چک ولسوالي

محمد یعقوب واحدي

د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ ملکې رغتون چې د یوي آلمانی میرمنې لخوا دصحي خدمتونو په موخه د جرمني په مالې لګښت جوړشوی، د سیمې وګړو ته صحې خدمات وړاندي کوي. دغه روغتون ته پر چک ولسوالۍ سربیره د دایمراد ولسوالۍ څخه هم زیات شمیر ناروغان ددرملنې لپاره راوړل کیږي، په تیرو کلونوکې  په یاد روغتون کې ښه مسلکې او په کارپوه ډاکتران ول اوس مهال نه هغه دپخوا په شان  ډاکتران شته او نه هم دناروغانو هسې درملنه کیږي.

درغتون مشر ډاکتر هم ډیری وخت په روغتون کې نه وي په  لسو ورځو کې یو ځل رغتون ته راځې دوه ورځې وروسته بیا شتون نلري، ددې تر څنګ د داخله څانګې ډاکتران یې هم په مسلکې لحاظ نه ډاکټران دي او نه له طبابت سره تړلي کسان، بس ناروغان چې کله دوی ته مراجعه کوي دناروغۍ دتشخیص پرته ورته د زیاتو پیسو درمل لیکي او وروسته ورته دا لارښونه کوي ، چې یاد درمل به دروغتون څخه دباندې په بازار کې دپلانې درملتون څخه واخلي په دې ډول دشخصي درملتونو څخه خپله  فیصدې اخلې، دروغتون په درملتون کې هم دپخوا په شان درمل نشته که شته هم دبازار د درملتون څخه یې  په لوړ قیمت په ناروغانو پلوري.

 د یاد روغتون څخه یو ناروغ لرونکې دخپل ناروغ  په اړه ویل پنځلس  کیلو متره واټن په وهلو مې ناروغ دغه روغتون ورسوؤ د سهار اوه بجې وي ناروغ  مې په ستونزمن حالت کې ؤ د ډاکتر پوښته مې له چوکېداره وکړه هغه ویل زه یې راولم ته انتظار شه د یو ساعت په تیریدو یې راپیدا کړوډاکترته مې خپل ناروغ وښود هغه را ته په غوسه کې وویل نور د تاسو ناروغانو نه هم تنګ شوي یو، ناروغ یې له کتو وروسته یې په لاس راکړ چې بل چیرته یې درملنه وکړه. دری کاله کیږي چې د امنیتي ستونزو له کبله دغه آلمانۍ میرمنه روغتون ته دڅارني  لپاره نشي راتلای، ددې تر څنګ دعامې روغتیا وزارت هم دیاد روغتون څخه نظارت نه کوي

دعامې روغتیا له وزارت او دورګو ولایت دعامې روغتیا له ریاست څخه دسیمې دخلکو غوښتنه ده چې په یاد روغتون باندي جدې توګه څارنه  وکړي  اویا دهم دسویډن کمیټې ته یاد رغتون  وسپاري تر څو په دغه روغتون کې ناروغانو ته  سم صحې خدمات وړاندي شي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *