لوګر ولایت

له کله چې د حقاني شبکې مهم کلیدي غړی د طالبانو د نوي مشر مرستیال په توګه ټاکل شوی ددې شبکې هلې ځلې او زړورتیاوې تر هر بل وخت زیاتې شوي او په خپلو اصلي سیمو چې د خوست ، پکتیکا ، پکتیا او لوګر ولایتونه دي زیاتې شوي دي. د طالبانو په مشرتابه کې د حقاني ننوتل هغه څه وو چې د طالبانو اسلامي امارت تر دې مخکې نه غوښتل؛ ځکه دې شبکې تل د طالبانو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او د ملامحمدعمراخوند واکمنۍ پر مهال هم د کوټې شورا له دې شبکې او غړو سره یې په دې ژاولې پمنې او پکې وې، چې ددوي په کارونو کې یې په خپل سر د لاسوهنې هڅې کولې او دا چې حقاني شبکه ټولې نړۍ ته څرګنده معلومه ده چې د پاکستان آی ایس آی یې ملاتړی او د هغوي په خوښه کار کوي او د طالبانو اسلامي امارت مهم کلیدي مشران یې لکه استاد یاسر یې د پاکستان پر پوځ وواژه او د ملارازق له پټو هڅو یې هم پاکستان خبر کړ او مخکې له دې چې ملارازق نوښتګر ګام واخلي د حقانې شبکې لخوا پاکستان استخباراتي شبکه خبره کړل شوه او پاکستان نوموړی چې د طالبانو پوځي کمیسیون مشر ؤ ونیوه او په کوټه کې نظر بند شو.

اوس حقاني شبکه تر هر بل وخت ډیره په خوست ، پکتیکا ، پکتیا ، لوګر او پلازمېنې ته نږدې سیمو کې فعاله ده او روزنځایونه یې له ډیورنډ پورې غاړې میرانشاه ، وزیرستان او کورمه ایجنسۍ کې دي، چې هلته سخت دریځي روزي او ځوانکیو زلمیو ته په دیني مدرسو کې افراطیت او ترهګري ورزده کوي او په اردو ژبه د جنت لیکلو قوالو سره یې د ځانمرګو بریدونو لپاره افغانستان ته رالیږي، چې موده وړاندې یو ځانمرګی په لوګر ولایت کې مخکې له دې چې په چهارآسیا کې د نجونو پر ښوونځي برید ترسره کړي له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو په یوې جګړې کې په ټپي حالت کې ونیول شو؛ ځکه هلته ورته د افراطیت زده کړې ورکړل شوي او د آی ایس آی په ټاپه او لاسلیک د جنت قوالې سره یې افغانستان ته رالیږلي وي. دا بریدګر یې لومړۍ بیلګه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم د لوګر په ګڼو سیمو کې د طالبانو او په تیره د حقاني شبکې لوی هدفونه شنډ شوي دي.

یوه بله بیلګه به یې په څرګندو نښو دلته راواخلم خو په لنډ ډول او په بله لیکنه کې به یې بیا په پراخ وضاحت سره هر اړخ بیان کړم. موده وړاندې د چهارآسیا بازار کې د یو ملګري له کوره سهار وختي د کابل په نیت روان شوم او په سړک کې د کوم موټر په تمه ودریدم، څو شیبې وروسته یو سپین سراچه ډوله موټر راغلو او زه هم وروسته له لنډو پوښتنو ورسره په مخ سیټ کې کیناستم، خو د موټروان حالت راته ښه نه ایسیده او چې مې پوښتنه ترینه وکړه نو یې له یو سوړ اسویلي څخه وروسته داسې په کیسه پیل وکړ:

  • له خوست څخه یو ځوان د لوګر تر فاتخوابه دربس ډول راروان شوم او سټو کنډو ته په نږدې کیدو سره یې راته وویل چې دلته یې څو نور ملګري هم شته چې غواړي هغه راپورته کړي. ملګرو پسې یې ټلیفون وکړ خو هغوی د مازدیګر تر لمرلویدو پورې رانغلل. زما له ځوان سره چې تبلیغي ډوله ښکاریدو لانجه شوه او هغه راته وویل چې انتظار وکړم او چې څومره پیسې غواړم راکوي به یې. ماښام ته نږدې دې ځوان ته ورته تبلیغي ډوله څلور ځوانان له دوه ، یو نیم او یو من په اندازه غوټو سره راورسیدل، چې درې یې په شا سیټ کې او یو یې هم په ډاله کې ځان له غوټو سره واچاوه له دې سره ځوانانو راباندې غږ وکړ چې تیز به ځم او چې هر ځای کې د پولیسو تلاشي وه په بیړه به ورنه تیریږم. چې دې خبرې ما ته اندیښنه راواچوله او له څه وخت وروسته مې ورته وویل چې تلاشۍ ته دریدل زما مسؤلیت دی او زه له تلاشۍ او د امنیتي پوستو تښتیدی نه شم، خو دوي ټول سره برګ برګ شول او یو بل ته یې په اشارې سره لومړي ځوان ته وویل چې موضوع روښانه کړي چې هغه هم په جدي ډول داسې راته وویل: ((په غوټو کې بمې او د ځانمرګو بریدونو لپاره واسکټونه دي زه او دا ځوانان له سره تیر یو که په لاره کې دې د پولیسو تلاشۍ او پوښتنو ګرویږنو ته موټر ودراوه نو په موټر کې ټول بمونه به د یو بټن په واسطه ستا ، زموږ او د تلاشۍ پوستې پولیسو کار خلاص کړي ، نور نو ستا خوښه ده چې هر څه کوې خو ښه به دا وي چې د ګردیز او نورو بازارونو څخه په لنډو فرعي لارو لوګر ته موږ ورسوې ګنې ستا ژوند …)). ددې خبرې په اوریدو سره مې غونی ځیږ او وارخطايي مې شیبه په شیبه زیاتیده خو شیبه وروسته یو ځوان په وزیرستانۍ لهجه راته وویل چې شا سیټ کې کښینم او موټر چلول ده ته ور پریږدم. ما باندې چې له وارخطایۍ تبه راغلې وه مجبور شوم چې شټرینګ ورپریږدم. وزیرستانی ځوان لوړه او ژوره نه لیده موټر یې داسې ځغلاوه لکه چې په پاخه سړک روان وي هرې تلاشۍ څخه به یې په بیړه په داسې حال کې په ځغاسته تیراوه چې یو تن به یې په مخکې له مخکې په ښیښه کې له موټره نیم ووتو او پولیسو ته به یې د لاس په خوځولو سره ویل چې : ((ناروغ دی عاجل ناروغ دی کابل ته یې رسوو، مخه پریږدئ)) او له دې سره به یې موټر د شپې په تیاره کې پر سړک تیز تیر کړ؛ تر دې چې د تیرې تر کوتل راواوښتو او د ګولاییو څخه تر تیریدو وروسته د سړک لویدیځ لور چپ اړخ ته په اغزن سیم او لویې ډبرینې چاردیوالۍ سمبال د امنیتي ځواکونو د اوسیدو ځای څخه هم راتیر او د فاتخواب دښتې ته په رسیدو سره ټولو په خپلو منځو کې خبرې وکړې، چې لهجې یې د وزیرو او مسودو په څیر وې خو د لومړي ځوان لهجه پکتیاوالو ته ورته وه. له یاد نظامي ځای څخه تر نږدې پنځلس دقیقو مزل وروسته په دښته کې چپ اړخ ته یو د تیلو پمپ ، لویه څلور برجه چاردیوالي چې د سړک پر غاړه لویدیځ لور چپ اړخ ته وه راورسیدو. د لویې چهاردیوالۍ سره نږدې دوې یا درې د تیلو یا اوبو کوچنۍ ټانکۍ په ذنګ وهلي حالت کې د کور او سړک تر منځ ځای کې پرتې وې او څلور برجه چهاردیوالۍ ته په رسیدو سره لومړي ځوان چې په پکتیاواله لهجه یې خبرې کولې وزیرستاني ته وویل چې موټر د چهاردیوالۍ لور ته راوګرځوي. چهاردیوالۍ ته په ګرځیدو سره پکتیاوال ځوان د څراغونو بټن ته لاس وراږد کړ او د کور دروازه یو بل تنکي ځوان خلاصه کړه چې موټر یې ورننه ایست او د لویې څلوربرجه چهاردیوالۍ چې په دې دښته کې لویدیځ لور د لوی سړک چپ لور ته لومړنی کور ؤ یو میلمستون ته یې موږ ور ننه ایستو او ټولو وزیري او مسودي ځوانانو خپلې غوټې له ځانه سره راواخیستې او میلمستون ته په ننوتو سره یې چې خلاصې کړې نو په رښتیا چې بمونه او تور تور د ځانمرګو واسکټونه پکې وو چې دا مهال له ما څخه لوږه تنده او د موټر خراب حالت له یاده وتلی ؤ او تر پخوا زیات له ویرې لړزیدم. خو چې پکتیاوالۍ لهجه غږیدوونکي ځوان ډوډۍ راوړه او د ډوډۍ له خوړلو وروسته مو چای وڅکلو نو زما پیاله یې له نورو بیله کړه او ما هم چې لا نیمه نه وه څکلې نو خوب راباندې راغلو او د چای پیالې آخري غوړپ څخه سیوا مې نور څه بیا نه دي په یاد، یوازې مې د ډوډۍ وخت په یاد دی چې له پکتیاوال ځوان چې کوربه ؤ له کوره نور د پاخه عمر سړي چې اوږدې تورې ږیرې یې وې او سپینې خولۍ او پکولونه یې پر سر وو راغلل او له موږ ټولو سره یې ستړې مه شې وکړې، خو ځوان ته یې په غوسه ناک انداز کتل او د ډوډۍ په وخت کې کوربه ځوان زلموټي ماشوم ته په پکتیاواله لهجه وویل چې : ((ګل دادا ته وٌییه چې پمپ کې موټر ټانکي ډکه کي بیا یې کور ته راولي)) چې له دې خبرې څو شیبې وروسته یې په انګړ کې ولاړ زما موټر یو چا د باندې وایست او له لسو دقیقو وروسته یې بیرته راوست، چې کیدای شي د کور په مخ کې د تیلو پمپ څخه یې ډکه کړي وي ځکه نور نږدې په دې دښته کې نه د تیلو پمپ شته او نه هم کوم دکان. له دې سیوا مې نور بیا هیڅ هم په یاد نه دي او په یو درانه خوب ویده شوی وم، خو چې سترګې مې وغړولې نو د لوګر بازار ته څیرمه د خپل موټر په شا سیټ کې پروت وم او چې ساعت ته مې وکتل نو د مازدیګر لمر په لویدو ؤ او په داسې حال کې مې موټر د لوګر مرکز پل علم پر لور روان کړ چې د پرکالۍ حالت مې ټول بدن سست کړی ؤ او د لوګر مرکز ته په رسیدو سره مې د یو ملګري میستري دکان ته موټر وروست چې هغه هم خپل دکان بندولو او چې زما حالت یې ولید نو له ستړې مه شې وروسته د ناروغ ګمان راباندې وکړ او پرته له پوښتنې یې په خپل موټر کې یو شخصي کلینیک ته وروستم. ډاکټر ته مې یوازې دومره وویل چې په لاره کې چا یوه پایله چای راکړ، چې بیا په خپل ځان نه یم پوه شوی او اوس مې دا حال دی. ډاکټر هم لاس په کار شو سیروم یې راته ولږاوه او څه نور درمل یې راکړل. شپه مې له میستري ملګري سره وکړه او د سهار له لمانځه وروسته مې موټر د کابل په لور را روان کړ، چې دا دی اوس چهارآسیا ته راورسیدم.

زه چې د موټروان کیسې ته غوږغوږ وم کابل ښار ته په رارسیدو نه وم خبر او چې کتل مې نو حضوري چمن کې ښي اړخ ته موټروان د کارته نو په لوري موټر وګرځاوه او یوې خوا ته یې ودراوه او یوازې مې د کرایې پوښتنه ترینه وکړه او پیسو له ورکولو وروسته زه په یو ډول خوبولي حالت ترینه د چوک په لور د پوهنتون په موخه ترینه روان شوم او موټروان کارته نو په لور وخوځید.

ددې ډول سلګونه پیښې د هیواد په ګڼ شمیر سیمو کې هره ورځ پیښې شوي او پیښیږي هم خو بې غوره مسؤلین هیڅ غوږ نه پرې ګروي او که چیرې د خوست ، پکتیا ، پکتیکا او لوګر لویې لارې او په ټوله کې امنیتي حالت ته جدي پاملرنه ونه شي نو لرې نه ده چې د فاتخاب دښتې سړک غاړې امنیتي مرکز په یو کیلیومټرۍ کې د پورته پیښې تروریستي مرکزونه به پراختیا ومومي او په دې ډول به دښمن چې په دې سیمو کې د حقاني شبکه تر ټولو زیات حضور لري زړور شي او د کابل تر دروازو به ځان راورسوي.

نو په پای کې یو ځل بیا پر بې غوره مسؤلینو غږ کوم چې د داعش په څیر نورې وسله والې ډلې تر جدي څار لاندې راولي او د تګ را تګ او تنظیماتو لويې او وړې لارې یې په نښه کړي او د ټولو شکمنو ځایونو جدي پلټنه له سره پیل کړي. ګنې په خوست ، پکتیکا ، پکتیا او لوګر ولایتونو کې به د حقاني شبکه چې د پاکستان ښی لاس دی نوره هم پراخه شي او له قبایلي سیمو به له مدرسو روزل شوي سخت دریځي د جګړو تازه کولو او پراختیا لپاره راولي او د هیواد امنیت به تر هر بل وخت او هرې بلې سیمې زیات وننګوي، ځکه همدا یوه اونۍ وړاندې د پکتیا مرکز ګردیز څخه ولسوالیو ته غځيدلو لارو بندیدو په اړه رسنیو خبرونه خپاره کړل، چې د جګړو او د حقاني شبکې جنګیالیو لخوا د ایښودل شویو بمونو او په غرونو کې د نیولو کمینونو له امله بنده شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *