تاند- په دې ویدیو کې، چې د بریتانیا میرر ورځپاڼې او د روسیې سپوتنیک نیوز خپره کړې، د چین په یوه روغتون کې له یوه ناروغه د روح د بېلېدو صحنه ښکاري.

د انترنیټ په ټولنیزو رسنیو کې دې ویدیو ډېر بحثونه پارولي دي؛ هغوی چې پر روح باورمن دي دا د خپلې ادعا یو ثبوت ګڼي خو نور بیا وايي چې دا ویدیو د خلکو د تېرایستلو لپاره جوړه شوې ده.

البته دوی د ویدیو پر اصلي توب او جعلي توب کې څه نه وايي.

په دغه ویدیو کې سپین څادر ته ورته نه تشخیصېدونکی شی د ناروغ له وجوده پورته کېږي، له خونې وځي او په دهلېز کې پټېږي.

One thought on “د انسان له بدنه د روح د الوت حیرانوونکې ویدیو”
  1. د يادوني وړ يې بولم چي دا ويډيو جعلي او له ځانه جوړه ده، د دې ويډيو 1.20 ثانيې تر 1.30 ثانيو پوري د دې واضح دليل دى چي دا د دوو ويډيو څخه مخلوطه او مرکبه ده چي نن سبا په ځينو ويډيويي سافټويرونو په ډېره آساني دا چاره سر ته رسيږي.

    بله خبره دا ده چي روح د ماهيت له لحاظه له هوا څخه شمېرل کيږي، او موږ پوهيږو چي هوا محسوس بالبصر نه ده، که زموږ څخه پر دوه سوه متره فاصله باندي يو شى وي نو موږ يې وينو سره له دې چي په منځ کي مو دومره وسيعه او عريضه او ډېر وزن لرونکې هوا موجوده ده، نو فلهذا هيڅکله دا امکان نه لري چي روح دي بغير له جسده څخه يو څوک يا وويني يا مشاهده کړي. لُطفًا په دې خبرو مه تېروزئ.

    زموږ انسانانو دا بدنونه د همدې دنيا لپاره دي، چي په پيدايښت پيليږي او په مړينه سر ته رسيږي تر دې وروسته چي کوم حالات دي هغه په بله نړۍ پوري اړه لري چي د هغه نړۍ سره د رابطې ټينګولو لپاره موږ په لاس کي هيڅ نه لرو.
    همدا وجه ده چي اسلام دا دنيا دار الابتلاء، دار الامتحان او دارُ العمل ګرځولې ده.

    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *