دا د هر افغان هیله او د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه ده چي د نړی له هیوادونو سره په خپلو سیاسي، اقتصادي، کلتوري او نظامي اړیکو باندې بیا کتنه وکړي څو وکولای شو نه یواځي د یوه ځانګړي هیواد سره بلکي د نړی د ټولو هیوادونو سره د ورورولۍ سیاسي اړیکي ولرو.او د دې مخه ونیسو چي افغانستان د نړی او د ګاونډیو هیوادونو د لوبو میدان پاتي شي.
نن سبا موږ او تاسي ګورو چی ۹۹٪ د افغانانو اذهان د پاکستان مخالف شوي او پاکستان د دوښمن هیواد په توګه پیژني او د افغانانو خوشبیني د هندوستان هیواد په طرف زیاته شوې ده.
دا ښکاره خبره او ټولو ته معلومه ده چي د پاکستان دمنځ ته راتلو نه بیا تر نن ورځي پوري خپلي ستراتیژیکي ګټي په یو وروسته پاتي او ړنګ افغانستان کي ویني او پاکستان افغانستان د خپلي پنځمي صوبي جوړلو خوبونه ګورياو د افغانستان په کورنیو چارو کي عادتآ لاس وهوونکی هیواد او په یو نه یو ډول د افغانستان دبي ثباتی او بدبختی سبب شوی دي.
او له بله پلوه موږ ګورو هندوستان خپلي ستراتیژکي ګټي په یو ودان او پرمختللي افغانستان کي ګوري او غواړي د افغانستان سره اوږدي ستراتیژکي او د ملګرتوب اړیکي ولري. که څه هم هندوستان د پرمختګ په حال کی هیواد دي خو د افغانستان په بیا ودانولو کي يي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي او لا يي هم کوي دا ټول د څه لپاره؟ .
دا ځکه هندوستان په د پوه شوی چي افغانستان نه هضم کیدونکي مړی ده که له ستوني هم تیره شي د هضم وړ نه ده .
خو ددي برعکس پاکستان د افغانستان له مشکلاتو څخه د ننګي غوا استفاده کوي او د افغانستان له ستونزو او مشکلاتو څخه د شیدو او مستو ګټه کوي او خپله مړی يي غوړه ساتلي ده.
کیدای شي دلته تیرو نظامونو او خصوصآ د حامد کرزي حکومت ته ګوت څنډنه وشي چي په تیرو دیارلسو کالونو کي يي ونشو کړای چي په پاکستان او نور ګاونډي هیوادونه په دي پوه کړي چي د بل هیواد په کورنیو چارو کي لاس وهل او په زور د ستراتیژیکي اړیکو جوړول د عقل مانا نه لري خو ددي برعکس د حامد کرزی حکومت پاکستان بد نیتی هیواد ته د ورور خطاب او د وروری لاس يي اوږد کړای وه.
اصولآ هر حکومت باید په سیمه او نړی کي باقدرته دوستان ځانته پیدا او د هغوی سره باید مستقلي اړیکي ولري او په سیمه او نړی کي د هر هیواد سره سیاسي ، اقتصادي او مردمي اړیکه باید په صحیح ډول وپالل شي.
دا ځکه په تیرو وختونو کي موږ او تاسي ولیدل او هر څه مو تجربه کړل چي د افغانستان د تیر وخت نظامونو اړیکي د نړی او دسیمي له هیوادونو سره په مختلفو وختونو کي د غلط سیاست له مخي خرابي شوي او د وخت په تیریدو بیا رغول شوي چي توان يي افغانان تر ننه جبران کوي او حتا د افغانستان د ارضي تمایت خطرات يي منځ ته راوړي.
او د افغانستان د اوسني نظام او پخوانیو حکومتونو د ریورس سیاست اویا د شاتګ سیاست پلي کول دي چي د افغانستان په سیاست او راتلونکي يي بدي اغیزي کړي دا په دي مانا کله چي موږ د پاکستان سره سیاسي اړیکو کي مشکل ولرو نو بیا خپل سیاسي تعلقات له هندوستان سره غښتلي کوو او که له هندوستان سره سیاسي مشکل منځ ته راځي نو بیا خپل سیاسي روابط له پاکستان سره غښتلي کوو او له امریکا او روسيي سره هم همدا ډول او له یو ثابت او غښتلي سیاست څخه مو کار نه ده اخسستی او په لوی لاس مو افغانستان د سیاسي لوبو میدان او د نړی او سیمي هیوادنو د استخباراتو د اتصال نقطه ګرځولي.
که څه هم موږ ضعیف اقتصاد، عدم کفایت، سیاسي بي ثباتي، قدرت طلبي او نورو ستونزو سره مخ یو خو له بله پلوه د افغانستان ګاونډي او د نړی زیاتره هیوادونه په خپلو کي په ساړه جنګ لګیا دي چین د هندوستان پرمختګ نه شي زغملای او هندوستان د چین، پاکستان د ایران پرمختګ نه شي زغملای او او ایران د پاکستان او هر یو غواړي چي د سیمي باقدرته هیواد پاتي شي.
نو د افغانستان اوسني حکومت ته لازمه ده چي له موقع څخه په استفادي خپل دوست او دښمن په صحیح ډول تعریف او د قوي سیاست له مخي يي په ستراتیژیک ډول وځپي.
او باید دا هم په نظر کي وساتو چي موږ د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره په سیاسي روابطو علاوه کلتوري او مردمي اړیکي هم لرو چي زموږ هر راز سیاسي غلطي بد عواقب هم درلودالی شي نو ددي لپاره زموږ د سیاسي پریکړو ټول اړخونه باید په صحیح ډول وڅیړل شي.
او د افغانستان اوسنی نظام او هر راتلونکی نظام باید داسي سیاسي شعور ولري چي څه ډول د خپلو ګاونډیو اود نړی د هیوادونولپاره خپله قوي بهرنی پالیسي اماده او په دي باید هم پوه شي چی هر قسم سیاسي، کلتوري، اقتصادي اړیکه پري کول بد عواقب درلودالی شي.
او همداشان د افغانستان اوسني نظام ته لازمه ده چي خپل دوست او دښمن په صحیح ډول تعریف او د دوی په وړاندي ثابت سیاست په خپل محور وڅرخوي.
او هر هغه د سیمی او یا د نړی هیواد چي د افغانستان او یا د نړی امنیت ته ګواښ پیدا کوي باید د کامیاب او ثابت سیاست له مخي له نړیوالي انزوا سره مخ کړي.