کامران افغان –
زمونږ په څیر دبل په در شئ. کامران افغان له هغه راهیسې چې دطورخم د دروازې په سر دافغانستان او پاکستان تر منځ نښته رامنځ ته شوه په پاکستان کې خصوصا په پیښور کې دپولیسو تجارت دمهاجرو په سر ښه په مخ روان ده کارت او بې کارته نده معلوم چې څوک په مخ ورغله هر مهاجر کم تر کم یو زرګون ده ځینې خو بیا ان پنځه او لس زره روپی هم جوړوي. څو ورځې وړاندې دپیښور دبورډ بازار کې ماښام روان وم چې یو کس رابادې غږ کړو چیرته ځې حیران شوم داڅنګه پوښتنه ده خو ورته ویل مې وړاندې ویل یې هاخوا مه ځه دپولیسو ډاټسن ولاړه ده ویل مې کارت لرم جواب کې یې راته ویل کارت او بې کارته نه ګوري وروره هاخوا مه ځه ماهم دخپل ځان دعزت په خاطر لاره بدله کړه او دپولیسو د ډاټسنې طرف مې پریښودلو. ډیری مهاجر که کارت ولري یا پاسپورت هم ولري دپولیسو چای پاڼي به ضرور ورکوي که کارت ونلري داخو سم طلایي چرګ ده. پاکستان دافغان مهاجرو واقعا چې ښه مهمان نوازي وکړه خو داچې په دې وروستیو کې یې دافغانانو په ځورولو لاس پورې کړی دپاکستان لپاره هم زیات زیانونه لري.
پاکستان او افغانستان اوږد سرحد لري او انډیا کولی شي چې دوخت نه په استفادې له همدغو مهاجرو نه په استفادې سره خپل ټول توان په کار واچوي او دپاکستان په زیان له دردیدلو او ځوریدلو افغانانو نه ګټه پورته کړي.
تیره ورځ یو هغه افغان چې کارت یې هم درلودلو خپله کیسه داسې راته کوله. دپیښور دفردوس په سټاف ولاړ وم دپولیسو موبایل په نوم موټر راغلو راته ودریدلو ویل یې موبایل ته پورته شه ویل مې کارت لرم ویل یې کارت راکړه کارت یې جیب ته کړو ویل یې که دوه زره روپی راکوې ښه ده کنه ګاډي ته خیزه ویل مې کارت مې راکړه ویل یې کارت دې چیرې که بیا دې کارت وغوښتلو خیر دې نشته داچې په جیب کې مې یو پنځه سویز او څه میده روپیو نه زیاتې نورې نه درلودلې نو پولیس ته په ډیر عذر او زاریو سره مې پنځه سویز ونیولو او ورته ویل مې نورې راسره نشته دالرم داواخله کارت مې راکړه تر یو دوه واره او يو پنځه سویز وروسته مې کارت واخیست او واپس دکور په لور رهي شوم. زړه مې ودردیدلو او په سوي زړه مې ویل زمونږ په څیر دبل په در شئ چې دمهاجرت دژوند خوند وڅکئ او دافغانانو په درد ودردیږئ. دایو افغان نه ده چې له داسې ستونزو سره مخ کیږي دا د هرمهاجر کیسه ده نن هرمهاجر د پیښور دپولیسو له لاسه یوه ترخه خاطره ضرور لري یو درد یې په زړه کې شته ان تر دې چې زنانه ورسره وي سړی ترې بوزي زنانه بې سر پرسته په لاره کې پاتې وي.دافغان او پاکستاني مشرانو دپام وړ.