د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي اردو د دویم کنډک او ځانګړي افغان ځواکونو د ګډو عملیاتوپه ترڅ کې چې د یادۍ ولسوالۍ په دادل سیمه کې ترسره کړل د وسله والو طالبانو یو قوماندان ملا نورمحمد ژوندی ونیول شو.
ملا نور محمد د وسله والو طالبانو یو فعال قوماندان وو،چې وخت ناوخت به یې پر کورنیو ځواکونو برېدونه تنظیم کول .
همدا راز تېره ورځ په سیداباد ولسوالۍ کې یو ماین جوړونکی له یوه اندازه چاودیدونکو توکو سره یو ځای ونیول شو.
دغه ماین جوړونکی د سیداباد ولسوالۍ په کوزجنګ جای سیمه کې د ملي اردو د دریم کنډک د عملیاتو په ترڅ کې له یو بوشکه يي ماین او د چاودیدونکو توکو نورو وسایلو سره یو ځآی ژوندی ونیول شو .
نوموړی له شواهدو او تحقیقاتي دوسیې سره یو ځای د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې ته د نورو پلټنو په موخه سپارل شوی دی .
په همدې حال کې د جلریز ولسوالۍ په مامکي سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې یو ملکي وګړی،چې بشپړ هویت یې لا تردې دمه ندی معلوم وژل شوی دی،چې جسد یې د امنیتي ځواکونو له لورې د یادې ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوی دی.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر