په سريلانکا کې چارواکي وايي يو ١٦ کلن افغان زلمى هغه وخت ډوب او درې تنه نور په روغتون کې بستر شول، چې د تالپي په سمندر کې يې کښتۍ ډوبه شوه.
پوليس وايي ځايي اوسېدونکو له ډوبو شويو افغان اتباعو سره مرسته وکړه او له اوبو يې وايستل. هغه درې تنه يې روغتون ته انتقال کړل، خو بل تن چې ١٦ کاله عمر لري، ساه ورکړه.
په دې اړه چې دغه افغانان چېرې روان وو، د سريلانکا رسنيو راپور نه دى ورکړى.