تاند (خبريال) د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې يو وسلوال تن تر پينځه نيمو ساعتونو وروسته ژوندى ونيول شو. پاکستاني رسنۍ وايي د محمد حيات په نوم يو تن د پنجشنبې په ماځيګر له خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره په موټر کې د پارلمان د ودانۍ پر لور د تلو هڅه کوله، چي پوليسو يې مخه ونيوله او هغه ورباندې ډزې وکړې پوليس وايي دغه وسلوال کس تر ډزو وروسته د تېښتې هڅه وکړه، چي دوى يې مخه ونيوله، خو وسلوال تن خپل موټر د اسلام اباد پر لوى او له ګڼې ګوڼه ډک سړک «جناح ايونيو» باندې ودراوه او هلته له خپلو اولادونو او مېرمنې سره په موټر کې ناست وو، چي وايي وخت په وخت يې هوايي ډزې هم کولې پوليس وايي له دې تن سره دوه توپک وو، کله- کله به له موټره را و ووت پر سړک به وګرځېد، سګرېټ به يې څکاوه او کله به يې مشروبات څښل چي دواړه توپکونه به يې هم ورسره ګرځول، خو پوليسو يې ننداره کوله او د هغه د مېرمنې او اولادونو د ژغورلو په خاطر يې ورباندې ډزې نه شواى کولاى. د محمد حيات په نامه دغه کس د پنجاب د حافظ اباد سيمې اوسېدونکى بلل کېږي، چي وايي څه موده يې د عربي اماراتو په دوبۍ کې کار کاوه او اوس څو ورځې وړاندې له کراچۍ څخه راغلى وو او د اسلام اباد په «آبپاره» نومي ځاى کې په رستوران کې اوسېده پوليس وايي دوى په وار- وار هڅه وکړه چي له دې وسلوال تن سره خبرې اترې وکړي، خو نوموړى خبرو ته نه اماده کېده، د هغه مېرمنې له پوليسو او چارواکيو سره خبرې کولې او ورته ويل يې چي خاوند يې يواځې همدا غوښتنه لري چي د پاکستان اوسنى حکومت دي ړنګ شي او پر ځاى دي يې يو اسلامي نظام نافذ شي دغه وسلوال تنه په عين حال کې له پاکستاني رسنيو سره خبرې هم کولې او ويل چي دى له هيڅ کومې وسلوالې ډلې سره تړاو نه لري، خو وايي دى پخپله يوه ډله لري، چي وايي د پاکستان اوسنى نظام يو ظالم نظام دى او غواړي چي په پاکستان کې اسلامي نظام راشي، خو ځينو کارپوهانو دغه تن اعصابي ناروغ بللى او ويلي يې دي چي دا د امنيتي ادارو ناکامي ده چي يوه وسلوال تن يې د هېواد پايتخت يرغمال کړى او په يواځې سر د بشپړ نظام د نسکورېدو خبره کوي د محمد سکندر په نامه دې وسلوال تن د پاکستان پايتخت تر پينځه نيمو ساعتونو پورې يرغمال کړى وو او پاکستاني رسنيو په پرله پسې توګه دا پېښه په ژوندۍ بڼه ښکاره کوله، خو د شپې د يوولسو بجو په شاوخوا کې د پاکستان پيپلز ګوند يوه مشر او د پاکستان د يوې مرستندويې ادارې «بيت المال» مشر زمردخان له هغه سره د خبرو په نيت ورغى، د هغه له ماشومانو سره يې روغبړ وکړ او ناببره يې ورباندې بريد وکړ، خو وسلوال تن- چي دواړه توپک يې په لاس کې وو- ځان ترې خلاس کړ، ډزې يې وکړې، خو هلته شاوخوا پوليسو هغه پر پښه و وويشت او په ټپي حالت کې يې ونيو پوليس وايي د وسلوال تن مېرمن هم د هغه په ډزو ټپي شوې او دواړه د اسلام آباد په «پيمز روغتون» کې تر درملنې لاندې دي، خو ماشومانو ته يې زيان نه دى رسېدلى. پوليس وايي له نوموړي څخه تر پلټنو وروسته به څرګنده شي چي هغه له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لري که څنګه، خو د سياسي چارو کارپوهانو د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چي وايي يو وسلوال تن څنګه له وسلو سره د هېواد د پايتخت هغې سيمې ته ځان رسوي، چي د پارلمان او سترې محکمې ودانۍ او د صدراعظم او د ولسمشرماڼې پکې موجودې دي.د پاکستان پايتخت پينځه نيم ساعته يوه وسلوال تن يرغمال کړى

تاند (خبريال) د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې يو وسلوال تن تر پينځه نيمو ساعتونو وروسته ژوندى ونيول شو. پاکستاني رسنۍ وايي د محمد سکندر په نوم يو تن د پنجشنبې په ماځيګر له خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره په موټر کې د پارلمان د ودانۍ پر لور د تلو هڅه کوله، چي پوليسو يې مخه ونيوله او هغه ورباندې ډزې وکړې

پوليس وايي دغه وسلوال کس تر ډزو وروسته د تېښتې هڅه وکړه، چي دوى يې مخه ونيوله، خو وسلوال تن خپل موټر د اسلام اباد پر لوى او له ګڼې ګوڼه ډک سړک «جناح ايونيو» باندې ودراوه او هلته له خپلو اولادونو او مېرمنې سره په موټر کې ناست وو، چي وايي وخت په وخت يې هوايي ډزې هم کولې

پوليس وايي له دې تن سره دوه توپک وو، کله- کله به له موټره را و ووت پر سړک به وګرځېد، سګرېټ به يې څکاوه او کله به يې مشروبات څښل چي دواړه توپکونه به يې هم ورسره ګرځول، خو پوليسو يې ننداره کوله او د هغه د مېرمنې او اولادونو د ژغورلو په خاطر يې ورباندې ډزې نه شواى کولاى.

د محمد سکندر په نامه دغه کس د پنجاب د حافظ اباد سيمې اوسېدونکى بلل کېږي، چي وايي څه موده يې د عربي اماراتو په دوبۍ کې کار کاوه او اوس څو ورځې وړاندې له کراچۍ څخه راغلى وو او د اسلام اباد په «آبپاره» نومي ځاى کې په رستوران کې اوسېده

پوليس وايي دوى په وار- وار هڅه وکړه چي له دې وسلوال تن سره خبرې اترې وکړي، خو نوموړى خبرو ته نه اماده کېده، د هغه مېرمنې له پوليسو او چارواکيو سره خبرې کولې او ورته ويل يې چي خاوند يې يواځې همدا غوښتنه لري چي د پاکستان اوسنى حکومت دي ړنګ شي او پر ځاى دي يې يو اسلامي نظام نافذ شي

دغه وسلوال تنه په عين حال کې له پاکستاني رسنيو سره خبرې هم کولې او ويل چي دى له هيڅ کومې وسلوالې ډلې سره تړاو نه لري، خو وايي دى پخپله يوه ډله لري، چي وايي د پاکستان اوسنى نظام يو ظالم نظام دى او غواړي چي په پاکستان کې اسلامي نظام راشي، خو ځينو کارپوهانو دغه تن اعصابي ناروغ بللى او ويلي يې دي چي دا د امنيتي ادارو ناکامي ده چي يوه وسلوال تن يې د هېواد پايتخت يرغمال کړى او په يواځې سر د بشپړ نظام د نسکورېدو خبره کوي

د محمد سکندر په نامه دې وسلوال تن د پاکستان پايتخت تر پينځه نيمو ساعتونو پورې يرغمال کړى وو او پاکستاني رسنيو په پرله پسې توګه دا پېښه په ژوندۍ بڼه ښکاره کوله، خو د شپې د يوولسو بجو په شاوخوا کې د پاکستان پيپلز ګوند يوه مشر او د پاکستان د يوې مرستندويې ادارې «بيت المال» مشر زمردخان له هغه سره د خبرو په نيت ورغى، د هغه له ماشومانو سره يې روغبړ وکړ او ناببره يې ورباندې بريد وکړ، خو وسلوال تن- چي دواړه توپک يې په لاس کې وو- ځان ترې خلاس کړ، ډزې يې وکړې، خو هلته شاوخوا پوليسو هغه پر پښه و وويشت او په ټپي حالت کې يې ونيو

پوليس وايي د وسلوال تن مېرمن هم د هغه په ډزو ټپي شوې او دواړه د اسلام آباد په «پيمز روغتون» کې تر درملنې لاندې دي، خو ماشومانو ته يې زيان نه دى رسېدلى.

پوليس وايي له نوموړي څخه تر پلټنو وروسته به څرګنده شي چي هغه له کومې وسلوالې ډلې سره تړاو لري که څنګه، خو د سياسي چارو کارپوهانو د دې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې چي وايي يو وسلوال تن څنګه له وسلو سره د هېواد د پايتخت هغې سيمې ته ځان رسوي، چي د پارلمان او سترې محکمې ودانۍ او د صدراعظم او د ولسمشرماڼې پکې موجودې دي.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *