د ناوړه دودونو په وړاندې دافغان ځوان ښاغلي خان ولي عادل د مدني فعالیت او مبارزې په اړه د میرمن بهیرد ملاتړ اعلامیه!
له بده مرغه د تیرو کلونو جګړو او کړکیچنو حالاتو د افغاني ټولنې د بنسټونو د له مینځته وړلو تر څنګ له تعلیم او نړیوال پرمختګ له چټک بهیر څخه دا ټولنه محرومه ساتلې او داسې فضا یې رامنیځته کړې چې افغانان د کلونو کلونو راهیسې د ځينو ناوړه دودونو او بې ځایه رواجونو ښکار او د هغوی په لومو کې بند پاتې شي.
یو له دې ناوړه دودونو څخه چې د ټولنې وګړي په تیره بیا میرمنې یې په ډير بد حالت کې اچولې او هره ورځ په قرباني اخیستلو سره د هغوی ځورولو ته یې لاره هواره کړې د بدو ورکولو ناوړه دود دی.
ددغه ناوړه دود له امله نه یوازې افغان میرمنې ځوریږي، بلکې په غیر مستقیم ډول د لسګونو انسانانو په ژوند منفي اغیزه پریږدي چې دا پخپله بیا د څو نسلونو د ځورولو سبب ګرځي.
د همدې ناوړه او ناروا دودنو په وړاندې د مبارزې او د هغوی د له مینځه وړلو لپاره افغان ځوان خان ولي عادل په یوه بي ساري مدني حرکت سره له ډیرې اوږدې مودې راهیسې مبارزه پیل کړې او اعتراض په ډول یې د تحصن خیمه درولې.نوموړي غواړي چې له دې لارې اړوندو چارواکو او ښکیلو کسانو ته خپل غږ ورسوي او دغه ناوړه دود ته د پای ټکی کیږدي.
میرمن کلتوري ټولنیز بهیر چې د میرمنو لپاره د یوې خوندي او له هر ډول خطر څخه پاکې ټولنې لپاره کلونه کلونه مبارزه کړې دا یې خپله دنده ګڼلې چې د خان ولي عادل ددغه مدني حرکت څخه نه یوازې دا چې ملاتړ وکړي بلکې دا مبارزه خپله د ځان دندهوبولي او په دې لاره کې له مبارز خان ولي عادل څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
میرمن کلتوري ټولنیز بهیر یو ځل بیا د ښاغلي خان ولي عادل درې مهمې او اساسي غوښتنې تکراروي، له دولت او اړوندو چارواکو څخه په دې اړه د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه لري.
۱- په بدو کې د نجونو د ورکولو په اړه دې له قومي مشرانو سره تفاهم وشي او له هغوی څخه دې تعهد تر لاسه شي چې په هیڅ ډول شخصي او ټولنیزه شخړه کې ښځې د یوې حل لارې په توګه استعمال نه شي.
۲-په دې اړه دې له ملا امامانو او دیني علماوو سره تفاهم وشي او له هغوی څخه دې ژمنه تر لاسه شي چې په هیڅ ډول شخصي او ټولنیزه شخړه کې ښځې د یوې حل لارې په توګه استعمال نه شي.
۳-له حکومت څخه غوښتنه کیږي چې په قومي مشرانو او دیني علماوو دې فشار واچوي چې په ټولنه کې که څه هم هغه لرې پرتې سیمې هم وي هره نکاح ثبت او راجستر شي .
دمیرمن کلتوري – ټولنیز بهیر
دارالانشآ