لنډۍ

څلورویشتمه برخه

د لنډیو بڼ ته د نویو کلماتو راتګ

په لنډیو کې د نورو ژبو د لغاتو د کارونې په برخه کې باید و ویل شي چې په سیاسي نظامي برخه کې ځینې کلمات را اخستل شوي دي چې د هغو له پاره ښايي په پښتو ژبه کې معادل نه وې، نو په هماغه بڼه کارول شوی دی لکه «سکر»چې زموږ د وطني جګړې په اوږدو کې یې په زرګونو ځلې زموږ پر خلکوکورونو، کلو او ښارونو باندې کارول شوی دی.

په هیواد او خلکو باندې د څلورو لسیزو په اوږدو کې چې کومې نا خوالې راغلې او کومې غمیزې یې رامنځ ته کړې دي او د خلکو او ټولنې په ژوند باندې څه راغلل، په لنډیو کې هم د شکل له مخې او هم د محتوا له مخې اړین بدلونونه راغلي دي، دغه یې څو بیلګې دي:

خاونده بیا دسکر غږشـــــــو

ورسره سم بیا کابـــل جان ژړا کـــویـــــنـــه

چې وحدتیان دوستمیان یوشول

بیا به تالا کړي کورا کور زلمي سرونه

کوردې سپیره شه ټوپکیه

چې دې سپیره کړل دکابل شینکي باغونه

پرکابل ږیرې راغلې خدایه

بیا به تالاکړي تورپیکي هسک اورمیــــږونه

دږیرورو لښکر راغی

ور ته قتلیږي لورا لور زلمي سرونه

په رڼوګوري ورته ژاړي

کابلیان نه شي خلاصوي زلمي سرونه

دغه راز د ژوند په نورو ډګرونو کې هم چې کوم بدلونونه راغلي دي، له ورایه ښکاري چې په لنډیو کې یې هم پراخ انعکاس موندلی دی چې تر تولو ښه بیلګه یې د بیلابیلو مجبوریتونو له امله د کلي، کور او وطن پریښودل او مهاجرت ته مخه کول دي. د لنډیو دغو څو بیلګو ته پام وکړئ:

کابله لاړې دبل چا شوې

دناچارۍ شپې په بل ملک سبا کومه

خاونده دا به دې رضا وي

چې دځوانۍ عمرماسکوکې تیرومه

خاونده دا به دې رضا وي

چې باقي عمراروپا کې تیرومه

ډیرې داسې لنډۍ شته چې که د بحث مجلس ورته پرانستل شي، نو په یوه لنډۍ باندې د هغې لنډۍ د تورو په تلفظ باندې او د لنډۍ د ویلو په اټکلي زمان او چاپیریال باندې کیدای شي اوږده بحثونه وشي،

په لنډیو کې د پام وړ نوو تورو په کارولو باندې د بحث بله ښه بیلګه د ښاغلي لطیف یاد هغه وړه مقاله ده چې په یوې لنډۍ کې یې د کارول شوي توري«انجروت» په بابلیکلېده او په خپله فیسبوک پاڼه کې یې خپره کړیده:

که انجروت شي وبه یې نه خورم

د چا احسان منلی نه شم مړدې شمه

دا هم د ښاغلي ډاکتر لطیف یاد د مقالې یوه برخه ده:

«په پښتنو اوپښتو لنډیو کې دانجروت دکلمې کارونه

ابله ورځ دفیسبوک یوه ښاغلي ملګري زمانه پوښتنه وکړه چې ته خو دپښتو لغاتوپه اړوند څیړنې کوي دا انجروت بیا څه ته وایي. ما هغه شیبه ورته دانجروتو په اړوند لږ شانته معلومات ورکړل، خو دادی د دوستانو سره دغه کلمه په لږنور تفصیل سره څیړم.
پښتانه په خپلو ورځنیو خبرو اترو او محاوره کې دانجروت کلمه کاروي او دا ما په خپله هم اوریدلي ده چې وایی چې پلانکی شی یا څیز انجروت هم وګرځي په والله که یې ر اباندې وخورې،همداراز دانجروت په اړوند په پښتو کې لنډۍ (ټپې) هم شته.

اوس به راشو او وبه ګورو چې انجروت څه ته وایی؟ انجروت چې علمي او طبي نوم یې په لاتین کې Ferula assa دی په طبي یوناني کتابونو دانزروت او عنزروت په بڼو هم راغلی دی یوه اغزي لرونکې ونه ده چې سریښناکه ماده ترې راوځي چې خوند یې تریخ او لږڅه په تریخوالي کې خوږوي چې دغه سریښناکه ماده دانجروتو په نامه یا دیږي.انجروت ډیر ډولونه لري چې ډیرښه ډول یې سپین رنګه انجروت دي.
دانجروت یا انزروت ونه یوه نایابه ونه ده او دغه سریښناکه ماده چې ترې راوځي دیره قیمتي وي او دطبي له پلوه یې خاصیت ګرم دی او د ډیرو ناروغیو علاج پرې کیږي چې دغه ناروغۍ عبارت دی:دملا او مفاصلو درد،دغوږونو درد، بلغمو،دخیټې دچینجیانو دوژلو، دچاغوالي دمخنیوي او هم دجنسي ځواک دپیاوړتیا له پاره ورنه ګټه اخیستل کیږي.
داهم په پښتو لنډیو کې دانجروت دکلمې یوه بېلګه:

که انجروت شي وبه یې نه خورم
د چا احسان منلی نه شم مړدې شمه»

دغه راز په لنډیو کې کله، کله داسې نادر توري تر سترګو کیږي چې د مانا په يوهیدنه یې د هر لوستونکي یا اوریدونکي سر نه خلاصیږي او ځانته څیړنه او مطالعه غواړي. یو ښه مثال یې د «مارګله» کلمه ده چې کله کله په لنډیو کې تر سترګو شوی دی. دغو څو لنډیو ته پام وکړئ:

یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه

تر مارګلې درسره ځمه

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

ساتلی بازمې رانه لاړه

په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه

د همدې یوه توري د مانا له پاره به ښاغلي ډاکتر لطیف یاد څومره مطالعه کړې وې چې دا پته یې لګولې ده چې مار ګله په کومه سیمه کې موقعیت لري او… دا د مار ګلې پهباب د ښاغلي ډاکتر یاد د مالوماتو لنډیر دی:

«مارګله او په پښتو ټپو( لنډیو) کې یې یادونه:

مارګله یوه غرنۍ سیمه ده چې دپاکستان دپایتخت(پلازمیینې) اسلام آباد په شما لي برخه کې پرته ده چې پخپله اسلام آباد هم دمارګلې په لمنه کې موقعیت لري.مارګله په اصل کې دهیمالیا دغرونو یوه لړۍ ده. دمارګلې غرنۍ سیمه ( ۱۲۶۰۵) هکټاره ده چې دمري سیمه هم پکې راځي .

دمارګلې سیمه د ډیرو غرونو او وادیو نه جوړه شوې ده چې اسلام آباد هم پکې شامل دی. پخوا په تاریخي کتابونو کې د اوسني اسلام آباسیمې ته پټوهار( پوټوهار) ویل کیده اوتر هغې دمخه د چورپور په نامه یادیده .

دمارګلې په اړوند ځینې اسطورې هم شته چې ځینې په دې اند دي چې مارګله ځکه ورته وایی چې دې سیمې ډیر ماران درلودل .

مارګله دښکلي طبیعت او غرونو په وجه رنګارنګ بوټي، ګلان او ونې لري او همداراز ډول، ډول وحشي ځناور او مارغان هم پکې شته .

دمارګلې مشهورځایونه دامن کوه، پیر سوهاوه، ګو کینا، لوهي ډنډي،شاه الله دته اودمارګلې نیشنل پارک دی.په مارګله کې دغره لوړه څوکه دتله چروني په نامه یادیږي چې ۱۶۰۴ متره لوړه ده.

په پښتني کلتور او تاریخ کې هم دمارګلې دنوم ډیره یادونه شوې ده. په پخوا وختونو کې به چې پښتانه هندوستان ته تلل نو دمارګلي پر لاره به یې خپل یون (سفر) کاوه او ان دپښتو په ټپو(لنډیو) کې هم دمارګلې دښکلي سیمې یادونه شوې ده چې زه به یې تاسو ته دلته یو څو پښتو ټپې (لنډۍ) دبیلګې په توګه راوړمه :

۱- ساتلی بازمې رانه لاړه

په مارګله به ورته دام دزلفو ږدمه

په دې بله ټپه کې ګورو چې جانان خپل یو مساپرچې هندوستان ته ځي تر مارګلي پورې بدرګه کوي اونوریې په خدای سپاري، لکه چې وایی:

۲- تر مارګلې درسره ځمه

په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه

په دریمه ټپه کې ګورو چې خپل جانان دهندوستان دتلو نه منعه کوي او وایي:

۳- یار به مې بل ملک ته پرې نږدم

ورته پیزوان دمارګلې په کنډو ږدمه»

د څلورویشتمې برخې پای

One thought on “لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستونزه/ پوهندوی آصف بهاند”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *