تاند- په لمریزې انرژۍ چلیدونکې الوتکې له نړۍ څخه د راګرځېدو سفر بشپړ کړ او نن /سې شنبه/ ابوظبي ته ورسېده.

ایمپلس۲ الوتکې د ۲۰۱۵ م کال په مارچ کې تر نړۍ د راتاوېدو سفر پیل کړی و.

ټاکل شوې وه چې دا الوتکه تېره اوونۍ له قاهرې روانه شي خو تېز باد سبب شو چې له الوتو پاتې شي.

2دا الوتکه د جولای په دیارلسمه له هسپانیا څخه په دوو ورځو کې قاهرې ته ورسېده.

دا الوتکه تر نورو الوتکو ډېره ورو ده، سرعت یې په متوسط ډول په هر ساعت کې د ۷۰ تر ۸۵ کیلومترو پوري دی.

دا الوتکه د شپې په مخه هم په خپلو بېټریو کې د زېرمه کړې لمریزې انرژۍ په وسیله چلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *