ژباړن: ډاکتر محب زغم –
۲. د دین تجدید او نوی شعور
د ځینو مسلمانو صاحب نظرانو، په تېره بیا د دیني احیاګرانو په باور، هغه بدلونونه چې له نوې نړۍ سره له مخامخېدو وروسته، د مسلمانانو په تاریخ کې رامنځته شوي او د دیني هویت بیا لاسته راوړل یې موخه ده، د هغه بهیر دوام دی چې «د دین تجدید» بلل کېږي. د هغې وړاندوینې پر اساس چې د ابوداوود له خولې په روایت شوي حدیث (1) کې راغلې ده او وايي چې په هرو سلو کلونو کې به یو کس د دین د نوي کولو لپاره راځي، د اسلام د تاریخ له هماغه لومړۍ پېړۍ څخه تر ننه پورې د دیني مجددانو او احیاګرانو لړۍ غځېدلې ده. وروستي بدلونونه هم په تېره بیا هغه چې د دیني جماعتونو او غورځنګونو په جوړښتونو کې راڅرګند شوي دي، د همدې اوږدې لړۍ بله کړۍ ده(2).
دا خلک غواړي وښيي چې په هره پېړۍ کې یو چا د دین د تجدید بیرغ پر اوږه وړی دی او د هغه هڅې په مسلمانانو کې د دینې روحیې د راویښېدو سبب شوې دي. عمر بن عبدالعزیز، امام غزالي او ابن تیمیه هغه درې شخصیتونه دي چې په دې برخه کې تر هرچا زیات مطرح شوي او د دیني مجددانو په حیث پېژندل شوي دي. د ځینو نورو په اړه چې د مجدد صفت ورکړل شوی، منقاشې او د نظر اختلافونه زیات ديه.
خو پر دې نظریې نیوکې هم شوې دي. یوه څرګنده ستونزه دا ده چې دا قضیه د حدیث له متن سره تاریخي سمون نه لري ځکه هلته ویل شوي چې د هرې پېړۍ په پیل کې (رأس کل مائة سنة) به یو کس یا څو کسان راپیدا کېږي، حال دا چې ډېر کم داسې شوي دي چې د دغو یادو کسانو کوم یو دې د پېړۍ په سر کې نړۍ ته راغلی وي یا دې په همدې تاریخ خپل فعالیت پيل کړی وي. سربېره پر دې، دا نه ده معلومه چې د پېړۍ له پیل څخه منظور د کوم تقویم او د کومې تاریخي مبدأ پر اساس دی. دا په دې چې د نبي کریم (ص) د حیات په زمانه کې لا هجري تاریخ نه و دود شوی او دا د خلفای راشدین په دوره کې ومنل شوه چې د تاریخ مبدأ دې هجرت وي.
بله ستونزه دا ده چې د تجدید د نظریې پلویان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د پېړیو له شمېر سره برابر مجدد کسان راوپېژني. مانا دا چې تر اوسه چې د اسلام له تاریخه څوارلس پېړۍ تېرې شوې دي، لږ تر لږه باید دیارلس مجدد پیدا شوي وای خو ظاهراً په تاریخي لحاظ داسې څرګنده نښه یې نه لیدل کېږي. په همدې وجه د دې نظریې پلویان مجبوره شوي دي چې یا خو موضوع همداسې غلې وساتي او یا په وچ زور یو څوک راپیدا او د مجدد په نوم یې رامعرفي کړي، بې له دې د هغه د مجددوالي لپاره کومه قرینه ومومي.
که د هغو کسانو نومونه چې ځینو صاحب نظرانو د مجددانو په حیث معرفي کړي دي، یو په یو په پام کې ونیسو، لا زیاتې پوښتنې راولاړېږي ځکه چې د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې نه تکړه عالمان وو او نه یې کومه ځلانده سیاسي – ټولنیزه کارنامه درلوده. نو دوی به څنګه د یوې پېړۍ مجدد وبولو. مثلاً د هغو کسانو تر څنګ چې په نظري یا عملي ډګرونو کې یې نسبتي اهمیت درلود لکه ابوالحسن اشعري، ابوبکر باقلاني، عز بن عبد السلام، سید احمد سرهندي، داسې کسان هم شته چې سړی نه پوهېږي ولې مجدد بلل شوي دي لکه خیرالدین رملي، عبدالله بن علوي الحداد، مرتضی زبیدي، عثمان دان فودیو، احمدرضا خان بریلوي، او د ابن سعود د کورنۍ موسس ملک عبدالعزیز.
همدا ده چې ځینو عالمانو د دغه روایت، چې په آحاد اخبارو کې حساب دی او قطعیت نه لري، پر ظاهري سموالي شک وکړي او ووایي دا جعلي روایت دی چې د کورنیو جنګونو او اختلافانو «ملاحم و فتن» تر زیاتېدو وروسته جوړ شوی چې په هغه توره تروږمۍ کې د هیلې او امید یوه سپرغۍ جوړه کړي. (3)
د دې روایت تر سند او متن ورهاخوا، دې خبرې ته هم د سړي پام وراوړي چې ولې یوازې زموږ په زمانه کې ځینې خاص لیکوال او متفکران پر دې روایت ټینګار کوي، حال دا چې د اسلام په ټول تاریخ کې هېر شوی او یا څنډې ته پورې وهل شوی و. ایا دا زموږ د زمانې د کوم خاص کړکېچ په خاطر دی او کولای شي چې د هیلې دریڅه پرانیزي؟ یا په دې وجه چې زموږ د پېر دیني جماعتونه د خپل مشروعیت لپاره دیني سند او روایت ته اړتیا لري؟ داسې برېښي چې بنسټپال مسلمانان په دې خبرې پسې تر نورو ډلو زیات ګرځي او د داسې نسب نامې لرلو ته زیاته تلوسه لري. دوی ګڼ شمېر نور روایتونه چې د محدثینو په نظر د همدې روایت په اندازه موثق او باوري دي او د راتلونکو مصیبتونو او ګډوډیو خبر ورکوي، له پامه غورځوي یا یو مخ ورباندې سترګې پټوي او یوازې د تجدید روایت دومره زیات جدي ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې په پخوانیو پېړیو کې د آخرالزمان د مصیبتونو او فنتو په اړه حدیثونو ته د ډېرو سترګې اوښتې او په دې اړه زیات شمېر صحیح او ضعیف روایتونه په کتابونو او رسالو کې تدوین شوي وو.
خو که د دې ډلو فکري منظومې ته وګورو او پوه شو چې له کومو مفکورو رغېدلې ده، راڅرګنده به شي چې دوی د هغو نیکونو چندانې خپل نه راخېږي چې د نسب دعوا یې لري، خو بیا هم دوی ځانونه د هغوی وارثان بولي او له خپلې اړتیا سره سم یې د هغوی ځینې مفکورې خپلې فکرې منظومې ته ورجذب کړې دي.
زموږ د پېر د بنسټپالو دیني جماعتونو د فکري منظومې او د پخوانو د فکري منظومو ترمنځ تر ټولو مهم توپیر «بل محوریت» دی.
که د پخوانو متفکرانو اثار وګورو هغه که د صوفیانو، سلفیانو، متکلمانو، فقیهانو او یا د نورو اثار وي، وبه وینو چې د اسلام د تاریخ په منځنیو پېړیو کې د مسلمانانو په جمعي شعور کې «بل» په تمدني لحاظ نشته او د خپل او بل ترمنځ پوله معمولاً د دین په دننه کې د فرقه يي توپیرونو او تقابل پر اساس ایستل شوې وه. د سني – شیعي تقابل، د صوفي – سلفي تقابل، د اسماعیلي – غیراسماعیلي تقابل، د اباضي – سني تقابل، او د نورو ډلو تر منځ تقابل د ډلبندیو محور وو او د نورو دینونو پیروان چې د دویمې درجې اتباع او اهل ذمه ګڼل کېدل، په تمدني رقیبانو کې نه وو حساب، ځکه خو د دعوې مقابل لوری نه شمېرل کېدل.
په راوروسته پېړیو کې، په تېره بیا تر ابن خلدون وروسته، دغه مسأله لا وړو او تنګو کړیو ته راټیټه شوه او دومره سیمه ییزه بڼه یې خپله کړه چې نور نو په لیکنو او فکري محصلاتو کې د یوه واحد امت د هویت څرک نه لګېده. په دې دوره کې ټولې اندېښنې، ستونزې، ننګونې، او حللارې سیمه ییزې بڼې لري. د مسلمانانو جمعي شعور په افقي او عمودي برخو کې سره پاشل شوی و. په افقي برخه کې د اسلامي نړۍ ډېرې برخې د نورو برخو په اړه هېڅ نه وې خبرې چې هلته څه پېښېږي، دا خو لا پرېږده چې د غیرمسلمانو سیمو او ملکونو په اړه دې معلومات ولري. په عمودي برخه کې د پېښو له خط سیر او له تېر سره اړیکي د له منځه تلو په حال کې وو. دغه له تاریخه لرې والی لا اوس هم د مسلمانو ټولنو په ځینو قشرونو کې هماغسې دوام لري.
طبیعي خبره ده چې په داسې حال کې د تمدني بل (غرب) په اړه هېڅ معلومات نشته او د اوضاع او شرایطو په تحلیل کې له نړۍ د خبرتیا په نامه هېڅ شی نه لیدل کېده. که د دې څو پېړیو نامتو او نامي کسانو ته ځیر شو، هېڅ یو یې له نړۍ او تاریخه خبر نه دي. که د وخت لوی شاعران لکه جامي، صائب، او بېدل وګورو، که د فلسفې او کلام عالمان لکه ملا صدرا او شاه ولي الله ته ځیر شو، او که د حدیث او تفسیر صاحب نظران لکه سیوطي او شوکاني مطالعه کړو، دا ټول په افقي او عمودي برخو کې د معلوماتو او خبرتیا له څرګند نقص سره مخ دي او د دوی پر شعور د سیمه ییزو مفکورو غلبه له وریا څرګندېږي. د دې عالمانو منظوم او لیکلي اثار، سره له دې چې په هماغه پېر کې یې خپل اهمیت لاره، خو که د وخت د دود شویو علومو شرحې او تفسیر ورنه وباسو، یوازې له سیمه ییزو ناخوالو شکایتونه به په کې پاتې شي. دغه شکایتونه که د اخلاقو په اړه دي، که د سیاست او ټولنې په اړه او که د علم په اړه، ټول سیمه ییزه بڼه لري او هغه حللارې چې ورته بیان شوې دي هم په همدې کچه کې دي.
د دې دورې د هېڅ یوه متفکر په اثارو کې د مسلمانانو تمدني هویت ته اشاره نه ده شوې، په نړۍ کې د مسلمانانو ځای ځایګی نه دی څېړل شوی، د نورو ملتونو او تمدنونو خبره نه ده شوې، او د مسلمانانو وضعیت د نورو ملتونو سره په مقایسه کې نه دی څېړل شوی. مانا دا چې نه دا خبره په کې شوې ده چې نور ملتونه کوم ځای ته رسېدلي دي او موږ لا چېرته یو او نه پر دې باندې بحث شوی دی چې موږ پخوا کومه لاره وهلې ده او نن چېرته رسېدلي یو. دا د جمعي شعور هماغه زړی دی چې معمولاً د هر فرهنګ او تمدن د مخکښانو په مفکورو کې ځان څرګندولای شي خو د دې څو پېړیو د مسلمانانو له جمعي شعوره پاک شوی دی.
اوس، کله چې اوسني پېر ته رسېږو او د دې دورې د متفکرانو اثار لولو، د پخوانو برخلاف، د فکري جماعتونو او مستقلو متفکرانو په اکثرو فکري منظومو کې محوري خبره په معاصره نړۍ کې د مسلمانانو د ځای ځایګي او د دوی په مقابل کې د «بل» د ځواکمن او احیاناً ځوروونکي حضور خبره ده. په دې دوره کې که پر هر شي خبره کېږي، په یوه شکل سره له «بل» سره تړاو لري. د اخلاقي وضعیت په هر تحلیل کې، سیاسي ټولنیز وضعیت ته په هره کتنه کې، د اقتصادي وضعیت د خرابوالي په هر شکایت کې، د تولید او صنعت په اړه په هره طرحه کې، او د علم او معرفت په اړه په هره مفکوره کې دغه «بل» لیدلای شو چې یا د مقایسې په بڼه، یا د توطیې، تقابل او مبارزې په بڼه راڅرګندېږي.
په دې وخت کې د مسلمانانو جمعي شعور په افقي ساحه کې نوې بڼه غوره کوي او پر شرق و غرب یا شمال و جنوب د نړۍ د وېشلو، یا د لومړۍ، دویمې او درېیمې نړۍ، یا د سپین او ناسپین توکم، یا د استعمارګر او استعمارکېدونکي، او یا د پرمتخللو او وروسته پاتو ملکونو خبره رامنځته کېږي او دا خبره د معاصرو اسلامي غورځنګونو د ادبیاتو یوه برخه جوړوي. په بله وینا، د «بل» حضور د مسلمانانو د دې نوي شعور په ودانۍ کې په اساسي خښتو کې حساب دی. په عمودي ډګر کې هم، په هماغه اندازه لویې هڅې کېږي چې د مسلمانانو تاریخ له لرې زمانو تر ننه پورې له سره مطالعه شي او له پیله تر اوسه پورې د پېښو مسیر وپلټل شي چې د نویو تحولاتو رابطه له پخوا سره ټینګه شي او نننی هویت په پرونیو کنډوالو کې ولټول شي.
دغه اوسنی شعور له هغه شعور سره یو مخ متفاوت دی چې په پخوانیو نسلونو او پخوانیو پېړیو کې و. ځکه خو په دې لحاظ دا چې ویل کېږي د معاصرو ډلو او جماعتونو رامنځته کېدل، د لرغونې تاریخي لړۍ ادامه ده او مثلاً معاصر اسلامي غورځنګونه د ځینو پخوانو کسانو لکه غزالي، ابن تیمیه او شاه ولي الله د هڅو ادامه ګڼل کېږي، تر جدي شک او ننګونې لاندې راځي.
دلته خبره پر دې نه ده چې د معاصرو جماعتونو او ډلو نسب چا ته رسېږي. تر دې مهمه خبره د هغه تصور سمول دي چې اوسنۍ پېښې په ایډیالوژیکه بڼه بل ځای ته ارجاع کوي او د تاریخي بدلونونو او پېښو شاوخوا ته د تقدس کړۍ راتاووي، د دې پېښو د تحلیل منطق مختلوي او د ستونزو معلومول یې سختوي. د دې ډول چلند عمده ستونزه دا ده چې د دې پر ځای چې راپېښې شوې پېښې په طبیعي علتونه او سببونه پورې وتړل شي (چې د شرعې په ژبه کې ورته د تاریخ او ټولنې په اړه الهي سنتونه (4) ویل کېږي او د ملتونو د عروج او نزول سبب ګڼل کېږي)، دا پېښې په مرموزو سببونو او علتونو پورې تړي. دوی پېښو ته ماورأ الطبیعي څرمن وراغوندي چې د نقد او علمي تحلیل لاس ورنه لنډ شي.
د دې بحث د مطرح کولو موخه دا ده چې دا وسپړو چې څرنګه د مسلمانانو په منځ کې دغه نوی شعور رامنځته شو او دغه شعور په معاصرو بدلونونو کې څه نقش لري. دا سمه ده چې بدلونونو ته په لوري ورکولو کې سره پېیلو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي عواملو اغېزناک نقش لرلای دی خو د جمعي شعور او په تېره بیا د پرګنو د سرلارو جمعي شعور عمده نقش لري. د دې شعور مطالعه او د تار و تنستې سپړل یې راسره مرسته کوي چې ځینې غوټې ومومو او د ځینو کمیو راز پیدا کړو.
څرنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د مسلمانانو د تاریخ په دې دوره کې تر ټولو مهمه ځانګړنه همدا د «بل» په اړه شعور دی چې له پخوانیو دورو یې رابېلوي. څرنګه چې ځینو متفکرانو ښودلي دي، زموږ د هویت پوله په هماغه ځای کې رسمېږي چې د «بل» د هویت پوله پیلېږي. موږ د «بل» په نه شتون کې لکه بې شکله ساحه یو او یوازې هله زموږ د هویت بڼه راڅرګندېږي چې د «بل» حضور مطرح کېږي. دا خبره هم د فردي هویت په اړه سمه ده او هم د ډله ییز، ټولنیز، ملي او تمدني هویت په اړه. د «بل» په نه شتون کې «زه» خپله مانا بایلي. لکه سیالۍ چې کله سیال دې نه وي، سیالي پخپله ختمېږي. د پل ریکور په وینا، «زه او ته دوه همژواکه او همزولي دي چې د یوه نه به غیر بل کومه مانا نه لري.»
نو ویلای شو چې دې وخت کې د مسلمانانو د شعور په برخه کې لوی او دروند بدلون راځي ځکه چې تر پېړیو پېړیو وروسته د لومړي ځل لپاره «بل» په دې شعور کې ورننوځي او وار پار یې ورخطا کوي. دې وخت کې دغه «بل» په دومره قوت ځان راتپلی و چې د انکار او نه منلو هېڅ لاره یې نه وه او مجبور وو هغه په رسمیت وپېژنو. البته چې د اسلام د تکوین او رامنځته کېدو په پیل کې، د قران مجید د نزول په زمانه کې، د «بل» حضور هغه هم د ژوندي او خوځنده دیالوګ په چوکاټ کې او کله کله په سخت او مهم تقابل کې، څرګند و خو دا بهیر د امپراتورۍ په دوره کې کرار کرار له منځه لاړ. څرنګه چې وویل شول، په اوسنۍ زمانه کې د «بل» حضور رامنځته شو او جمعي شعور یې له ځان سره بوخت کړ او خوځېدو ته یې اړ کړ.
د «بل» په اړه خبرېدل یوازې د یرغلګر پردي په اړه پوهېدل نه دي بلکې پر ځان خبرېدل هم دي. که چېرې موږ له دغه پردي سره نه وای مخ شوي نو ښايي چې څو نورې پېړۍ به هم په هماغه وضعیت کې پاتې وای او هېڅ بدلون به رامنځته کېده. کېدای شي د اروپا په رنسانس او تر هغه په راورسته بدلونونو کې هم پر «بل» پوهېدل به همدغسې اثرات لرلي وي. همدا به له غربي نړۍ سره مرسته کړې وي چې څه د صلیبي جنګونو له لارې او څه له عثماني یرغله د وېرې له لارې په سد شي او د خپلو کمزوریو په پېژندلو سره د ځان د رغولو فکر وکړي.
زموږ لپاره هم پر «بل» د پوهېدو لومړنۍ پایله، د خپل وضعیت درک کول وو. زموږ په محیط کې ډېر خلک ګومان کوي چې فقر، بیسوادي، کورنۍ جګړې او دې ته ورته ستونزې ټولې د استعمار په راتګ سره پیل شوې دي. خو د تاریخ کتابونه راښيي چې دغه ټولې ستونزې یا زیاتره یې د استعمار تر راتګه مخکې هم به څو وروستیو پېړیو کې چې د مسلمانانو د تمدن د راپرځېدو دوره بلل کېږي، شته وې. د استعمار راتګ یوازې د دې ستونزو له مخې پرده اوچته کړه او زموږ سترګې یې پرانیستلې. «بل» هغه هېنداره شو چې موږ خپل تصویر په کې سم ووینو. حقیقت دا دی چې له همدې شېبې مو پر اندامونو لړزه ګډه شوه او پوه شوو چې څومره کمزوري او بې وسه یو. همدا و چې په وارخطايۍ سره د دې وضعیت په عامل او مقصر پسې راووتو چې د دې ماتې پر سببونو او علتونو پوه شو.
د مسلمانانو د راپرځېدو د دلیلونو د تشخیص او دې مسألې ته په متفاوتو سترګو د کتلو په اړه به په بېل مبحث کې توضیحات ورکړل شي. دلته مهمه خبره دا ده چې پوه شو چې د مسلمانانو جمعي شعور او په تېره بیا د دوی د سرلارو جمعي شعور، د «بل» په نسبت کې رامنځته شو. د دوی په ذهنونو کې د «بل» د تصویر څرنګوالي، له دغه وضعیته د وتلو په خاطر، د دوی پر اکثرو هڅو، سلیقو، تکتیکونو، روشونو، او ستراتیژیو اغېر وکړ.
په بله وینا، اکثره هڅې او غورځنګونه چې شوي او لا هم دوام لري، د «بل» په غبرګون کې رامنځته شوي دي. دا چې غبرګون منفعلانه (passive) عمل دی او د بل په لکۍ پسې ځي، نو د کامیابۍ بخت یې هم کم وي. د پخوانیو مجددانو او احیاګرانو سره د شریک نسب د ادعا برخلاف، د دې شعور نسب نننۍ نړۍ ته رسېږي. انقلاب، رهبري، حکومت، قدرت، مخکښ، پرګنې، طبقه، پانګوالي، ټولنیز عدالت، ازادي، حقوق، انتخاب، ګوندي تعهد، ځمکتلي فعالیتونه، غوره جماعت، او دې ته ورته کلمې چې د معاصرو اسلامي جماعتونو اساسي مصطلاحات دي، د مسلمانان په پخواني سنت کې چندانې نه لیدل کېږي او دا کلمې یا خو له مارکسیستي او فاشیستي ادبیاتو اخیستل شوي دي او د لېبرال فکر له سرچینو. پر دې سربېره، د دوی مبارزاتي تکیتکونه او لارې رودې، د غړو راجذبول، د سازماندهۍ او تبلیغاتو لارې چارې او … هم به نننۍ نړۍ پورې تړاو لري. البته دا سمه ده چې د دې تشکیلاتو په سکلېټ کې له سنتي موادو او مصالحو هم استفاده شوې ده او ظاهري سینګار یې هم داسې شوی دی چې د ځینو ایتونو او حدیثونو له ظاهر سره اړخ ولګوي.
نو ویلای شو چې زموږ نننی شعور، د نوي عصر بچی دی خو داسې بچی چې له خپل پلاره یې بغاوت کړی او ورسره په جنګ اخته دی. د دې اوږدې لانجې ستونزه هم په دې کې ده چې دواړه له یو بل سره د وینې پیوند لري او پر یوه باندې د بل غلبه دومره اسانه نه ده. سره له دې چې هم د پلار وژل تاریخي ریښه لري او هم د زوی وژل، خو د دې بهیر د بدلولو لپاره لاره موندلای شو او د متقابل درک او تفاهم بنسټ اېښودلای شو. مسلمانان هم دې اړتیا لري چې خپل عصر سم وپېژني او نننۍ نړۍ هم باید دوی له سره وپېژني. خو دا کار ځینې شرطونه لري چې په نورو مبحثونو کې بیان شي. باید وګورو چې د «بل» د ذهن په هېنداره کې د دغو دوو تصویرونه څرنګه منعکس شوي دي او دا تصویرونه تر کومه بریده له واقعیت سره اړخ لګوي او د کار په کوم پړاو کې یو.
اخیستنې:
- ابوداود، السنن، عن ابی هریرة، فیما أعلم، عن رسول الله صلی الله علیه و سلم، قال: “إن الله یبعث لهذه الأمة علی رأس کل مائة سنة من یجدد لها دینها.”
- د اسلام په تاریخ کې د مجددانو د کارنامو د ارزونې لپاره ګڼ شمېر کتابونه لیکل شوي دي لکه: ابوالاعلی المودودي: موجز تاریخ تجدید الدین و إحیائه، ابو الحسن الندوي: تاریخ دعوت و عزیمت، صالح الفوزان: من مشاهیر المجددین فی تاریخ الاسلام، سامح کریم: أعلام المجددین فی الاسلام، امین الخولی: المجددون فی الاسلام، جلال الدین السیوطي: التنبئة لمن یبعث الله علی رأس کل مائة.
- محمد عابد الجابري، الدین، الدولة و تطبیق الشریعة.
- عبد الکریم زیدان، السنن الإلهیة فی الأمم و الجماعات و الأفراد.
د ډاکتر زغم نورې لیکنې او ژباړې