خپلې ارادې نېکې او لوړې کړئ،د پليو کولو هڅه يې وکړئ، او د خپل ژوند لپاره موخې وټاکئ،د ژوند د هر پړاو لپاره بېلابېل پلانونه جوړکړئ، او د همدې پلانونو پر مټ مخکې ولاړشئ ،ځکه په دنيا کې پرته له ارادې او حرکت هېڅ کوم کار نه کېږي بلکې د ارادې ترڅنګ عمل او حرکت ته اړتيا ده هېڅکله له  ستونزو مه ډارېږئ، ځکه ستونزې له يوه عادي شخص څخه د کار شخص جوړوي یانې د انسان روزنه کوي او د سبا ورځې د راتلونکيو  ستونزو او مشکلاتو پر وړاندې د صبر او استقامت ډاډ او غښتلتيا ځواک ورکوي همدارنګه په ورځني ژوند کې له تيارو څخه مه وېرېږئ ځکه تروږمۍستوري رڼوي اوتاسې هريو  د خپل ځان پېژندلو په صورت کې يو ستوری ياست.

د تودوخې او ګرمۍ له دوپ نه هم مه وېرېږئ ځکه دا د باران د اورېدو نښه وي او د باران له اورېدو ځکه مه وېرېږئ چې  دا د هوا د صفا کېدو نښه وي پر وچو دښتو او بېدياوو شنه لمن خوروي ،ونو او بوټو ته اوبه ورکوي او د ابادۍ د راتلو پيلامه او زېری وی، بس مټې راونغاړئ او د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره خپله وروستۍ هڅه وکړئ، که يوځل مات شوئ نو په سادګۍ سره ماته مه منئ،بيا هڅه وکړئ،که بيا پرېوتئ نو بيا د پورته کېدو په هڅه کې شئ،ځکه دا مو د پياوړتيا په معنا ده.

)هندي ناول ليکونکی(رابندرنات ټاګور د عزم او هوډ يوه ډېره ښکلې بېلګه وړندې کوي هغه وايي، د ماښام وخت و،  لمر پرېوته اود پرېوتو پر مهال يې داخبره وکړه :داسې څوک شته چې زما ځای ناستی شي.

 له يوې کوډلې څخه يوې بليدونکې تتې ډيوې  ور غږ کړ چې هو زه به هڅه وکړم، هماغه و  چې د لمر له پرېوتو وروسته هماغې وړوکې ډيوې د کور انګړ روښانه کړ.

مطلب دا چې هرڅوک بايد د خپل وس په اندازه هڅه وکړي او پايله يې الله جل جلاله ته وسپاري، ځکه د ټولو کارونو پايله له الله جل جلاله سره وي، ستونزې د تل لپاره نه وي بلکې ستونزې انسان الله جل جلاله ته نږدې کوي نو پر الله توکل وکړئ او وېره او ډرا له زړه څخه وباسئ هوډ مو پياوړی کړئ هره ورځ نوی ګام پورته کړئ لکه څنګه چې د کائناتو سردار حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم فرمايي:

هلاک شول هغه کسان چې د دوی ورځې د کار له پلوه یو شان وي، یعنې نن يې تر پرونه ښه نه وي نو تاسې بايد ورځ په ورځ ښه لوري ته د تلو هڅه وکړئ، تر څو دنیا او اخرت کې پرې پښېمانه نشئ، که داسې وکړئ نو لرې نده چې ډېر ژر به د بريا او راحت منزل ته ورسېږئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *