د هلمند والي وايي ددې ولایت د خانشین ولسوالۍ په مرکز د دولت د وسله والو مخالفانو وروستۍ لویه حمله پر شاه تمبول شوې ده.
حیات الله حیات تیره شپه رسنيو ته وویل چې د خانشین ولسوالۍ په څنډو کې اوس تصفیوي عملیات روان دي.
(د دښمن شل مړي د جګړې په ډګر کې پاتي دي،یو څه وسایط يې هم له مینځه تللي.نیم ساعت مخکې چې ماته کوم معلومات د جګړې له لومړی کرښې رسیدلي د هغې له مخې افغان زړورو امنیتي ځواکونو هغه سیمې چې وسله والو نیوې وې بیرته په خپل کنترول کې راوستي دي)
د هلمند د والي په خبره پینځه افغان سرتیري په دې جګړه کې ژوبل دي او د خانشین په څنډو کې د تصفیوي عملیاتو د مرګژوبلې په اړه به وروسته جزئیات خپاره شي.
حیات الله حیات وايي د مخدرو موادو تولیداو قاچاق او له وسله والو څخه د پاکستان ملاتړ په هلمند کې د نا امنۍ د دوام اصلي سببونه دي.