علي محمد نظري ـ ښرنه


د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د قابلګۍ په روزنیز مرکز کې  ۲۳ نجونو ته له دوو کلونو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ورکړل شول.

د دوشنبې په ورځ د عامي روغتیا رئیس ډاکتر ولي ګل یادو مراسمو ته وویل د قابلګي پروګرام په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شو چې د پکتیکا د بیلابیلو ولسوالیو څخه ورته ۲۶ نجوني جذب شوي، چې درېیو تنو یې د ځینو کلتورې ستونزو له امله زده کړې پرېښودې.
د پکتیکا لپاره د قابلګي پروګرام مسئولي ډاکتر زهرا  وویل، د قابلګي پروګرام د نړیوال بانک له خوا تمویلېږي چې فارغ شویو قابلو د دوو کالو په اوږدو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې.

دې زیاته کړه چې د پروګرام د اصولو سره سم به یادې قابلې د پکتیکا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د درېیو کالو لپاره خدمت کوي.
د ولایتي شورا غړي مبین فقیرزاده ددې قابلو په فراغت خوښې وښوده  او  د پکتیکا په خلکو غږ وکړ چې د خپلو زامنو تر څنګ په لوڼو هم زده کړې وکړي تر څو ددې شته ناخوالو څخه خلاص شو.
د ښځو چارو رئیسې  بي بي حوا خوشېوال وویل په پکتیکا ولایت کې د ښځینه ډاکترانو نه شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړې.

 خوشیوال دغه راز  جبري ودونو او په کم عمر کې د نجونو ورکړي د مور او ماشوم د مړیني عمده عاملونه یاد کړل.
د مرکز ښرني د ملکي روغتون د روغتیايي کمیټې مشر حاجي سیدالله د یادو قابلو په فراغت د خوښي ترڅنګ غوښتنه وکړه چې د مرکز ښرني او ولسوالیو روغتیایې مرکزونه دې ارتقا وکړي او د ښځینه ډاکترانو د استخدام په برخه کې دي ولایتي اداره پاملرنه ډېره کړي.
د فارغ شویو قابلو په استازېتوب زرمینې خبرې وکړي وې ویل  : (( موږ په دوو کلونو کې مسلکي زده کړي تر لاسه کړې ژمنه کوو چې د روغتیا په برخه کې به د خپلو خلکو په پوره ریښتیولۍ سره خدمت کوو.))
 د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت  خوښي وښوده  چې د ماموریت په لومړیو ورځو کې د پکتیکا د پرمختګ په پروګرامونو کې ګډون کوي.  
وحدت وویل که څه هم ددې قابلو په فراغت سره به د پکتیکا د ښځینه ناروغانو ستونزې تر یوه برېده حل شي خو دا فراغت بسنه نه کوي، پکتیکا د روغتیا په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر وروسته پاتي دی.

 وحدت د پکتیکا په ولسونو غږ وکړ چې په خپلو لورګانو زده کړي وکړي تر څو هغوی ډاکتراني او ښوونکي شي چې ددې دردیدلي ټولني ټپونو ته ملهم شي.
ده وویل د ښځینه ډاکترانو او قابلو د هڅو او په رڼو سترګو د شپو تیرولو هڅه وه چې نن د مور او ماشوم د مړینې کچه را ټېټه شوې ده.
ښاغلي وحدت وویل ولایتي اداره هڅه کوي چې فارغو قابلو ته د ظرفیت لوړوني په برخه کې نور ترینینګونه هم دایر کړي.
ورسته فارغو قابلو د عامي روغتیا وزارت د قانون سره سم سوګند یاد کړ او وې ویل چې د روغتیا د کارکوونکو په توګه به پرته له هر ډول تعصوبونو ناروغانو ته یو ډول خدمات وړاندې کوو او د ژوند تر ورستیو شېبو پورې به د خپل ولس په پوره صداقت سره خدمت کوو.
دا په داسي حال کې ده چې په پکتیکا کې د ښځینه متخصیصو ډاکټرانو نه شتون د روغتیا برخې لویه او اساسي ستونزه ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *