پیرمحمد کاروان

حمیدالله همیم –

په هره ژبه کې ډېری لیکوال او شاعران وي خو ټول یې د هیواد په کچه د شهرت لوړ پوړ ته نه وي رسیدلي؛ یوازې هغه یې د ټولو هیواد والو په زړونو کې ځان زرغونوي چې هغه د هغوی دردونه او کړاونه په خپلو شعرونو کې انځور وي خو یو شمېر نور یې بیا داسې هم پیدا کیږي چې افکار یې ډېرلوړ وي، د هیواد له ګلبڼ څخه وزي او په نړیوالو ګلبڼونوکې ځان زرغونوي لکه کاروان خو کاروان ځان داسې نه ګڼي بلکې ځان ته د غریب شاعر او ملنګ لیکوال خطاب کوي.

نه دې چا اتل یمه، نه دې چا ایډیال یمه

یو غریب شاعریمه، یو ملنګ لیکوال یمه

د کاروان صیب اشعار انځوریز رنګ لري او د نورو شاعرانو په نیسبت له لوړ تخیل نه پکې کار اخیستل شوی؛ په اشعارو کې یې لفظي او معنوي صنعتونه، تشبه ګانې او کنایې په پراخه پېمانه تر سترګو کیږي؛ داسي بریښي چې کاروان صیب مخکي له مخکي نه له ادبي صنعتونو، تشبه ګانو او کنایو سره پوره بلدتیا لري.

لکه دی وایي:

ستا خبرې لکه تاندي مرغلرې

وایه ډېرې مې درباندي مرغلرې

یا بل ځای وایي:

چوپ شمه که و وایم چې دنګه یاره تا شیم

خلګ راته وایي چې کاروانه چینار څه معنا

ډېری شډلو پډلو کلماتو ته یې د سندریز ترنم او پاش ورکړی او هغه یې د ښکلا سرحدي پلې ته رسولي دي؛ د شعرونو رنګ او خوند یې د نورو شاعرانو د شعرونو له رنګ او خوند څخه بېل دی، هغه مارغانو ته هم د ترحم لاسونه لپه کوي او داسي ورته وایي:

مارغان دې راشي زموږ لپو کې دې ځالې وکړي

غر مو نښتر نه لري کلی مو چینار نه لري

د کاروان صیب د شعر شعري کیفیت ډېر لوړ او په هغه کې هغه د بهاند په خبره ((شعر له شعري ځانګړنو سره راخوټیږي)) د دې تر څنګ یې ځینې ترکیبونه لکه: (سندرمارې، د سندرو باګرام، د سندرو مارغان، د نغمو خدایان، د سندرو ښار،جادوګره ښاپیرۍ، د مینې لمونځ، کافره زمانه او نور… .) په دومره ښکلي انداز سره کارولي چې نه له ده څخه مخکې شاعرانو کارولي او نه به یې له ده څخه راوروسته شاعران وکاروي که یې وکاوري هم په دومره ښکلي او لوړ انداز سره به نه وي.

د مینې لمونځ به موږ د چا په اذانونو کوو

خدایه! کافرې زمانې رانه بلال وړی دی

اسم عظم پسي د سپینو ستورو غوټې سپړم

ځم جادوګرو ښاپېریو رانه خیال وړی دی

لنډه دا چې کاروان د کاروانونو کاروان دی، یعني کاروان په هر څه کې د هر څه کاروان دی؛ تخیل یې د اسمان په لمنه کې ګرځي، د ورېځو په پلو کې مرغلرې راټولوي او د ورېښمو په نازک تار کې یې پېیي.

په ټوله اسلامي او پښتني مینه

ستاسو کشر ورور

همیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *