شری یا ډډ غومبوری (MUMPS) یوه ویروسي انتاني ناروغي ده چې د لاړو د غدو(parotidغدو) التهاب رامنځ ته کوي او د تنفسي قطراتو له لارې خپرېږي. عموماً ماشومان اخته کوي اما د هر عمر کسان اخته کولای شي.
کلینیکې لوحه

د پروټیډ غدو دردناکه غټېدل چې عموماً دوه طرفه وي، خفیفه درجه تبه او کسالت یې علامې دي.
اختلاطات:
په نارینه وو کې د خصیو د التهاب سبب ګرځېدای شي چې یو طرفه یا دوه طرفه وي. په ښځو کې د تخمدانونو د التهاب سبب هم ګرځېدای شي. په ۳۰٪ پېښو کې د مننجایټس سبب ګرځې چې د لوړې درجې تبې، سردردۍ، بې حالۍ او د غاړې له شخۍ سره ملګرې وي. کله نا کله د پانکراس د التهاب سبب هم ګرځي. بعضۍ نور نادر او کم لیدل کېدونکي اختلاطات هم لري.
درملنه
ناروغ باید له نورو څخه جلا او بیل شي، درملنه يې عرضي ده، بته ، درد او دوهمي انتان دي کنترول شئ. د اختلاطاتو په صورت کې خاصه او منظمه درملنه غواړي ؛ ځکه اختلاطات یې خطرناک دي او خطرناکې پایلې لري.
مننه!
ډاکتر احمدمجیب احمدي
د عمومي جراحي متخصص
ښاغلی ډاکتر صیب،
شری خو سرخکانو ته وايي تاسې د ډډغمبوري لپاره کارولی یا دواړه یوه ناروغي ده؟؟