په دې وروستیو کې د ټوټاپ د پروژې پر سر ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې، چې د مسیر د بدلولو لپاره یې شمال مېشتو وګړو د یو شمېر خرڅو شوو څېرو په رهبرۍ تر ارګه لاریونونه او خپل غږونه را ورسول.

دا چې ولې دا مظاهرې پر لاره اچول کېږي، تر شا یې بېدون له شکه کومې منفورې خبرې شته!.

په دې اکثریت پوهېږو، چې د ټوټاپ، سلماء بند……… او دې       ته ورته نورې سترې پروژې د افغانستان په اقتصادي رژیم باندې ډېر تاثیرګذاره رول لوبولی شي او هغه اقتصادي نظام مو د پرمختګ او ښپو اودورنې لوري ته کشکاږي، چې د نوي حکومتوالۍ د راتګ په اوایلو کې  یو څه د رکود طرف ته روان وو. خو؛  په دغه روان کال کې د نړۍ والو ټولنو مرستې او د یو شمېر افغاني او بهرنیو پانګوالو پانګونې او د ولسمشر ځانګړې طرحې او پلانونه د دې تضمین ورکوي، چې په دې نېږدې راتلوونکې کې به یوه ښه اقتصادي جغرافیه ولرو.

کله، چې مو په هېواد کې پانګذارې، بیارغونه، ترمیمات او د رغېده نورې کړنې تر سره کېږي او ورسره د خلکو د ژوند په سطحه کې لوړوالی راځي. تاسې څه فکر کړئ، هغه چې تر سیوري را سره نېږدې دي ورته د تحمل وړ ده؟.

ښکاره ده، چې ځواب مو؛ منفي دی.

نو بیا ولې د ګاونډیو او نورو هېوادونو په هغه تلقیناتو پسې ځو، چې تر ټولو ستر هدف یې دلته د تفرقې وي او ثمره یې ویر او ورسره دردونه وي. شمال مېشتي افراد، که په رښتیا د برق پر موضوع  دومره حساس دي نو، دا غوښتنه یې خو؛ لا ولسمشر له اوله ور پوره کړې وه  او ورته یې ویلي و، چې د دې برېښنا بدېل به درته درکړو.

بله خبره بیا  پر یاد مسیر د لګښت ده، چې که له بامیانو تېرېږي نو؛ مصرف پرې ډېر راځي، همدارنګه د ولسمشر له خوا چې کوم پلاوی د یادې موضوع د حل او ارزونې په  موخه ټاکل شوی وو د هغې پرېکړه هم همدا وه، چې باید له بامیانو نوموړی مزی تېر نه شي، تر څو لګښت پرې ډېر رانشي.

۱۳۹۵/۵/۴ جلال اباد صفا راډیو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *