امریکايي پوځیان

تاند- د ناټو یو پخوانی قومندان وايي ناټو باید له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پنځلس زره پوځیان پرېږدي او په دې اړه خپله پرېکړه ژر اعلان کړي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې په اروپا کې د ناټو پخواني قومندان اډمیرل جېمز ستاوردیس وویل: له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د وتلو په اړه د طالبانو له تبلیغاتو سره د مقابلې لپاره امریکا او متحد هیوادونه یې باید سمدستي د هغو ځواکونو شمېر اعلان کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته یې په افغاسنتان کې پرېږدي.

جنرال ستاوردیس په یوه لیکنه کې، چې په فارن پالیسي خپرونه کې چاپ شوې ده، ویلي چې د ده په نظر امریکا باید نهه زره او د ناټو نور غړي شاوخوا شپږ زره سرتېري په افغانستان کې پرېږدي چې ټولټال ۱۵ زره کېږي او دا ځواکونه افغان امنیتي ځواکونو ته رزونه، زده کړه او مشورې ورکړي.

ده په افغانستان کې د پاتې کېدونکو پوځیانو د شمېر په اړه په پرېکړه کې پر ځنډ نیوکه وکړه، او د دغو ځواکونو د شمېر د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتونکی شو.

امریکايی چارواکو په ځلونو ویلي چې د شپږ او ۱۲ زرو ترمنځ پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي. د ناټو نورو غړیو هم ویلي چې حاضر دي په افغانستان کې محدود شمېر روزونکي پرېږدي.

خو د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیکېدا ته د ځواکونو د شمېر مسله ځنډېدلې ده.

د ناټو نورو غړیو ویلي، که افغانستان او امریکا موافقې ته ونه رسېږي دوی هم په افغانستان کې پوځیان نه پرېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *