کتاب: راز

ليکواله: Rhonda Byrne

ژباړن: ډاکتر محمد عيسی ستانکزی

راز کتاب مو که ولوست په ژوند کې به مو ژور بدلون راولي، په تاسې کې له شته پټ ځواکه به مو خبر کړي، د ژوند له رازه به مو خبر کړي.

دا کتاب مو پوهوي، چې پخپل ځان کې له شته پټ ځواکه څه ډول ګټه واخلئ، څه ډول مثبت مقناطيسي زيګنالونه بهر ته ولېږئ او څه ډول د بري لوړو پوړيو ته ورسېږئ.

کله چې تاسې مثبت فکر کوئ، بېرون ته مقناطيسي زيګنالونه لېږئ، هغوی ستاسې لور ته مثبت شيان راکاږي.

د منفي افکارو په پايله کې تاسې منفي زيګنالونه بهر ته استوئ او هغوی ستاسې منفي فکرونه لا پياوړي کوي او منفي شيان ستاسې لور ته جذبوي.

ددې کتاب په لوستلو به تاسې پوی شئ، چې څه وړ خپلو هيلو او آرزوګانو ته ورسېږئ، څه ډول مو روغتيا او ښه ژوند په برخه شي، څنګه شتمن کېدای شئ، څنګه د نورو د هرکلي او راښکون وړ کېدای شئ، څه ډول مو له نورو سره اړيکي ښه کولای شئ.

کتاب ددې ټولو ښو شيانو د تر لاسه کولو لپاره پر بري باندې په باور ټينګار کوي، هغوی چې غواړي ښه ژوند ولري، د بري لپاره زښته ډېره هڅه کوي، د ځان لپاره هدف ټاکي او هغه ته د رسېدنګ اورنۍ لېوالتيا ورسره وي.

د راز ټيم ته د نړۍ له ګوټ ګوټه ليکونه راځي، د راز پېژندلوله دوی سره مرسته کړې، له ناروغيو يې رغولي، شتمن کړي يې دي، له خوښۍ څخه د خوند اخيستلو احساس يې ورکړی دی.

د کتاب ليکواله وايي: «ته که هر څوک يې او هر چېرې يې، راز ددې توان لري هغه څه چې ته يې غواړې در يې کړي».

راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مرګونيو ناروغيو پر بستر پراته ناروغان له ناروغيو رغولي، پخپل پټ ځواک يې خبر کړي او د ژوند د خوښۍ تيارې لارې يې ورته رڼا کړې دي.

ددې کتاب له لوستلو او په راز له پوهېدلو وروسته کولای شې هغه څه ته چې ته يې غواړې په ډېره اسانۍ ورسېږې، پخپل ځان کې د هغه ځواک او پرتم په راز پوهېدای شې چې هر وخت ستا په تمه دی.

کتاب وايي: «د نړۍ يوازې يو فيصد خلک د نړۍ ۹۶٪ پيسې تر لاسه کوي، څه فکر کوې چې دا يو تصادف دی؟! هېڅکله نه! هغوی د پيسو پيدا کولو راز موندلی او دا راز اوس دادی تاسې ته هم در پېژندل کېږي».

کتاب کېدای شي په پيل کې لوستونکي ته په زړه پورې نه وي، خو تر پايه لوستل مو اړ کوي، چې يوه پلا يې بيا هم ولولئ او د «راز» راز ښه ترا وموندای شئ.

د «راز» ژباړن ښاغلي ډاکتر محمد عيسی ستانکزي یو بل ډېر ارزښتناک اثر «سينوهه» هم پښتو ته را ژباړلی چې د تاريخ، ټولنپوهنې، سياست، فلسفې او ارواپوهنې له رازونو ډک دی.

«راز» او «سينوهه» دواړه دانش خپرندويې ټولنې د چاپ په پساله پسوللي.

د ژباړن او خپرندوی دواړو دې لا ډېر بري په برخه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *