د کندز په دشت ارچې او قلعۀزال ولسوالیو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي
په کندز ولایت کې د پامير د شلمې فرقې ویاند ډګرمن غلام حضرت کریمي وايي، چې تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو او ځمکنې ځواکونو ددې ولایت په دشت ارچې او قلعۀزال ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر سنګرونو باندې برېدونه کړي، چې په پایلې کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه یې ټپیان شوي دي.
ښاغلي کریمي زیاتوې، چې په دې برېدونو کې افغان ځواکونو او ملکۍ وګړو ته کوم زیان نه دې رسېدلي.
خو تراوسه پورې په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دې ویلې.