افغانان چې له هر نوي څیز سره مخ شوي نو تر ټولو مخکې یې د زیان او ګټې له سنجولو پرته پکې افراط کړی دی. تر ټولو ښه بیلګه یې نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې د ډیموکراسۍ راتګ او د افغانانو نوی شناخت له دې عنصر سره ؤ چې تر اوسه یې د ډیموکراسۍ عملي کولو او د ډیموکراسۍ له مخې دولتي نظام رامنځته کولو غوښتونکي دي. خو له دې نه وو خبر چې افغانستان یوه نیمه لسیزه وړاندې له صفر پیل کول او د زورواکو او جنګسالارانو یو داسې تور بهیر تیر شوی ؤ چې د نړۍ په بل هیڅ هیواد کې یې بیلګه نه لیدل کیده او افغانانو ته ډیموکراسي یو نوی څیز ؤ چې غرب پرې په تحمیلي ډول راوتپله او د ډالرو په زور یې پرې عملي کړه، خو اوس که د اداري فساد ضد او نقیض رپوټونه خپروي او افغان ادارې فاسدې بولي نو تر ټولو مخکې ددې ستونزې او شومې پدیدې رامنځته کوونکي همدوي دي؛ ځکه دوي تر ټولو مخکې په پخوانیو جنګسالارانو تکیه وکړه او هغوي څخه یې د پیسو په بدل کې ؛ په افغانستان کې د هر ډول ناوړه کړنو او پوځي خپلسرو عملیاتو او د کورونو تلاشیو اجازه لیکونه تر لاسه کړل او په بدل کې ورته لویدیځ پیسې ، لوړې څوکۍ او نالوستو جنګسالارانو ته یې مارشالۍ او سترجنرالۍ ورکړې.
د بن له لومړۍ غونډې وروسته چې کله پخوانی ولسمشر حامد کرزی ارګ ته راغلو نو د هغه یوې بهرنۍ ژورنالیستې ملګرې په وینا چې ډیر خواشینی ؤ او د خواشینۍ حالت په اړه یې یادې ژورنالیستې ته چې هغې د افغانستان یاددښتونو په نامه کتاب کې هر څه بیان کړي دي ویلي وو چې، په دې خواشینی دی چې په ارګ کې دده په ګډون درې کسان د هیواد واکمنان دي؛ چې لومړی یې د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني او دوهم یې د جنبش ګوند مشر دوستم دی او له ده څخه اوس د حل لارې ورکې دي، ځکه یاد جنګسالاران هیڅ ډول لار نه ورکوي تر څو دی خپل کارونه پیل کړي، خو دا ستونزو وروسته بهرنیانو د پیسو په زور حل کړه او د جمعیت نالوستي خوني جنګسالاران یې په مارشالیو ، سترجنرالیو د بهرنیو ، دفاع او کورنیو وزارتونو په دندو ونازول او له دې لارې یې په لږکیو ناپوهو او سست عنصره طبقې تکیه وکړه او هر ډول اجازه لیکونه یې ترینه تر لاسه کړل، خو د ولسمشر کرزي لاسونه یې له هر لوري وتړل او پر بې ګنا افغانانو یې د (B52) بمبارۍ پیل کړې او په دې ډول تر اوسه په چیغو سر دي چې په افغانستان کې مو ډیموکراسي په پښو ودروله او د خلکو په خوښه مو نظامونه جوړ او هر ډول سهولتونه ورته برابر کړل، خو که چیرته د ډیموکراسۍ تعریف او وضاحت ته ځیر شو او د دوي تر سره کړیو نادودو ته نو څرګنده ده چې تر منځ یې په عامه اصطلاح لکه د ځمکې او آسمان هومره واټن دی.
یادې بیلګې مې په دې خاطر راوړې چې د کابل دهمزنګ کې د زمري دوهمې خونړۍ پیښې څخه وروسته افغان حکومت تر لسو ورځو د هر ډول لاریونونو او غونډو پر جوړولو بندیز ولګاوه او له دې اعلان وروسته تش په نوم د (آزادو رسنیو ادارې یا نی) مشر د حکومت دا ګام په بې منطقه ټکو وغانده او ویې ویل چې د حکومت دا ګام د بیان آزادۍ خلاف عمل دی.
افسوس ! لویدیځ د پیسو په زور افغانستان ته ډالۍ کړې ډیموکراسۍ له پیداوارو څخه یوه هم د بیان ناغیړه آزادي ده، چې لویدیځ پر نالوستو منلې او نالوستي هم پرته له علمي او منطقي دلیل څخه د ځان ښودنې په موخه د خولې باد اوباسي او د حکومت پر کړنو نیوکې کوي او هره خبره پرته له دې چې یې له ځان سره وسنجوي او له تحلیل او تجزیې وروسته یې بیان کړي له خولې یې راباسي او د رسنیو د سر ټکی ګرځي، خو همدا رسنۍ له دوي څخه دا نه پوښتي چې په کوم دلیل علمي او منطقي دلیل یې خبره او نیوکه سمه ده؟.
ځکه ژورنالیستان باید له دې ډول کسانو څخه دا وپوښتي چې د ډیموکراسۍ په کوم اصل کې راغلي چې په یوه جګړه ځپلي او په هرې سیمې کې جګړو سره مخ هیواد کې په بیړنیو حالاتو کې لاریونونو پر وړاندې دې حکومت بندیز ونه لګوي او خلک دې د مرمیو په باران کې واټونو ته راووزي او د خپلو حقونو د غوښتنې څرګندولو لپاره دې په لاریونونو لاس پورې کړي؟. پرته له شکه چې د ډیموکراسۍ او بیان آزادۍ څخه د ناسم مفهوم اخیستوونکي دا ډول کسان بې ځوابه دي. ځکه تر ټولو مخکې که چیرې په یو اروپايي او امریکايي او یا بل بهرني پرمختللي هیواد کې په یوه سیمه عادي چاودنه یا جګړه وشي په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلانیږي او د حالت بشپړ عادي کیدو پورې تر خپل کوره هم څوک نه راوزي، نو زه په دې نه پوهیږم چې د بیان آزادۍ او ډیموکراسۍ ملاتړي دا ډول د نظرخاوندان په کوم منطق تر یوې اونۍ پر لاریونونو د حکومت بندیز اعلان بې بنسټه او د بیان آزادۍ خلاف عمل بولي. په ډیموکراسۍ کې خلک په خپله خوښه په خپل لاس جوړ کړی نظام غواړي داسې نظام چې ددوي ژوند خوندیتوب لپاره کار وکړي نه دا چې د بهرنیو ګاونډیو هیوادونو د جاسوسانو په زور تحمیل شویو لاریونونو ته راویستل شي او سړکونه یې په وینو ولمبول شي.
د زمري دوهمې له خونړۍ پیښې وړاندې په وارونو وارونو ملي امنیت د خپلې دندې سره سم د لاریون کوونکو کلیدي کسانو ته خبرداری ورکړی ؤ چې پر لاریون د برید لپاره په کابل ښار کې بریدګر پټ شوي او غواړي خپل شوم پلان عملي کړي، نو ځکه خو باید دوي له لاریون لاس په سر شي. خو یادو کسانو چې د ایران اجنټان دي او د ایران سفارت په غوښتنه خلک لاریونونو ته رابولي د ملي امنیت خبرداري ته ارزښت ورنه کړ او په پایله کې یې د بې وزله مظلومو خلکو کورونو ته د برښنا پر ځای د ویر او ماتم تیارې راوړې او خپله د خیر په غونډۍ ورته ډک جیبونه کیناستل. نو اوس دې ته د (نی) مشران کوم منطقي دلیل لري تر څو خپل اعتراض ثابت کړيو، هر چا ته دا پوښتنه پیدا کیږي چې دغه اداره په کوم منطق غواړي د حکومت لاسونه وتړي؟.
او په پایله کې به یوازې دا ټکی یاد کړم چې یاده اداره په دې ډول بې بنسټه اعتراضونو او نیوکو یوازې غواړي د حکومت پښې او لاسونه ور وتړي او د خلکو ژوند له هر ډول ګواښونو سره مخ کړي. ځکه دوي خو یا له ډیموکراسۍ څخه د ټکي په ټکي ژباړې په څیر مفهوم اخیستی او یا هم دا چې افغانستان کې ډیموکراسۍ ته په لویدیځو عینکو کې ګوري.