تاند – نادیه علي ۲۵ کاله عمر لري او له څو کالو راهیسې په لوڅو فلمونو کې کار کوي، خو وروستيو بیانونو یې هغه د نړیوالو رسنیو د بحث موضوع ګرځولې ده.‌

د لوڅو فلمونو دغه پنجابۍ ستورې وایي چې هغه چې له سړیو سره یو ځای کیږي خپل ټول تعاملات په حجاب کې کوي، خو په عین حال کې لمونځ اودس هم کوي چې په کار او ژوند کې یې برکت موجود وي او له خپل کار سره د ارام ساه واخلي.‌

د برتانیا د سن ورځپاڼه د نادیه علي له قوله لیکي چې هغې لومړی خپل کار له نڅا څخه شروع کړ، بیا یې د سړیو بدرګې (اسکورټ) ته مخه کړه او په درېیم قدم کې نوره هم مخته لاړه او خواوشا دوه نیم کاله مخکې یې په لوڅو فلمونو کې کار پیل کړ.‌

هغه څه چې نادیه د لوڅو فلمونو له نورو لوبغاړو څخه بېلوي دا ده چې نوموړې دغه کار په حجاب کې او له پړوني سره یوځای کوي،‌ او هغه وایي چې په دې کار سره د هغې مینه وال او کتونکي دومره ډېر شوي چې میلیونونو خلکو ته رسېدلي دي.‌054-1024x683

د لوڅو فلمونو پاکستانۍ ستورې نادیه علي وایي چې، کله یې چې په خپل لومړي عمل کې ۵۰۰ ډالر وګټل، له خوشالۍ نه په ټوپونو شوه او له ځان سره یې وویل چې اوه خدایه زه څومره بختوره یم، زه به هېڅکله هم بیا خپل پخواني ژوند ته ور ونه ګرځم.‌

نادیه وایي چې هغه خپل کار ته دوام ورکوي،‌ او غواړي چې په دې توګه یو بدلون او تغیر رامنځته کړي.‌

که څه هم چې پاکستان او پاکستاني اسټبلشمنټ په ښکاره توګه وایي چې د هغوی مملکت د اسلام او مسلمانانو د هیلو د پوره کولو له پاره جوړ شوی او په دې توګه یې مذهبي ملایان حتی په ګاونډیو هېوادونو کې جنګونه د خپل هېواد د ګټو د ساتلو له پاره جهاد ګڼي، خو له یوې خوا په کې فحاشي او عیاشي دې حد ته رسېدلې چې نه یوازې د نادیه علي په څېر نجونې په کې په سکس کې نړیوال ریکارډ جوړوي بلکه د ګوګل انجن له لټون څخه څرګندېږي چې د اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور، کراچۍ په شمول په ګڼو لویو ښارونو کې یې حتی د یوې شپې په مخه د ښځو بدلک (wife swap) هم له کومو خنډونو څخه پرته ترسره کیږي.‌

7 thoughts on “د لوڅو فلمونو پنجابۍ ستورې د حجاب اغوستلو له امله په نړیواله سطحه مشهوره شوه”
  1. پدې لیکنه کې اسکورت د فاحشو هغه عمل ته ویل کیږی چې د شپې له خوا له خپلو مینه والو سره پاته کیږی او د هغوی جنسی خواهشات پوره کوی.

  2. پاکستانی مولا به هرو مرو وایې چې نادیه خو له دې لارې د دین خدمت کوي او زموږ ټالیبان یې کیدای شي د ځان وژونکو بریدونو په روزنه کې وکاروي او تنکیو ماشومانو ته وښیي چې به جنت کې به دغسې معاملې وهي

  3. اسحاق عابد ځدراڼ بس موژ به نور سه ورته ووایو الله دی په پاکستان کی دعه سی اور ولکوی چی ده مړه که ولو یی سوک نه وی بغیر دی الله نه پاکستان یو کافر هیواد دای اسلامی نه دای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *