لومړۍ برخه –
تؤمنون بالله و رسوله و تجاهدون فی سبیل الله باموالکم و انفسکم ذلکم خیر لکم ان کنتم تعلمون ط له دې قراني ايت څخه انکار کفر دی خو د دې ايت شريف درناوی کول. هغه مقاصد او مرامونه پېژندل چې جهاد يې فرض ګرځولی دی؛ پېژندل خورا مهم دي او بل د اسلام د سپيڅلي دين نور احکام پېژندل او په ضمن کې يې د جهاد موضوع څېړل او پرې پوهېدل، د هر مسلمان وظيفه ده خو که جنګ د دې لپاره وي، چې يو څوک د چا ناموس ته په بد نظر وګوري، د چا د غنمو حاصلاتو ته يې سترګې پټې وي او يا د کوم ښکلي هلک مينه يې په زړه کې وي، دا جهاد نه دی. دې جنګ ته د جهاد نوم ورکول، زه کفر ګڼم ځکه چې روا ته ناروا ويل او بيا تاکيد پرې کول، دا ښکاره کفر دی.
جهاد يو اسلامي امر دی، يوه سپېڅلې لاره ده او يو داسې عمل دی، چې الله ج پرې ټينګار کړی، چې مسلمانان بايد د (في سبيل الله ) لپاره فکري، جسمي او مالي مبارزه وکړي او همدا مبارزه د جهاد په نوم ده، چې مسلمانان يې د اخروي او دنيوي ژوند د نيکمرغيو لپاره کوي.
اخروي ژوند خو هسې ښکاره خبره ده، چې د جنتونو ژوند دی. د ګناهونو او دوستانو بښل دي او زرګونه نورې اخروي ښېګڼې پورې غوټه دي. دنيوي ژوند يوازې که حريت وکتل شي نو دا لويه ګټه ده خو دا چې موږ جهاد څنګه کوو، څنګه يې تعبيروو؟؟!! او دې ته ورته زرګونه پوښتنې زموږ د دين له غوښتنو او اوامرو سره په ټکر کې دي.
موږ د يو مسلمان شهيدانول هم ثواب ګڼو، د ملي اردو هغه سرتېري چې روژه په خوله، لمونځ پځه وخته کوي، ذکات ورکوي، کورنۍ يې مسلمانه ده او د يو مسلمان هيواد ساتنه کوي؛ موږ يې د شهيدانولو چاره د جنت ګټل ګڼو، حال دا چې دا سپېره کفر دی.
زه د اوسنيو مجاهدينو(وسله والو طالبانو او داعشيانو) په باره کې يوازې د همدې حديث شريف متن را نقلوم، چې دوی تر کومه حده ورسره مخالف عمل ترسره کوي او کوم زوی د مور او پلار په خوښه جبهې ته تللی؟
حب الاعمال الی الله الصلوة لوقتها ثم بر الوالدین ثم الجهاد فی سبیل الله. الله ج ته غوره عمال په خپل وخت د لمونځ ادا کول، بيا د مور او پلار درناوی او بيا د الله په لاره کې جهاد کول دي خو زموږ د وسله والو طالبانو کوم يو کس د کورنۍ او په ځانګړي ډول د مور او پلار په خوښه جنګ ته تللی دی او کوم يوه ته يې مور او پلار ښېرې نه کوي؟!
زه له اوسنيو (مجاهدينو) دا پوښتنه لرم، چې تاسې د مور او پلار حقوق نه پېژنئ، د نور ملت حقوق به څه وپېژنئ؟! زه دلته يوازې د يوې ولسوالۍ د فاجعو برسېرنه يادونه کوم، چې يوازې دوه کيسې د اوسني تش په نوم طالبي جنګ رد وايي.
په افغانستان کې اوسنۍ جګړه طالبانو د (دفاعي جهاد) په نوم پيل کړې. دوی دا فکر او عقيده لري، چې په افغانستان يرغل شوی او د دې يرغل په مقابل کې بايد وسله وال پاڅون وشي خو تر اوسه پورې هيڅ داسې عقلي او نقلي دليل نشته، چې دوی دا جګړه جهاد ثابت کړي.
موږ ځکه وسله وال نه ملامتوو، چې د دوی په دې جګړه کې مادي ګټې تر هر څه لوړې دي. عيشونه يې هم جنتي دي. دوی د خلکو په ناموسونو تېری کوي خو څوک يې پوښتنه نه شي کولای، اقلا څوک يې په وړاندې يوه خبره هم نه شي کولای.
د بې عزتيو او ناموس لوټنې هغه کيسې چې په جنګي سيمو کې د وسله والو طالبانو په رول جوړې شوې دي، تاريخي درسونه دي خو دا چې د ولس سپکاوی ورسره غوټه دی نو هيڅوک هم نه غواړي، چې دا فاجعې په بشپړه مانا افشا کړي.
زه د زرمت يو داسې طالب العلم يم، چې د دې ولسوالۍ له ډېرو کليو مې وچه ډوډۍ راټوله کړې ده، ما يې نمک خوړلی او اوس راته ځان نمک حرام ښکاري ځکه يو وخت د وسله والو په ليکو کې وم او زما د ليکې ملګرو به اوس د دې شريفو خلکو مېرمنو ته په سپک نظر کتلي وي نو زه هم تر يو حده نمک حرام يم.
يو وخت مو د ايمني خېلو په مدرسه کې درس وايه، چې مازديګر يو کلي ته لاړو، موږ ته به چا چړيان، چا چڼيان ويل خو دې نوم به هم خوند کاوه. يوې مور وچه ډوډۍ راويسته، زوی يې منډې پسې وهلې، چې ادې ما ته يې راکړه، مور ورته وويل، دا د مدرسې طالبان مې هم زامن دي نو هغه ورځ اوس هم ما ته يادېږي او دې طالبانو ورسره څه ظلمونه وکړل؟!
د قاري شمس د خولې خبره ده، چې د زرمت په ولسوالۍ کې د طالبانو تر ټولو غښتلی قومندان دی. په يو مجلس کې د طالبانو نور مشران هم ناست وو او زه هم په دې مجلس کې ناست وم خو دا ټول مشران د نورو سيمو اوسېدونکي وو، يوازې زه د زرمت اوسېدونکی وم. قاري شمس چې له ما سره کمه بلدتيا لرله نو د يو بحث په اوږدو کې يې وويل، چې زرمت د شوکو، غلاوو او زناوو په مرکز بدل شوی دی. هر څوک په ازاد ډول کولای شي، چې په دې ولسوالي کې هر څه وکړي.
موږ په خپله سيمه کې هيڅ هم نه شو کولای خو په زرمت کې له خلکو په زور ذکات اخلو، د خيرات په نوم پيسې ترې اخلو، ځوانان ترې په زور جبهو ته بيايو که په کومه ښځه کوم طالب جنسي تېری وکړي او يا يې خوښه وي د واده زړه ورته ښه کړي نو هيڅوک يې په مقابل کې نه شي ودرېدلای…. داسې ډېرې کيسې يې وکړې او بالاخره يې د زرمت ولسوالي د اوسېدونکو په صفت خپلې خبرې پای ته ورسولې.
يو ځل د مموزيو د مدرسې له مهتمم ملا نظر سره ناست وم، چې د زرمت د اوسني ولسوال کفتان اخلاص صفت يې وکړ، ما ورته وويل، چې ملا صاحب هغه د اجير حکومت ولسوال دی نو ځواب يې دا و، چې له مجاهدينو سره ډېره همکاري لري نو ما له ځان سره فکر وکړ، چې دا حکومت او وسله وال په شريکه د خلکو وينې زبېښي او دا ما ځکه ومنله، چې د څو بريدونو تور په همدې ولسوال پورې دی او بل دا چې په خپل شخصي موټر کې زرمت ته يوازې او بې له ساتونکو تګ راتګ کوي.
د غنمو حاصلات يو ځل بيا د راټولېدو په حال کې دي، چې جنګي طالبانو لا وار د مخه خلکو ته د ذکات امر کړی او دوی ته بايد خپله حصه ورکړل شي. موږ وايو، چې يو دليل خو دې راوړل شي، چې له خلکو په زور ډوډۍ خوړل، ذکات ترې اخيستل او يا بل څه ترې اخيستل د کوم روايت په اساس روا دي؟!
له طالبانو به يوه بله غوښتنه هم وکړو، چې تاسې د ملت له تهديده لاس واخلئ، چې تاسو ته حقايق ووايي. ستاسو کفريات در په ډاګه کړي.