افغان ملي غورځنګ

له ارګ څخه د ترلاسه شويو مالوماتو له مخې د ولسمشر ټيم د خپلو ټولو کړو ژمنو خلاف غواړي د تابعيت په تذکرو يا برېښنايي پيژندپاڼو کې د افغاني هويت له څرګندولو ډډه وکړي او پدې توګه د اساسي قانون ۴ ماده تر پښو لاندې کړي. ارګ داسې تصميم نيولی چې د برېښنايي پېژندپاڼو تر څنګ به هر چا ته ضميمه کتابچه هم ورکول کېږي، چې پدې کتابچو کې به بيا د ډېرو نورو مشخصاتو تر څنګ د افغانيت ذکر هم راځي. پدې مانا چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې چې د کارت په بڼه دي، د ملي هويت له څرګندولو او د افغانيت له ذکر څخه ډډه کېږي. يا په بل عبارت دوی غواړي، چې د حکومت په څېر تذکرې هم پخپلو کې سره ووېشي، چې کتابچه به يې د ولسمشر اشرف غني تذکره وي او کارت به د ډاکتر عبدالله وي.

افغان ملي غورځنګ يو ځل بيا په ډېر وضاحت خپل دريځ څرګندوي او په برېښنايي پېژندپاڼو کې په څرګند ډول د افغان کلمې ذکر غواړي. له دې پرته هر ډول طرحه باطله ده او موږ به په ټول ځواک د هغې پر وړاندې ودرېږو.

د يادونې وړ ده، چې زموږ د پخوانيو اعتراضونو او لاريونونو پر وړاندې يو ځل پخپله ولسمشر په ډېرو واضحو الفاظو ژمنه کړې، چې نه يوازې د افغان کلمه به په تذکرو کې راځي، بلکې د تذکرو د وېش لپاره به مستقله اداره جوړوي او د تذکرو د چاپ اوسنی تړون به هم لغوه کوي؛ او دويم ځل د ولسمشر باصلاحيته استازو ژمنه وکړه، چې يا به د افغان کلمه په تذکرو کې ذکر کېږي او يا به دوی له خپلو دندو استعفا کوي. د همدغو ژمنو له مخې موږ خپل اعتراضونه تر اوسه درولي وو.

موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته خبرداری ورکوو، چې که چېرې د پخوانيو ژمنو خلاف هر ډول داسې طرحه وړاندې شي، چې د پېژندپاڼو په اصلي کارت کې د افغان کلمه له پامه وغورځوي، موږ به په ټول ځواک د هغې مخالفت وکړو او په ټول هېواد کې به پراخ اعتراضونه پيل کړو. هغه حکومت چې ملي هويت او اساسي قانون ته ژمن نه وي، لکه څنګه چې د اعتبار موده يې په پوره کېدو ده، نور به زموږ لپاره هم اعتبار ونه لري او موږ به يې په کلکه د استعفا غوښتنه وکړو.

موږ د ملي وحدت؟ حکومت ته دا خبرداری هم ورکوو، چې که زموږ د سوله ييزو اعتراضونو په ترڅ کې لاريونوالو ته هر ډول زيان ورسېد، مسووليت به يې د دوی پر غاړه وي. موږ چمتو يو، چې د خپلې وينې په بيه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع وکړو.

موږ پر ټولو سياسي ډلو، مدني ټولنو، قومي شوراګانو، ټولنيزو سازمانونو او پر ټول افغان ولس غږ کوو، چې د تېر په څېر له خپل اسلامي او ملي هويت څخه د دفاع لپاره تيار اوسي. که چېرې حکومت د کړيو ژمنو خلاف کومه طرحه پلې کوله، موږ به ډېر ژر له نورو همغږو ډلو او ټولنو سره د يوه سراسري پاڅون تياری پيل کړو او له تاسو سره به يې ټول مالومات شريک کړو.

په ډېر درنښت

د افغان ملي غورځنګ مشرتابه جرګه

2 thoughts on “د تابعيت د تذکرو په برخه کې د نويو پرېکړو په اړه د افغان ملي غورځنګ اعلاميه”
  1. لمړی خو زه فکر نکوم چه ښاغلی اشرف غنی دتذ کرو دغه ډول ویش اوپریکړی ته حاضر شی، مګر بیا هم نه ویل کیږی که د بریښنایي تذ کرو ویش پدغه ډول ترسره شی، نو ددی به دامعنی وی، چه دافغانستان ټول وګړی به دیوتازه او خونړی جنګ، یا دوطن(افغانستان) په نوم جګړه شروع کړی، چه دغه جګړه به یا وطن خپل کړی اویا به کفن خپل کړی

    دوطن دښمنانو قسم خوړلی دی، چه په دغه کار سره ځمونژ پاتی خلک هم په خپل مینځ کی په جګړو کی ښکیل اواخته کړی.

    متعلمین، محصلین، معلمین، مامورین، کارګران، عسکران اونورعام خلک به په خپل مینځ کی په نفرت اخته کړی، او ملک به په لوی لاس په عامه ګډوډۍ، نفاق، بدبختیو اوسور اور کی ولړی

    په اخر کی وایم مونږ افغانان خپل ناموس او تذکره یوشی بولو، که څوک ځمونږ دغی ناموس ته په بده سترګه وګوری، سترګی به تری وباسو

    ژوندی دی وی افغانان اوورک دی وی دافغانستان دښمنان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *