یادونه: دغه مرکه استاد اسد الله غضنفر په ۱۳۹۳ د آزادۍ راډیویي مجلې لپاره د ډاکتر صاحب محب زغم سره کړې وه.

ډېرې د کار خبرې پکښې وي نو ځکه مې وغوښتل چې په لیکلې بڼه یې ستاسو سره شریکه کړم.

 (عصمت بهیر)

اسدالله غضنفر: محب زغم چې د طب ډاکتر او د ادبیاتو صاحب نظر دی، د خیال او تخیل پر موضوع باندې هم د فزيولوژي او هم د ادبیاتو له اړخه خبرې کوي. دی وایي:

زغم: مخکې له دې چې پر تخیل باندې خبرې وکړو، یو څه نور مفاهیم دي چې په طب کې نبستاً وسیع او پراخه مانا لري او په عام ژبه کې نبستاً محدوده مانا.

له دې جملې څخه تصور یا تصویر او یا خیال دی. موږ او تاسو تصویر یوازې هغه شیانو ته وایو چې یوازې په سترګو لیدل کېږي، یا د شیانو عکس یا نقاشۍ ته او یا هغه تصویر چې په ذهن کې له همدغه عیني شیانو جوړېږي، همدې ته تصویر وایو خو په فزیولوژي او ارواپوهنه کې تصویر پراخه مانا لري. هره هغه حسي انګېزه چې د حسي غړو له لارې مغزو ته رسېږي او په مغزو کې یوه انطباع پرېږدي، هغه ته تصویر وایو.مثلاً: موږ یو غږ اورو، غږ شکل نه لري مګر دا غږ په حافظه کې ساتل کېږي او دا یو غږيز تصویر بلل کېږي.

غضنفر: ډاکتر صاحب زغم! په ادبیاتو کې تصویر هر هغه څه چې په خیال کې حواسو ته مخاطب کېدای شي، هر حس ته، هغه تصویر دی. مثلاً: یو اواز، که داسې یوه تشبیه سړی استعمال کړي، که یو اواز ور په یاد کړي نو دا هم تصویر بلل کېدای شي. او له بلې خوا دا څه چې تاسو وایاست، دې ته خو موږ خیال هم وایم.مثلاً: زه یوه مڼه خورم، دغه اوس چې مڼه خورم، دا خوند احساسوم یعنې زما ذایقه حس دغه حس کوي خو که مې د مڼې خوراک تمام کړی وي او بیا یې هغه خوند را یادوم، دا بیا د هغه مڼې د خوند خیال دی. دغه مفهوم ویل غواړئ؟

زغم: هو، بالکل همدغه. موږ کله ورته خیال وایو او کله ورته تصویر وایو او په انګریزي کې ورته (image) وایي. په مختلفو حالاتو کې داسې مختلف تعبیرونه ځنې کېږي نو دا مو ومنل چې د هر حسي غړي څخه چې معلومات مغزو ته رسېږي او هغه په حافظه کې ذخیزه کېږي او موږ یې بېرته رایادوو، دا په حقیقت کې د هماغه شي، د هماغه حس یا د هماغه مفهوم تصویر او یا خیال دی.

نو تخیل څه دی؟ تخیل په همدغو خیالونو کې لاسوهنه ده، د همدغو خیالونو ادلون بدلون دی، د همدغو خیالونو ترکیبول، تجزیه کول او تحلیلول دي، دغه شي ته تخیل ویل کېږي.

غضنفر: ډاکتر صاحب زغم! مخکې له دې چې تاسو تخیل ته راشئ او هغه د خیالونو د یوې پرمختللې مرحلې په حیث باندې بیان کړئ، ظاهراً خو همداسې مالومېږي، د رحمان بابا یو بیت به ووایم چې خیال په کې یادوي آیا همدغه خیال دی چې تاسو تر اوسه تشریح کړ:

په هجران کې د یار خیال راسره مل دی

په زندان کې د یوسف سره اسیر یم

زغم: دا همغه را یادول دي خو په دې کاپي کې بیا بدلون راوستل بیا تخیل دی. مثلاً: یو آس وي، همغسې چې دی، همغسې یې زموږ په حافظه کې تصویر مجسم کېږي.تخیل چې دی، همدغه د آس تصویر رایادوي، بیا په کې تصرف کوي، د خپلې خوښې بدلون په کې راولي.مثلاً: سر یې د یوې ښکلې ښځې ورکوي، مثلاً وزرنو ورکوي، د دې نه یو بل نوی شی جوړوي چې په واقعیت کې نشته، دا د تخیل کار دی.

غضنفر: ډاکتر صاحب زغم! کله چې موږ یو شی حس کړو  او زموږ عصبي سیسټم یې واخلي نو موږ بیا هغه ته ادراک وایو، هر شی چې موږ درک کړی دی او بیا یې یو وخت رایادوو، خامخا یو څه تصرف په کې کېږي ځکه زموږ د مخکینو یادونو سره، زموږ د مخکینو انطباعاتو سره، زموږ له حافظې سره یو ځای کېږي، یو څه تغییر په کې راځي.مثلاً: که زه یوه خاطره را‌په‌یادوم، اوړی و، سخته ګرمي وه، په یو صحرا کې وم او په اوبو پسې ګرځېدم، اوبه هېڅ نه پیدا کېدې او په دې وخت کې  له لیرې مې سیوري غوندې یو شی ولیده، هغې خوا ته ورغلم او هلته مې کتل چې یو چوپان دی، له چوپان سره اوبه دي او له هغو اوبو نه مې بې‌حده ډېر خوند اخیستی دی.

اوس که هغه چوپان رایادوم، د اوبو له مفهوم یې نه‌شم بېلوای، دا په حقیقت کې د چوپان په تصور کې او د چوپان په خیال کې تغییر راغلی. هغه څه ته چې تاسو تخیل وایاست، آیا ویلای نه‌شو، نه یوازې په هغه یوه خیال کې تغییر  راځې بلکې د څو خیالونو له مجموعې جوړېږي؟

زغم: دا خبره چې تاسو وکړه، دا یوه طبیعي پروسه ده چې زموږ او ستاسو په لاس کې نه ده یعنې په خپله کېږي، دا بدلون چې تاسو یاد کړ چې په تېرو خاطرو کې راځي، دا د مغزو خپله بنفهسي یا اټوماټ کار دی.

اما تخیل بیا یو قصدي کار دی، چې انسان پخپله هڅه کوي چې دا کار وکړي، په کومو خیالونو کې چې بدلون راځي دا په خپله د انسان په واسطه کېږي، نه دا چې په خپله وشي یعنې دومره توپیر یې دی.

غضنفر: ډاکتر صاحب! ډېر شاعران او لیکوال بیا وایي چې ما ته الهام وشو یعنې دوی ادعا کوي چې که وغواړي که  و‌نه‌غواړي، خیالونه او الهامونه ورباندې اورېده، تاسو خپله کیسې او ناولونه لیکلئ، کله- کله داسې کېږي، حداقل بېله دې چې خپله وغواړې خیالونه درباندې واورېږي؟

زغم:د فزیولوژي په لحاظ تېر معلومات چې په حافظ کې خوندي دي، د هغوی بیا رایادول، د محیط او چاپېریال درک کول، او نور ذهني فعالیتونه په ځینو شرایطو کې لږ تغییر کوي، په مغزو کې ځینې مواد دي چې نیوروټرانسمیټرونه (neurotransmeters) بلل کېږي. دا مواد دمعلوماتو د لېږلو رالېږلو مسوولیت لري. پر معلوماتو چې کومه عملیه تر سره کېږي، دا یې یا آسانوي یا یې مخه نیسي او یا یې کمزوري کوي نو زه فکر کوم چې په ځینو حالاتو کې چې انسان په یوه خاصهیجاني اوخاص عاطفي حالت کې وي، په هغه حالت کې هر څه ورته په بېل رنګ ښکاري، چې دی بیا ورته الهام وايي.مثلاً: په کراتو په یوه باغ کې ګرځو، ونې وینو، بوټي، ګلان، لښتي، هر څه په کې وینو، خو دا هرڅه عادي راته ښکاري خو په یوه بل وخت کې، چې همدغه باغ ته ننوځو، زموږ عاطفي حالت یو څه پارېدلی وي، دلته موږ داسي ښکلاګانې په دې باغ کې وینو چې پخوا مو نه‌وې درک کړې نو همدغه وي چې په داسې حالاتو کې هنر په آسانۍ سره پنځول کېږي.

فکر کوم چې شاعران چې الهام ورته وايي، همداسې یو خاص روحي او عاطفي حالت دی چې انسان د دې وړتیا پیدا کوي چې تخیل په کار واچوي.

غضنفر: تاسو په تخیل کې یو دا عنصر شامل کړ چې په مجموع کې یوه ارادي هڅه ده. یوه داسې هڅه ده چې د تخیل څښتن خپله اقدام کوي چې تخیل وکړي، بل مو دا وویل چې د خیال پر مختللی حالت دی، که خیال د یوې ناتراشه او ناخراشه ډبرې سره ورته وګڼو، دا په حقیقت کې کار ورباندې وکړي، یوه ښکلې مجسمه ځنې جوړه کړې. ګمان کوم همداسې یو څه ویل غواړئ خو موږ یو بل څه هم لرو: خیال پلو، خوب و خیال. لنډۍ ده، وایي:

په تصور مې ځان پاچا کړ

چې سر مې پورته کړ ملنګ د دوهې ومه

دا یو قسم خیال پلو دی، دا خیال پلو ارادي وي او د بل خوا دا خیال پلو په نهایت کې زموږ په حواسو کې ریښه لري یعنې د انسان په ذهن کې داسې څه نشته چې له حواسو یې نه  وي راخیستي، منتها شکل به یې بدل کړی وي خو ابتدایي معلومات یې دحواسو له لارې راځي، له دې پنځه ګونو دروازو د بدن داخل ته راځي، د دې او هغه تخیل چې هنري یې بولې، فرق به یې څه وي؟

زغم: د میکانیزم او خام موادو په لحاظ هېڅ فرق نه لري خو هنري تخیل لکه تفکر دی. فکر ، تفکر، خیال او تخیل سره مشابه مفاهیم دي، فکر هم داسې دی چې که موږ او تاسو وغواړو او که و‌نه‌غواړو ذهن په دوامداره توګه د فکرونو بهیر لري، فکرونه لکه سیند داسې بهېږي او څو پورې چې موږ په خپله هڅه و‌نه‌کړو، مخه یې نه‌شو نیولای یا څو پورې چې د فکرونو لوری بدل نه کړو، د فکرونو لړۍ هماغسې روانه وي. یعنې هر انسان په هر حالت کې چې وي د فکرونو له شره نه خلاصيږي. تفکر بیا دغو فکرونو ته انسجام ورکول، تنظیمول او یو لوري ته ورسیخولو ته وايي او همدارنګه د خیال او تخیل فرق هم دلته دی.په خیال کې امکان لري چې هر څه د سړي ذهن ته راشي، مګر تخیل چې دی،خیالونه داسې یوه چوکاټ ته برابروي چې د هنر تقاضاوې پوره کړي.

ساینس پوهان په دې باور دي چې تخیل یوازې د انسان د مغزو ځانګړنه ده. هر انسان د تخیل وړتیا لري. هېڅ ماشوم به مو نه وي لیدلی چې خپله تخیل څرګند نه کړي. دا لوبې چې ماشومان یې کوي، پر بالښت سپرېږي وايي زه آس ځغلوم. یا نانځکه په تي پورې نیسي، وایي زه شیدي ورکوم او یا ماشوم د مور او پلار رول لوبوي لکه ممثل غوندې تمثیل کوي. دا ټول د هغه تخیل څرګندوي.

غضنفر: په نولسمه پېړۍ کې د انګلستان ډېر مشهور شاعر، مفکر او نقاد، کالرج، د هنري تخیل په حصه کې یوه خبره کړې ده، ما ته ډېره ښه معلومه شوې ده، تاسو څه تبصره پرې کوئ؟

دی  وایي:هنري تخیل، پرمختللی تخیل، هغه دی چې که په شعر کې فرضاً راغلی وي، ته هغه شعر لولې، د یو  څو دقیقو لپاره تا هم شاعر کړي. دی وایي که تاسو د شکسپیر یو شعر لولئ د یو څو دقیقو لپاره به ستاسو خیال هم وپارېږي. ډېرې عجیبې او غریبې منظرې به په خپل ذهن کې جوړې کړئ، ډېر عجیب او ښایسته خیالونه به وکړئ نو په حقیقت کې یې تاسو هم د یو څو شېبو لپاره شاعران کړئ. دی وایي هغه تخیل چې دا کمال و‌نه‌لري، د هغه سویه ټیټه ده او دغه اصلي هنري تخیل دغه خصوصیات لري، په دې خبره باندې تاسو څه تبصره کول غواړئ؟

زغم: بالکل، دا خبره سمه ده او د دې خبرې بل اړخ دا دی چې هر انسان د شاعر کېدو وړتیا لري او هر انسان د تخیل څښتن دی. که لوستونکی د تخیل قوت و‌نه‌لري،اول د شاعر دا عالي خیال نه‌شي درک کولای او که یې درک کړي، بیا خوند ځنې نه‌شي اخیستلای.

غضنفر: تاسو چې د فزیولوژي له نظره خیال تشریح کوئ او بیا همداسې ساینس ته په کتو سره د تخیل یو تعبیر وړاندې کوئ، بیا دې نتیجې ته رسېږئ چې هر انسان کولای شي یو تخیل ولري او حتا شاعر شي خو په عمل کې وینو چې ډېر لږ خلک کولای شي چې شاعري وکړي، دا زه چې ستا مخ ته ناست یم، یو مثال یم، کوښښ مې هم کړی دی خو شاعري مې نه ده کړې نو که چېرې د تخیل دا ټول دار و مدار په فزیولوژي ودروو  نو فزیولوژي خو د انسانانو یو شی ده نو هر چا به شاعري کولای شوای؟

زغم: یو دا چې یو انسان له بل انسان سره تفاوت لري یعنې هېڅ انسان له بل انسان سره سل په سلو یو رقم نه‌وي. استعدادونه متفاوت دي، په همدې شکل تخیل هم په انسانانو کې متفاوت وي او البته دا د تخیل په روزلو پورې هم اړه لري یعنې که د ماشومانو تخیل وروزل شي، امکان لري چې بیا ډېر ماشومان د عالي تخیل څښتنان واوسېږي.

بله خبره دا ده چې داسې خاص عاطفي او رواني حالت هم سړی دې ته اړ کوي چې شعر ولیکي. په شعر کې احساس تر نورو شیانو مهم دی، تخیل خو هر څوک کولای شي خو که یو متفاوت احساس ورته پیدا شي، امکان لري چې شعر یې کړي او بله خبره دا ده چې تخیل یوازې په ادبیاتو، شعر او هنر پورې محدود نه دی بلکې تخیل د ژوند په ټولو برخو کې خپل اهمیت لري.دا ساینس پوهان، مخترعان  او هغه خلک چې انکشافونه کوي، د دوی هغه لومړي کارونه هم که وګورئ، یوازې تخیل وي اما دوی بیا د هماغه تخیل د تحقق لپاره هلېځلې کوي، له علم او تجربې او طبیعت څخه استفاده کوي او هغه بالاخره عملي کوي.

د تخیل په اړه یوه بله مهمه خبره د بل د فکر لوستل دي، یو خو موږ دا وویل چې په حافظه کې د حواسو له لارې راغلي مالومات رایادوو او پخپله خوښه تصرف په کې کوو، تغییر په کې راولو، دا د تخیل کار شو. بل کار یې دا دی چې د بل فکر لولو چې دا په داستاني ادبیاتو کې ډېر اهمیت لري.

غضنفر: خو دلته هم په حقیقت کې له خپلې حافظې مرسته غواړو. ماخپله داستانونه لیکلي دي، په پېښور کې مشهور ناول لیکوونکی و- خدای دې یې وبخښي- ډاکتر شیرزمان طایزی. د هغه کور په کلي کې و، دی چې به ښار ته راغی، له دفتر چې به رخصت شو نو د موټر د مخ په سیټ کې به ناست و. یو ټېپ به ورسره و، هلته به یې ایښوده، ریکارډ به یې شروع و. کله به چې موټروان او سپرلیو خبرې کولې، ده ثبتولې چې بیا په مکالمو کې استفاده ورڅخه وکړي. بیا ما یو ځای ولوسته چې لیکوال ته په کار نه‌ده چې دا زحمت وباسي. لیکوال دې پر خپل ذهن باندې فشار راوړي چې که یو موټروان وي، فرضاً نالوستی وي، دېرش کلن وي، په دغسي سیمه کې وي، دا یې خصوصیات وي، دا یې مشکلات وي، دا یې معاش وي، دا یې اقتصاد وي، دی به په دغسې حالت کې څنګه خبرې کوي. که پر ځان فشار راوړي خپله به د هغه خبرو ته ورته خبرې جوړې کړي. ډېرو لیکوالو له دې طریقې استفاده کړې ده. د شیر زمان طایزي مرحوم له طریقې نه لږو کسانو استفاده کړې ده. ګمان کوم دواړه به یو شی وي؟

زغم: بکل په مېکانیزم او په اساس کې دواړه یو شی دی، لهمحیط مو معلومات را اخیستي دي، هغه را یادوو، بدلوو یې او په دې برخه کې د بل فکر موږ او تاسو کاپي کوو، لیکو یې، بېله دې چې زموږ خپل باور او فکرونو ته تاوان ورسېږي. د تخیل کمال همدا دی چې انسان د بل له لېدلوري پېښو ته ګوري مګر هغه خپل دریځ او باورونه یې هم خوندي پاته کېږي. فرضاً یو څوک سخت مذهبي دی خو دی یوه لیکنه کوي د داسې کس له لیدلوري غږېږي چې هغه بېخي په مذهب باندې باور نه لري. دی د هغه له خولې داسې خبرې کوي چې پخپله هیڅکله داسې خبرې نه کوي نو د مېکانیزم له نظره دواړه یو رقم دي منتها دا په داستاني ادبیاتو کې ډېر اهمیت لري او د تخیل هغه بله بڼه چې د واقعي شیانو په کاپي کې موږ بدلون راولو، هغه په شاعري کې.مثلاً : دا تشبیه، استعاره، سمبول او حس‌آمیزيهغه څه دي چې تخیل په کې ډېر زیات رول لري. ومان نیازی وایي:

کوڅې تشې

 کړکۍ پورې

 باران یوازې وو

ور ووتم

باران چې روح نه لري، دلته روح ورکړل شوی دی ځکه یو شی چې روح نه‌لري، هغه ته یوازېتوب بیا هېڅ مانا نه لري.

غضنفر: هو، دا خو بیا یوه استعاره ده.

زغم: هو، دی بیا ورووځي چې باران له یوازېتوبه وژغوري، دا د تخیل کمال دی.

شفیقه خپلواک وايي:

روڼې سترګې پرانیزه

سترګې مې ورته تږې دي

غواړي هغه وڅښي

غضنفر: هو، دا حس‌آمیزي شوه، سترګې خو تږې کېږي نه.

زغم: هو. سترګې نه تږې کېږي او نه څه شي څښلای شي. دلته د څښلو، لیدلو او د تندېحواس سره ګډ شوي دي.

غضنفر: ډاکتر صاحب! دا د حواسو په حصه کې یوه بله خبره، ډېره مشهوره خبره خو دا ده چې موږ پنځه حسه لرو خو دا تنده او دا لوږه هم حواس دي یعنې دا پنځه‌ګوني حواس یوه مشهوره اصطلاح ده خو مانا یې دا نه ده چې یوازې هماغه پنځ حواس شته.

زغم:پنځه‌ګوني حواس ځکه ورته وايي چې انسان د همدغو پنځو حواسو په وسیله خپل محیط درک کوي، هغه څه درک کوي چې په طبیعت کې شته، د ده له وجوده بهر شته یانې عیني پدیدې ورباندې درک کېږي. خو درد، لوږه، تنده، خپګان، خوښي، او نور د بدن په ننه کې وي او دا بیا فردي تجربه وي. څه چې په پنځه‌ګونو حواسو درک کېږي، هر نارمل انسان یې درک کوي خو که د چا سر وخوږېږي، دغه درد یوازې دی احساسوي.

غضنفر: ډاکتر صاحب د دې مرکې وروستۍ پوښتنه به وکړم، پخوانی تصور خو د شعر په حصه کې دا دی چې شعر هغه کلام دی چې وزن او قافیه ولري خو اوس دا تصور بدل شوی دی، نن سبا په تخیل باندې ډېر زور اچول کېږي، دا د تخیل او شعر رابطه تاسو څنګه ګڼئ؟

زغم:تخیل نه یوازې د شعر بلکې د ټولو هنرونو اساس دی او هر هغه اثر چې په هغه کې لهتخیله کار نه وي اخیستل شوی، هغه هنري نه ګڼل کېږي. ځينې شعر‌وزمه لیکنې دي چې ښه پیام به لري، وزن او قافیه به یې سم وي، ښه احساس به په کې بیان شوی وي، مګر د اوسني تعریف له مخې هغه ته شعر نه‌شو ویلای. د تخیل نښې په ادبیاتو کې، تشبیه، استعاره، سمبول او حس‌آمیزي دي که دا شیان په شعر کې نه وي، زما په نظر هغه شعري اهمیت نه‌لري.

غضنفر: یو څه یې پراخولای هم شئ، فرضاً حسن‌تعلیل ډېر تخییل لري، په مدعا المثل کې هم ډېر تخیل شته.

زغم: په هغوی کې هم فکر کوم چې په یو ډول له تشبیه څخه استفاده شوې وي، یعنې بنیاد یې تشبیهي دی او تخیل په کې ډېر مشهود وي.

یادونه: د بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۶ مه / پرلپسي ۸۸ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۶/ ۱۳۹۵ کې خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *