د طالبانو رژیم نوی نړېدلی و، د موقتې ادارې هم تازه وختونه ول، د تورخم- جلال اباد او یا کابل- جلال اباد په لاره به هغه موټروانان چې پخوا به یې اوږدې ږیرې، خرېیلی سر او لونګۍ په سر درلوده، دا وخت مخونه سپین سپالغ اړولي او خړ پکولونه یې په سر کړي ول.

د طلبانو یوازې نوم پاتې و، هرې خوا ارامه ارامي وه، چا به په چا کار نه درلود، ځای، ځای به د طالبانو د دورې بر 2عکس سندرې هم اورېدل کېدې.

د ښار په زیاته برخه کې د حضرت علي او ګل کریم قومنده چلېده، د دوی خلکو به چې چاته اوږه ښکته کړه، د چا پلار به پرې بله نه کړه، ښه خلک ول؛ خو یو کار یې دا ښه نه و چې په وړه خبره به یې وهل ډبول کول.

وروسته نورو قومي او جهادي مشرانو هم سرونه راپورته کړل؛ خو مهمه دا وه چې د لارې پاټکونه، له طالبانو وروسته چاته پاتې ول؟ هغه همدا د دره نور او نورستان له څڼورو سره ول.

پراخمنسټی هغه کلیمه وه چې تر اوسه مې اصلاح کړې نه ده؛ خو د ډېرو خلکو په خوله وه، یو او بل ته به یې د پراخمنسټۍ د دورې له رارسېدو ویل؛ ځینو لوستو خلکو به بیا د ډیموکراسۍ او آزادۍ خبرې کولې؛ خو زه پرته د ازادۍ له کلمې په نورو نه پوهېدم.

یاده اصطلاح ان تر پاکستان او عربستان پورې رسېدلې وه. له هېواده بهرمېشتو به دا فکر کاوه چې ګوندې اوس به د اسلامي امارت او پنجابیانو هغه کش وفش، ظلم او زور پای ته رسېدلی وي، اوس به نو آزادۍ د تندیو ګونځې اوارې کړې وي، له مودو وروسته به د سولې وزرې خورېدلې وي، نیستي به په هستۍ او وچکالي به په اورښتونو بدله شوې وي.

دا انګېرنې هم پر ځای وې؛ ځکه، کله چې حامد کرزی د موقتې ادارې رییس وټاکل شو، خدای شته ډېر بارانونه وشول، په ژوند کې مې د لومړی ځل لپاره د واورې اورښت ولید، د ټوپکو د مرمیو غږونه اوس نه اورېدل کېدل، پنجابیانو هم نور تور مخونه پناه کړي ول، د عربانو او پنجابیانو په لاس جوړ شوي امارات ماتې خوړلې وه؛ خو ظلم لا ورک شوی نه و.
په همدې کال د افغانستان د آزادۍ جشن ونمانځل شو، ننګرهار ته د کرزي راتګ، د ښونځیو د زده کوونکو، ورزشي لوبغاړو او نورو ځوانانو، د داسې مشرانو د راتګ په موخه د سړکونو دواړو غاړو ته د ښه راغلاست تمثیل کول، هره ورځ په ښوونځیو کې ترانې ویل او تمثیلي پارچې چې د ژوند مالګه یې برابروله،اصلي ژوند بلل کېده.

له ګاونډي پاکستان څخه تازه د افغان کډوالو په خپله خوښه هېواد ته راستنېدل پیل شول، هر ورځ به یوه، دووه کورنۍ د هېواد په لیدو حېرانېدې او راتلې به.

هغه وخت د ماسپښین دورې زده کوونکی وم، تازه له ښوونځي رخصت شوم، یوه کورنۍ چې د کور اسباب یې په پاکستاني (نشان) موټر کې چې دلته مو ورته راکېټ وایه بار کړي وو، لیدو یې هڅې خوند را کاوه، په دې نه پوهېدم چې د دوی راتګ زموږ د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ګټور دی؛ خو په موټر کې د بار رنګارنګ سمانونو، د فارمي چرګوړو او نورو لیدو خوښي را کوله.

هغوی د کوکاکولا، پیپسي او فانتا ډېر شوقیان ول، په کلدارو چې هغه وخت یې ډېر ارزښت درلود، داسې نوشابې را نیولې او نوشي جان کولې. ښه مې په یاد دي، د نشان موټر په جنګله کې یو ماشوم چې ځونډيداره، سره خولۍ یې په سر وه، په ناطاقتۍ یې د فانتا بوتل غوښت، د هغې چيغې او کشمکش راته داسې جالب و چې بلا خوند مې ترې واخیست او داسې مې غوښتل چې فانتا ورته له دوګانه غلا کړم؛ خو ښه وه چې پلار یې خوله ور بنده کړه، دوه درې ګووټه یې نه و کړي چې بوتل یې له لاسه ولوېد، ژېړ شربت مې په سپینو جامو چې د جشن لپاره مې اغوستې وې، را توی شو، ځان ته مې کتل؛ خو د هلک چیغو او بغارو سخت خوند را کړ. هغوی لاړل، خدای خبر شپه به یې چېرته کړي وي، اندېښمن خو ورته ځکه نه وم، چې که په هر ځای کې پرې شپه راغلې وي، باک نه کوي، هغوی ته هیڅوک هم څه نه وايي. د خپلو ځمکو تر څنګ به یې کولای شول، د ملګرو او ان د پردیو په ځمکو کې تر میاشتو او کالو پورې ژوند تېراوه؛ خو هغه هغه وخت و؛ اوس وخت اوس وخت دی.

دا دی په خپل یا په بل زړه؛ خو داځل کډوال له ربړونو وروسته راځي، داځل هغه طالبان او پنجابیان نه؛ بلکې د دوی په ګډون داعشیان، اختطاف چیان او داسې نور مالوم او نا مالوم جنګیالان شته چې اوس کډوال شپه په لار نه شي کولای، ان ممکن د دوی په منځ کې داسې کسان پاکستان پیچکاري کړي وي چې زموږ ناچاره حکومت به یې چاره ونه شي کولای او په رڼا ورځ به یې په ستوني چاړه تېره کړي.

اوس به دې کډوالو ته پردۍ ځمکې څه چې ان خپلې ځمکې هم ورنه کړل شي، اوس به هم حیران وي؛ هغه د فانتا بوتل نشته، چې ماشومان ورپسې وژاړي، اوس هر څه بدل شوي دي.

زه هم لوی شوی یم، د فانتا د بوتل لپاره د ماشوم چیغو ته نه خاندم، له هغوی خوند نه اخلم او ان دومره لوی شوی یم چې پرېشو او پرېکړو ته مې هم پام نه بدلېږي، زه اوس له غمونو، دردونو، د ورڼو له مړو او جنازو سره اموخته یم، اوس نه خاندم، نه ژاړم، نه خوند لرم او نه ژوند لرم.
خدای مو راوله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *