ادم خان سیرت  –

د اطلاعاتو او فرهګ وزارت دځوانانو معينیت لخوا  په هېواد کې د ځوانانو نموني ( youth parliament  )پارلمان لپاره د۳۴ ولایتونو څخه دوه اونۍ وړاندې د ځوانانو ترمنځ رقابتي سيالۍ پیل شوې چې داسيالۍ دځوانانو د غوره کولو لپاره د ټاکنو او انتخاب کومه داسې مغلقه پروسه هم نلري چې د یادو ولايتونو دځوانانو لخوا دازاو رايو پواسطه وټاکل شي بلکې داسنادو ټولو وروسته نيغ په نیغه د څلورکسزیزه کمېټه(د ولایت مقام استازی،دځوانانو امریت،د ټاکنو ولایتي دفتر او دولایتي شورا استازو) لخوا دانټروي په ترڅ کې انتصابیږي او پدې توګه دځوانانو پارلمان ته لار پیدا کوي.

خو په ډيری قاطع اکثریت ولایتونو کې لیدل کیږي چې له دې پروسې څخه هم دببوګۍ واده جوړ شوی  او ياده څلورکسزیزه کوچنۍ کميټې د څلورو او درې تنو په دقیق انتخاب نده توانیدلې او شفافیت او روڼتيا یې نده په پام کې نيولې نو تاسو اوس په خپله قضاوت وکړي چې پدې ملک کې چې د ټانګ،ټوپک،واکدار،قوماندان،مفسد،ټولواک، جنګ سالار، شوباش او هرډول د ټولنیزمعافیت څخه مصونو کسانو سره چې دې په يوه داسې يوې پيچلې پروسه کې مخ وي چې هرکس د ولسمشرۍ دعوه کوي، دهېواد امنیتي وضعیت دې پدې حالت وي چې کابل دپېښو څخه خوندي نه وي او ترڅنګ یې قانون ماتوونکي او اختطاف چيان دې هم د مال او ناموس ته په سنګر کې ناست وي شفافې،ټولو ته دمنلو وړ او سراسري ټاکنې ترسره کولو توقع  به دمعجزې داظهار په مانا نه وي؟

 واليان او  دڅلور کسزیزه کمیټې غړي  چې په يو ولایت کې د څلور تنو په ټاکنه ونه توانيږي  او د زیاتو مداخلو له امله ترپوزې راشي نو تاسو څه فکر کوي  د ټاکنو خپلواک کمېسیون چې د دومره ننګونو او ستونزو باوجود  تیرې ولسمشریزې ټاکنې د هېواد په ۳۹۶ ولسواليو کې  په کلي او قریه کې  په يوه ورځ د همدغو ناقانونه خلکو په شتون او حاکمیت کې ترسره کړې له دې زيات دڅه ډول رڼو ټاکنو توقع کوي؟

هغه مديریت چې دټاکنو د خپلواک کمېسیون او په ځانګړې ډول ښاغلي  ضياءالحق امرخېل په تېرو ټاکنو کې د قانون ماتوونکو، زور واکو، چپاولګرو او محلي شوباشانو په شتون کې ترسره کړ په سيمه کې ساری نلري، تاسو چې په ولایتونو کې په دومره کوچنۍ مسله تر منم او نه منم تر سرحده رسیږي نو بیا خو هغه ګل مرجان هيڅ مه ملامتوي چې  دنتایجو دمنلو څخه يې دانکار په موخه دواړه پښې په يوه موزه کې منډلې وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *