تاند- د جرمني د باویریا څارنوال وايي، د مونشن د جمعې د ورځې د پېښې په تړاو نیول شوي ۱۶ کلن افغان د وټس اپ په وسیله له حمله کوونکي سره خبرې کړې وې.

دغه ۱۶ کلن افغان پرون /یکشنبه/ په دې شک ونیول شو چې ممکن د مونشن د جمعې د ورځې له حمله کوونکي سره په جرم کې شریک وي.

د جمعې په ورځ (جولای۲۲) د علي سنبلي په نوم یوه ایراني د مونش په لوی سوداګري مرکز یا شاپنګ مال کې ۹ تنه په ډزو ووژل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د باویریا ایالتي څارنوال توماس کوخ په مونشن کې یوې خبري غونډې ته وویل«دا تماس (د وټس اپ) او د مشکوک افغان څرګندونې ښيي چې ده په هغه ځای کې چې وروسته جنایت پکې وشو، له حمله کوونکي سره مخامخ لیدلي و.»

څارنوال همداراز وویل، د وټس اپ له خبرو دا هم څرګندېږي چې دغه افغان پوهېده چې حمله کوونکي ایراني علي سنبلي وسله (ګلاک ۱۷) لرله.

ده زیاته کړه، دواړو ځوانانو تېر دوبی د درملنې په مهال له یو بل سره پېژندلي ول.

په لوېدیځو هیوادونو کې دا جرم ګڼل کېږي چې څوک د بل چا د جرم له ترسره کېدو خبر وي او پولیسو ته خبر ورنه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *