ژباړه: محمد اکبر حقمل
له همدې لحظې څخه وروسته مو ځان د خپلې راتلونکې جوړوونکی او د خپل ژوند مطلق مسئول وبولئ. خپل ځان مو ستاسو د کار کولو په شرکت یو پیاوړی او خپلواک رئیس یا مشر وبولئ. د تېرو پېښو په اړه کومې، چې بدلون نه مومي سر مه ټکوئ او په پوره ډول یې هېرې کړئ. د خپلې راتلونکې لپاره کار وکړئ ترڅو ووینئ، چې کوم ځای ته رسېږئ او څه لاس ته راوړئ. تر ټولو وړاندې مو د خپلو موخو په اړه فکر وکړئ. په خپلو موخو فکر کول مو له تاسو څخه مثبت او موخه درلودونکي کسان جوړوي. د قابو کولو مرکز مو په خپل لاس کې واخلئ! څېړونکو د پنځوسو کلونو په لړ کې دا وښودله، چې د هر کس د قابو کولو مرکز په مستقیم ډول د اړوند کس د ژوند په خوښیو او نا خوښیو پورې تړاو لري. دلیل یې هم دا دی: کوم کسان، چې له ځان سره د قابو کولو مرکز لري، نو دوی داسې ډول احساس کوي، چې ګواکي د ټول ژوند کنټرول یې په خپل لاس کې دی. دوی د خورا پیاوړتیا او پرنفس د اعتماد څښتن دي او په عمومي توګه دوی خوش بین او مثبت فکره کسان دي. دوی د خپل ځان په اړه غوره احساس لري او خپل ځانونه په پوره ډول د خپل ژوند مسئول بولي. له بلې خوا د بهرني کنترول لرونکي کسان احساس لري، چې واک یې د بهرنیو عواملو، خپل رئیس، د خپلو حسابونو، د ژوند د ملګري، د ماشومتوب د ستونزو او یا یې د اوسني بریالیتوب په لاس کې دی. دا کسان داسې احساس کوي، چې خپل کنترول یا قابو کول یې له لاسه ورکړي دي او په پایله کې د ډار، غوصې، کمزورۍ، ناوړتیا او نورو بدو احساسونو ښکار کېږي. له نیکه میرغه ستاسو د مسئولیت قبلونې د میزان او د کنټرول د احساس تر منځ یوه مستقیمه اړیکه ټینګه ده. هرڅومره، چې «زمسئول یم» جمله ډېره ووایئ همدومره به مو خپله پیاوړتیا او پرنفس اعتماد لوړېږي.