تاند – د سعودي عربستان په مکه معظمه ښار کې له بیت الله شریف سره نژدې د ابرج کدی په نامه د نړۍ د تر ټولو ستر هوټل د جوړونې او تر ۲۰۱۷ کال پورې د بشپړتیا چارې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.‌

د سوداګرۍ د چارو امریکایي مجلې، فوربس،‌ د جولای په ۳۱مه ولیکل چې ښایي دغه د نامعلومې مودې ځنډ د تېلو د نرخ د ټیټېدلو له امله رامنځته شوی وي ځکه چې د تېلو د قېمتونو ښکته پورته کېدل د سعودي عربستان په اقتصاد باندې تاثیر لري.‌

ویل کیږي چې د ابرج کدي هوټل په جوړونه باندې ۳.۵ بیلیونه (۳.۵ زره میلیونه) ډالر لګښت راځي.‌

په پام کې ده چې دغه هوټل په ۴۵ منزلونو کې چې لس زره اطاقونه،‌ اویا رسټورانټونه او په پورتنۍ برخه کې یې څلور د څرخکي الوتکې د کېناستلو میدانونو به لري جوړ شي. د دغه هوټل پنځه منزله به د سعودي د سلطنتي کورنۍ له پاره ځانګړي شوي وي.

که ابرج کدي هوټل په ۲۰۱۷ کال کې بشپړ شي دا به د نړۍ د تر ټولو ډېرو اطاقونو لرونکي هوټل، فرسټ ورلډ هوټل، څخه چې په مالیزیا کې واقع دی او ۷۳۵۱ اطاقونه لري مخکې شي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *