د ننګرهار بدني روزنې امريت له لوري د پهلوانۍ فډراسيون د مسول په توګه وټاکل شو

د بدني روزنې امرشاهدالله ساپی وایي هرهغه مسؤل چي خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي نو د دوي لخوا به وستايل شي.

ساپي زياته کړه استاد ايمل احمدزي چي له کلونو راهيسې پدي ولايت کي د پهلوانۍ د پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي او له همدې امله یې د دې لوبې روزونکو په غوښتنه د پهلوانۍ فډراسيون د نوي مسؤل په توګه وټاکل شو.

ايمل احمدزي ژمنه وکړه چي ددې لوبې دپرمختګ لپاره به هلې ځلې وکړي .

 کابل تيرې ورځې پېښې له امله په ننګرهار کې ملي بيرغ نيمه ځوړند شو

د جمهور رييس محمد اشرف غني د حکم سره سم د کابل تيرې ورځې پېښې له امله په ننګرهار ولايت مقام او نورو ادارو کې ملي بيرغ نيمه ځوړند پورته شو.

ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د کابل د تيرې ورځې پېښې له امله، چې په کې سلګونه هېوادوال شهيدان او ټپيان شول، ژوره خواشينې ښودلې، شهيدانو ته يې د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړېده.

ښاغلي کندوزي دغه پېښه د هېواد او خلکو دښمنانو کار وباله او زياته يې کړه، چې دښمن په دا ډول بريدونو سره غواړي، د قومونو ترمنځ نفاق پيدا کړي.

دغه راز د ننګرهار ولسونه او ټول دولتي مسولين هم په دې پېښه خواشیني او غمجن دي او د دې پېښې قربانيانو ته یې د دعاګانو په کولو سره د مغفرت هيله او کورنۍ غړو ته د لوی خدای (ج) څخه د جميل صبر غوښتنه کوي.

د څلور میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مالدارۍ برخې د احاطې دیوال او د څآرویو د طبیلو د رغونې چارې پیل شوې .

د کرنې او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په څلور میلیونه افغانیو مالي لګښت د ننګرهار ولایت د کانال ریاست د مالدارۍ برخې احاطې دیوال او د څارویو د طبیلو د جوړولو چارې پیل شوې .

ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د کانال رياست سره د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت د مالدارۍ دفارم د احاطې ديوال او د طبيلو د ترميم پروژې پر پرانستلو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، د مالدارۍ د برخې رغونه کولی شي ، چې پدې ولايت کې د لبنياتو د زياتوالي تر څنګ د مالدارۍ په اصلاح او ترويج کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړي.

د کانال ريس انجينر غلام حضرت عبدالرحيمزې وويل د يادې ادارې په وړانديز او د کرنې او مالدارۍ وزارت په منظورۍ د کانال رياست اړوند د مالدارۍ برخې د فارمونو د رغونې او د احاطې ديوال د جوړيدو په موخه څلور ميلونه افغانۍ ورکړل شويدي.

د نوموړي په وينا په پام کې ده چې د يادې بوديجې پرمټ به د ۲۳۵۰۰ليتره اوبوپه ظرفيت ذخيره او يوه ژوره څاه وکيندل شي.

د ده په خبره دا مهال د کانال رياست اړوند د مالدارۍ په فارمونو کې يو سل او ديرش څاروي شتون لري،چې هره ورځ يې په اوسط ډول د شيدو توليد يو سل او څلويښت ليتر ته رسيږي .

دوه سوه سیمه ییزو پولیسو ته تر مسلکي زدکړو وروسته فراغت لیکونه ورکړل شول .

په ننګرهار ولایت کې د پولیسو د روزنیز مرکز څخه تر یوې میاشتنۍ مسلکي زدکړې وروسته ۲ سوه سیمه ییز پولیسو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې نن د زمري په دریمه فراغت لیکونه ورکړل شول .

په مراسمو کی د ننګرهار امنیی قوماندان مل پاسوال زړور زاهد ، د ولایتی شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد درانی ، د ملی امنیت مرستیال برید جنرال نورستاني ، دعامی روغتیا ریس ډاکتر نجیب الله کاموال ، قومی مخور مشر حاجی حیات خان ، د جلب او جذب قوماندان سمونوال عزیز احمد میره کي ، د کوټ او رودانو ولسوالانو، د یاد روزنیز مرکز قوماندان ، استادانو او ګڼ شمېر نورو برخه درلوده .

مسؤلینو د خبرو پر مهال فارغ شوو پولیسو ته مبارکي ورکړه او خپلو مسؤلینو ته یې زیر کړل.

له یاد مرکز څخه تر دا مهاله نږدې اویا زره ملي، سیمه ییز او نور پولیس تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *