تاند- د بریتانیا د اسیا او پسفیک د چارو وزیر الوک شرما وايي، هیڅ دلیل نشته چې هند ته دې د کوه نور الماس ورکړای شي.

شرما، چې هند ته په درې ورځني سفر ته تللی دی، د چهارشنبې په ورځ /جولای ۲۷/ د ملګروملتو د تاریخي اثارو د بېرته ستنولو د کنوانسیون پر اساس هند ته د کوه نور الماس د بېرته سپارلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«دا کنوانسیون په ۱۹۷۰ میلادي کال کې تصویب شو او هند ته د نور الماس د بېرته ستنولو دلیل کېدای نه شي.»

بریتانیا د دغه کنوانسیون له مخې په وروستیو ۱۵ کلونو کې د افغانستان په زرګونو قلمه لرغوني اثار، چې مجاهدینو او طالبانو لوټ کړي وو او پر قاچاقبرو یې پلورلي وو،  له نیولو وروسته افغانستان ته بېرته وسپارل.

د کوه نور الماس په اړه، چې افغانستان یې هم د مالکیت ادعا لري، د هند د کلتور وزیر څه موده وړاندې ویلي و چې د بهرنیو چارو وزارت په مرسته به هند ته د دغه الماس د بېرته راوړلو هڅه وکړي.

دوې میاشتې پخوا د هند لوی څارنوال رنجیبت کومار د کوه نور د تاریخي الماس د بېرته ترلاسه کولو د غور لپاره د هند د سترې محکمې په غونډه کې وویل چې دا الماس بریتانیا ته ډالۍ شوی او په دې کې د غلا یا زور موضوع مطرح نه ده.

ده زیاته کړه، دا الماس رنجیبت سینګ په خپله خوښه د دې لپاره انګرېزانو ته ورکړ چې انګرېزانو په جګړو کې ورسره مرسته کړې وه.

 د کوه نور الماس په ۱۶۵۶ م کال د هند د اندراپردېش ایالت مرکز حیدراباد ته نژدې موندل شوی و. نادر افشار د هند له نیولو وروسته فارس ته یووړ خو د ده له مرګه وروسته احمدشا بابا افغانستان ته راووړ او څو لسیزې له افغانانو سره و تر دې چې له شاه شجاع څخه رنجیت سینګ یووړ.

دا الماس ۱۰۸ کرېټه (قیراط) دی او اټکل کېږي چې ۴ زره کاله پخوانی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *