د هلمند د پولیسو مسئولین وایي چې خانشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

د هلمند د پولیسو یوې سرچیني دنوم نه ښودلو په شرط ځينو رسنيو ته وویل خانشین ولسوالي تیره شپه دوسلوالو د یوه ډلیز برید په ترڅ کي سقوطشوي ده.

سرچینې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل.

خو د هلمند دوالي ویاند عمرځواک دخانشین دسقوط مسئله نه رد او تایید کړې ده خو وسلوالوطالبانو ادعا کړي ده چي یاده ولسوالۍ يي تیره شپه نیولي ده او ګڼو حکومتي سرتیرو ته يي مرګ ژوبله اړولي ده.

دطالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي په دې برید کي دوه طالبان وژل شوي او دري نور ټپیان شوي دي.

خانشین ولسوالۍ په تیرو څو میاشتو کي دریم ځل دی چي د وسلوالو طالبانو لاسته سقوط کوي.

په ځينو راپورونو کې ويل شوي، چې دهلمند په خانشین ولسوالۍ کي ۲۰ وسلوال وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دولایت دمقام دمطبوعاتي دفتر څخه په رالیږل سوي خبرپاڼه کي راغلي دي چي تیره شپه وسلوالو دخانشین دولسوالۍ پر مرکز ډلیز برید کړی دی چي دافغان ځواکونو په جوابي ډزو کي ۲۰ وسلوال وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *