رابندرانات ټاګور(١٨٦١-١٩٤١م) او مهاتماګاندي(١٨٦٩-١٩٤٨م) د هند پر هنرپاله او سمسوره  ځمکه پيدا شوي او ستر شوي دوه بېلابېل شخصيتونه دي، خو نوم او کارنامې يې نړيوال شهرت لري او په ترتيب سره د  ډېرو ادبيانو او سياست والو لپاره د الهام او پيروۍ سرچينې ګڼل کېږي.

  سره ددې چې ټاګور د ګاندي او د هغه د نورو ملګرو  سره د هند د خپلواکۍ اخيستلو په مبارزه کې چې د نه تاوتريخوالي(عدم تشدد) مبارزه وه،  په محسوس ډول ونډه نه ده اخيستې، خو ټاګور پېژندونکي په دې اند دي چې د هغه افکار او اثار د ګاندي په مبارزه کې مهمه ونډه لري.

   ټاګورپه ټوله کې تر يوه حده  د هند د هغه مهال له سياستونو او سياسي بهيرونو ناراضه شخص دى، خپل دا نظريات يې په ځينو سياسي شعرونو کې بيان کړي چې يواځينى لامل يې هغه مهال  په هندي ټولنه کې موجود طبقاتي نظام و، ځکه خو يې په ټوليز ډول د هندي تهذيب او سياسي بهيرونو د توږلو او نوي کولو لپاره قلمي او فکري مبارزه کوله.

     په سياست والو کې يواځينى کس چې د ټاګور فکری  اړخ ورسره لګېدلى او هغه يې د هندوستانيانو او هندوستان د ژغورنې او پرمختګ سمبول او ولسي مبارز بللى، مهاتماګاندى دى چې له امله يې د دواړو ترمنځ ژوره شخصي ملګري رامنځته شوه او يو بل ته يې مشورې ورکړې دي.

ګاندي او ټاګور
ګاندي او ټاګور

   دا دواړه شخصيتونه يو د بل همعصره او سره نږدې دوستان پاتې شوي دي  چې تل يې يو د بل پر پلونو قدم اېښى او يو د بل کارنامې يې ستايلي دي. ګاندي که د خپلو مفکورو او سياسي مبارزې له لارې هند ته خپلواکي او  صنعتي عظمت ور په برخه کړ، نو ټاګور هم د پوهې، فکر او فنونو په برخه کې د هند جنډه د نړۍ پر ادب ورپوله او  په اسيا کې يې د لومړي نوبل ګټونکى نوم خپل کړ.

   شاعر او سياستوال اکثره وخت يو د بل سره په ټګر او تضاد کې وي، خو څه وو چې يو ستر هنرمند او شاعر يې له يوه داسې سياستوال سره فکري ملګرى کړ چې هند يې تر اوسه هم بېلګه او ځاى ناستې نه لري او د خپل ملي قايد په توګه ورته په درناوي قايل دي.

ټاګور د لومړي ځل لپاره د ١٩١٥ کال د مارچ په ١٠ مه په شانټي نيکټن کې له ګاندي سره ليدلي او ګاندي د شپږو ورځو لپاره د ټاګور مېلمه و. له همدې ځايه د دواړو تلپاتې ملګري پخه شوه. د دويم ځل لپاره په ١٩٢٥ کال کې بيا څو ورځې د ټاګور مېلمه شو.

کله چې په ١٩٣٢ کال کې ګاندي د اعتراض په ډول د څو ورځو لپاره په دې موخه “روژه” ونيوله چې برېتانويان بايد د هند غوښتنې ومني، ددې کار په پيل کې يې ټاګور ته په يوه ليک کې وليکل چې دعا ورته وکړي، خو ټاګور دده لېدو ته سخت لېوال شو او خپله ورغى.

ګاندي خپله دغه اعتراضي روژه چې غذايي اعتصاب ته ورته وه، د ٢٦ ورځو لپاره وغځوله او له دې وروسته برېتانيا اړ شوه چې غوښتنې يې  ومني، کله يې چې سترګې وغړولې، نو ټاګور يې څنګ ته و او روژه يې ماته کړه.

د هند برېتانوي واکمنو هم پر هندي ټولنه او سياسي جريان د ټاګور د مفکورو اغېز حس کړى  و، ځکه  په ١٩٣٢ کال کې په زندان کې له ګاندي سره ملاقات هم له همدې امله د برېتانويانو لخوا هغه ته يو امتياز  بلل کېږي، ځکه چې له دغه هندي بندي رهبر سره ليدل څه اسانه کار نه و.

   ټاګور د يوه ملي شاعر په توګه په بنګال کې ځان را څرګند کړ او د هند د خپلواکۍ او سوکالۍ لپاره يې شعرونه وويل، خو له دې سره سره يواځې په هند کې محدود نه شو. د فکر مرغه يې له ټولې بشري نړۍ طوافونه کول.

 د ملي يو والي او پيوستون پيغام يې د انسان په نامه و او ويل يې:((زما لپاره ددې نړۍ تر ټولو ستره موخه دا نه ده چې يواځې ژوند په کې وکړو، ويې پېژنو او ګټه ترې واخلو، بلکې موخه داده چې د يو موټي کېدو او همپالنې احساس په کې پياوړى کړو، يو بل وپېژنو، زه نه غواړم چې موږ په دې نړۍ کې پردي شو او د تسلط فکر يې ولرو.))

    ټاګور سره ددې چې د هند پر ملي حرکتونو کې يې ګډون درلود، خو شتون  يې نامحسوس او ځانګړى و، په ١٩١٥ ميلادې کال کې د هندي برېتانوي امپراطورۍ لخوا د ښاغلي يا لارښود لقب او نشان ورکړل شو، خو کله چې انګليسي سرتېرو په کلکته کې ولسي خلک په ډزو ووژل، نو دا لقب يې بېرته ور مسترد کړ.

     ډېرى پوهان  وايي، دا چې ګاندي د پښتون مشر پاچاخان په څېر د عدم تشدد مبارزې سرلارى و، عاطفي شخصيت او ولس منلى شخصيت يې درلود، نو ځکه خو ټاګور هم  ورته ميلان پيدا کړ او ورته ګران و، د ټاګور مخاطبين هم په ټوله کې انسان او په ځانګړي ډول د هند د ستر ټاټوبي بېوزله خلک وو چې د انګليسي استعمار تر پنجو لاندې يې سلګۍ وهلې.

     ټاګور، ګاندي ته د “ستر روح” نوم ورکړى چې په ولسي جامو پوښلى و او ګاندي بيا ددې په بدل کې ټاګور ته “ستر ساتونکى” ويل چې په دې توګه دواړو د يو بل پر کارونو د يو بل اغېزې محسوس کړې وې دواړو د يوې  سترې ملي موخې لپاره ګډ فکري تګلورى موندلى و.

    ټاګور چې په خپلو ادبي او هنري ليکنو بوخت و، د لومړي ځل لپاره يې په ١٩٢١ کال کې خپله لومړۍ سياسي مقاله د(حقيقت غږ) په نامه وليکله چې اصلي موخه يې د ګاندي سياسي مبارزه او د هند د خپلواکۍ نهضت و.

     ټاګور دګاندي په اړه ويلي: هغه عجيبه سړى و، د زرګونو خلګو د جونګړو مخکې به ودرېد، د هغوى په څېر جامې به يې اغوستې وې، د هغوى په ژبه به يې ورسره خبرې کولې، په داسې حالاتو کې د هغه جسد ژوندى او مجسم حقيقت و، ځکه خو مهاتما(ستر) د هغه تش کتابي نوم نه دى، بلکه د هغه حقيقي نوم دى چې د هند خلکو ورکړى، څوک چې له دې پرته يې دا حس کړې وي چې ټول هندوستانيان دهغه خوښه او وينه دي؟

  خو ددې سره سره دواړو يو څه سياسي اختلافات درلود، ګاندي د هند د خپلواکۍ مبارزه په مطلق دول له صنعتي زاويې راپيل کړې وه او د بهرنيو هېوادونو پر همکاريو او مرستو يې باور نه درلود، د کورني صنعت له لارې يې د هند پر خود کفايۍ تکيه کړې وه.

  ګاندي پېژندونکي په دې اند دي چې ګاندي غوښتل د خپل لاسي څرخ له لارې وښيي چې هند بايد له صنعتي اړخه پر ځان بسيا شي، د کورنيو يا سيمه ييز اقتصاد د پياوړي کېدو له لارې هند پر يوه صنعتي او اقتصادي هېواد بدل شي.

   د ټاګور لپاره دا يواځې يوه نظريه ښکارېده اودا يې له امکان لري بلله چې د هند له اقتصادي پرمختګ سره دې مرسته وکړي، غوښتنه يې دا وه چې هندي اقتصاد پوهان بايد د ګاندي ددې طرحې په اړه يوه جامع څېړنه وکړي او څرګنده کړي چې د اقتصادي اصولو له مخې په رښتيا هم دا طرحه کومه مانا لري که نه؟

 سره ددې چې ګاوندي ته د هند په بازارونو کې د  بهرنيو توکو او توليداتو سوځول يوه خوندوره صحنه وه، خو ټاګور پرې له زړه نه خپه کېده او ويل چې هند هم د بل هر هېواد په توګه نړيوالو مرستو ته اړ دى او بايد په ټولو بشري فعاليتونو کې ونډه ولري.

   په دې اړه د ټاګور ټينګار په دې و چې هند بايد په دې برخه کې د علومو له اړخه له نورې نړۍ ګټه واخلي او څه زده کړي، دا چې هند د نړۍ لپاره پيغام لري، خو هند هم بايد په خپله فرهنګي حوزه کې د نورو پيغامونه جذب کړي، هېوادونه يو له بل سره تړلي او يو د بل مرستې ته اړ دي، هندوستان هم بايد د نورو هېوادونو په څېر ګاونډيو او غير ګاونډيو هېوادونو ته خپله غېږ پرانېزي.

ګاندي بيا ټاګور ته له ټول درناوي سربېره هم د هغه دې خبرو ته غږ ونه نيولو، د هند پر صنعتي خپلواکۍ يې په همدې بڼه  ټينګار درلود، د خپل لاسي څرخ په وسيله يې خپله دا مفکوره ورځ په ورځ د خپلو خلکو پر ذهن کې پياوړې کوله چې په پايله کې يې خلکو څو ځله بازارونو کې د بهرنيو توکو د سوځولو پېښه د يوې نندارې په بڼه تکرار کړه.

   له دې اړخه د ټاګور ټينګار پر دې وو چې نور هېوادونه بايد بې اهميته ونه ګڼل شي، بايد ځينې خبرې يې واورو، په دې برخو کې د دواړو فکري اختلاف د کلونو کلونو لپاره د دواړو ترمنځ دوام وکړ، خو شخصي دوستي او تړاو يې هېڅکله هم سره پرې نه کړ.

د ګاندي او ټاګور ترمنځ په مذهبي برخه کې هم ځينې نظري او فکري اختلافات موجود وو، ګاندي تر ډېره له مذهبي اړخه دوديزي هندي مفکورې او فلسفې ته قايل و، خو ټاګور چې د نړۍ ګڼ هېوادونه يې ليدلي وو، د شرقي او غربي تهذيب او کلتور پراخه مطالعه يې درلوده، په ډېرو برخو کې  د هغه مخالف او  خورا پراخه نظر درلود.

    د بېلګې په ډول، په ١٩٣٤ کال کې يوې زورورې زلزلې په هند کې سخته مرګ ژوبله او زيانونه واړول، ګاندي وويل چې دا پېښه د لوړ پوړو هندوستانيانو د ګناهونو پايله ده او دده په اند چې مذهبي مشرانو يو شمېر نجس خوراکونه خپلو معبدونو ته وړي وو.

    په پټه يې د هندوانو په اند نجس خوراک(غوښه) خوړله چې له امله يې دا افت پر هندوستانيانو رانازل شو، خو ټاګور بيا دا خبرې رد کړې او وويل چې زلزله د يوې طبيعي پېښې په توګه طبيعي سرچينه لري، خو په هندي معبدونو کې يې د ناوړه کړنو په اړه د ګاندي نظر تاييد کړ او داسې کارونه يې وغندل.

    دا چې د هندي سياسي مشرانو نظرونه تر هند پورې محدود وو او ټاګور د خپل پراخه انساني او شاعرانه طبيعت له مخې پر ټوله نړۍ او د يوه هندوستاني پر ځاى پر انسان نظر درلود، نو له همدې امله يې له هغوى سره بشپړ نظري يو والى نه درلود، همدې ټکي(نړيوال ليد)هم  هغه ته د نوبل جايزې په ورکړه کې رول درلود.

      سره ددې چې د خپل عمر په وروستۍ لسيزه کې يې د جواهر لال نهرو نظرياتو ته او افکارو ته تمايل پيدا کړ او د نوموړي سره يې په ډېرو برخو کې خپل فکري يووالى څرګند کړ و، خو په هر صورت ده د خپلو نظرياتو او طريقې له لارې د هند له خپلواکۍ سره مرسته کوله او ځينې ټاګور پېژندونکي په دې نظر دي چې په ١٩١٣ کال کې د نوبل جايزې له اخيستلو وروسته د هغه نظر د هند پر ځاى پر نړۍ پرېوت.

ټاګور په خپل ژوند کې شاوخوا ٣٠٠٠ هندي سندري تصنيف کړې چې ډېرې يې د هند په ملي ترانو بدلې شوې او له دې ډلې يې د (جانا ګانا مانا)د هند ملي سرود په توګه ټاکل شوې چې يو لامل يې هم ګاندي ته ددې شعر محبوبيت و.

    دا سندره  په لومړي ځل د ١٩١١ کال د ډسمبر په ٢٧مه د هندوستان په کلکته ښار کې چې د ټاګور اصلي ټاټوبى و،  په ملي کنګره کې د ګڼو دولتي، سياسي او مذهبي مشرانو په حضور کې واورول شوه چې ټولو يې هرکلى وکړ.

  خو نږدې څلوېښت کاله وروسته ياني په ١٩٥٠ کال کې ترې په رسمي ډول دولتي او ولسي هرکلى وشو او له همغه ورځې د هند د ملي سرود په توګه وټاکل شوه.

    بيا هم نوموړى  له سياسي اړخه د  ډيالوګ او خبرو اترو سړى و، د نړۍ له سترو سياسي مشرانو سره يې ليدنې وکړې چې طبيعي ده د هند مسايل به يې ورسره مطرح کړي وي او خپلو شعرونو ته به يې هم ځينې سوژې ورنه اخيستې وي.

 د سياست په برخه کې د هغه بله تر ټولو مشهوره هڅه ( دتمدن بحران) په نامه د هغه تاريخي وينا ده چې د خپلې اتيايمې کليزې په مناسبت يې جوړ شوي جشن ته کړې وه او  وروسته يې په نړۍ کې د تمدنونو د جګړه ييزې مفکورې او تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو پر تيوري ژور اغېز  پرېښود.


د ښاغلي رحماني نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *