په افغانستان کې د وګړو یو لویه برخه فقیره او بېوزله طبقه ده.
دغه لویه برخه یوازې په دې فکر کې وي چې څنګه د خپل ځان او کورنۍ د ساتلو دپاره حلاله روزي پیدا کړي.
داسې ډیر کوچنیان په دې هېواد کې شته دی چې د کورنیو ستونزو له کبله نشي کولای ښونځیو ته لاړ شي، ځکه د کور سر پرستي به ور تر غاړې وي او کورنۍ به ساتي، په داسې حال کې چې دوئ به د کار کولو توان نه لري، ولې د مجبوریتونو له کبله به هر ډول درانه او سخت کارونه تر سره کوي.
تر څنګ یې ډیری داسې ځوانان هم شته دی چې ښونځي به یې د ډیرو ستونزو سره سره پای ته رسولی وي او په لوړو نومرو به د خپلې خوښې پوهنځي ته بریالی شوی وي؛ خو حالت او مجبوریتونه به دا اجازه نه ورکوي چې پوهنځی ولولي او د خپل ژوند لوری پرې بدل کړي.
دا ټول زمونږ د ژوند هغه تراخه واقعیتونه دي چې نن ورځ ورسره افغانان لاس او ګرېوان دي.
د فقر او بېوزلۍ لاملونه خورا زیات دي؛ خو یو ستر لامل يې د حکومت لخوا ددې خلکو د پاره که هغه لوستي وي یا هم نا لوستي د کار موندنې د یوې مفیدې برنامې نه شتون دی، تر څو دغه وګړي په کار بوخت شي.
د افغانستان شپیته سلنه نفوس ځوانان جوړوي، چې په حقیقت کې دا یو ستر قوت دی؛ خو له بده مرغه دولت په دغه برخه کې د کمزورو پالیسو له کبله نشي کولای له دوئ سمه ګټه پورته کړي.
هر کال مو زرګونه ځوانان په سختو او ستونزمنو حالاتو کې له ښونځیو او پوهنتونونو د فراغت سندونه ترلاسه کوي او دا هیله له ځانه سره لري چې دنده ترلاسه کړي او د خپلو زده کړو د ثمرې په برکت یو څه پولي عاید ولري، ترڅو د خپلې کورنۍ ورځنی ژوند پرې مخ ته یوسي.
خو د ډیری ځوانانو دا ارمانونه د واقعیت تر موخو نه رسیږي او هر څه بل ډول مخ ته راځي.
دا ده چې دلته دوئ د خپلې کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره نورې بدیلې لارې پلټي او د پوهې او علم له ډګره یو څه واټن اخلي، هغه سوچونه چې د هېواد د ابادئ او پرمختګ لپاره لري ټول څنګ ته شي او پدې سره د علم په برخه کې یې نوښتګر فکرونه مړاوي شي او بلاخره دا افکار ومري.
نو کله چې مونږ وایو هېواد مو پرمختګ نه کوي، یو ستر لامل یې هم دادی چې له کدرونو سالمه ګټه نه پورته کیږي او هغوې همداسې بې باکه پرېښودل کیږي.
که حکومت با استعداده ځوانان او د هغوئ د وړتیا مطابق په کار ګمارلی او د هغوئ له مهارتونو یې سمه ګټه پورته کولائ ؛ دا باور موجود وه چې د همدغه پوه او علمي ځوانانو د راڼه فکر پرمټ کیدای شوای چې ډیر رغنده او مثبت کارونه ددې هېواد د پرمختګ لپاره ترسره شوي وای او هېواد مو د سیمې او نړۍ په کچه له سیالانو سره سیال وای.
دا هېواد په هره برخه کې استعدادونه او وړ اشخاص لري؛ ولې له بده مرغه د نظام رهبري داسې ده چې له دوئ سمه ګټه نه پورته کیږي او برعکس هغوئ چې غیرې مسلکي، د علمیت کچه یې ټیټه، زورور، شتمن یا هم د چارواکو خپلوي ورسره وي په دندو ګمارل کیږي او په مقابل کې د وړ او با استعداده اشخاصو حق تلف کیږي.
کله چې ددې هېواد ځوانان په سختو او ستونزمنو حالاتو کې زده کړې بشپړې کړي؛ نو بیا د کار موندنې لپاره لالهانده ګرځي او کار ورته نه پیدا کیږي، دا په خپله فقر رامنځ ته کوي چې هم دغه ځوان بې سرنوشته پاتې کیږي او هم ددې ځوان د بې سرنوشته پاتې کیدو په صورت کې د هېواد د پرمختګ مخه ډب کیږي، ځکه همدا لوستي ځوانان دي چې وروسته پاتې ټولنې او هېوادونه د پرختګ تر لوړو څلو رسوي او د وګړو د ژوند سطحه یې لوړوي.
بې کاري فقر رامنځ ته کوي او فقر په ټولنه کې د مختلفو نا خوالو باعث ګرځي چې هېواد له ډول ډول چلینجونو سره مخ کوي.
په هېواد کې وروستیو، مهمو او بنسټیزو پروژو باندې د کار پیلیدا او د ځینو هغو یې ګټې اخیستنې ته سپارل يو ښه زیری دی.
طبیعي ده چې پیاوړی اقتصاد د هېوادونو د ټولو امورو د ترسراوي دپاره حیاتي سرچینه ده او هر هغه اقتصادي پروژه چې په افغانستان کې پلي کیږي او په خپله افغانان پکې کار کوي، د هېواد د اقتصادي رشد لپاره یو ښه ګام دی.
اوس پکاره ده چې ددغه ارزښتناکو پروژو مدیریت په درست ډول ترسره شي، په خپله افغانانو او په ځانګړې ډول مستحقو خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شي او دغه راز د امنیت برخې ته یې جدي توجوع وشي.
مغرضه ګاونډیان مو تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه ددغه پروژو د ترسره کیدا مخه ونیسي، دوئ تل غواړي چې افغانستان دې ددوئ تر لاس لاندې وي، ځکه په بې ثباته او ناکراره افغانستان کې ددوئ ګټي دي؛ نو دې ټکي ته په پام سره باید کافي امنیتي ځواکونه وګمارل شي ترڅو ددې پروژو امنیت ټینګ کړي.
هیلې شته چې په هېواد کې د ورستیو اقتصادي فرصتونو او د دا ډول پروژو په پلي کیدا سره د بېکاره وګړو په شمېر کې کمښت راشي او د هېواد اقتصادي حالت مو مثبت لور ته ولاړ شي.
او همدارنګه حکومت باید په ټول هېواد کې د ځوانانو کاري برخې ته پام وکړي او پرېنږدي چې وړ او مسلکي اشخاص مو د بې روزګارۍ ښکار شي، بلکې حکومت باید ددوئ لاسنیو وکړي ځکه ځوانان او په ځانګړې ډول لوستي اوعلمي هغه ددې هېواد ستره سرمایه ده.
په هېواد کې د فقر او بېکارۍ د له منځه تګ او د اقتصادي پیاوړتیا په هیله.