خاطره –
د واده مې څو ورځې تېرې شوي زړه مې نه کېږي، چې له کوره بهر ولاړ شم؛ خو تېره شپه يوه همصنفي ملګري راته زنګ وواهه او په خندا یې ویل، هلکه ته خو نه یې واده شوی بیخي ورک یې لکه، چې پوهنتون درنه پاته شو، خبرنه یې سباته امتحان لرو؟
مایې په ځواب کې وویل، لومړی سوال به دي هلته ځواب شي، چې واده وکړې، د دوهم او درېم سوال په ځواب کې به دومره ووایم، چې سبا به له خيره پوهنتون ته درشم…
سهار پوهنتون ته ولاړم په پښتو ادبياتوکې مو امتحان په فارسي ژبه ورکړ ګډوډ سوالونه مو حل کړل ولاکه لا موږ داستاد په سوالونو پوه شوي يو لا استاد زموږ په ځوابونو پوه شي. له امتحان وروسته ملګرو سخت په عذاب کړم نور نو تاسو ښه پوهېږئ، تر دولسو بجو یې کښېنولی وم، چې څه یې په خوله ورتلل ویل یې په دولس بجې مې ډېر په سخته رخصت ترې واخېست يوه بجه وه، چې کورته ورسېدم.
له ډوډۍ خوړلو وروسته په خواږه خوب ويده وم، چې ټيلفون ته مې زنګ راغی پورته مې کړ مقابل لوری مې ملګری و، ويل یې زه د درواوزې مخ ته ولاړ یم جامې دې واغونده راووزه، چې چېرته مې اړين کار ده ته هم بايد راسره ولاړ شې…
څو دقیقې وروسته له کورنه راووتم له ملګري مې پوښتنه وکړه، چې خير خوبه وي څه کېسه ده؟ ده وویل، هو خير ده راځه په لار کې کېسه درته کوم.
حرکت مو وکړ له کوڅې عمومي لارې ته ووتو، ملګري مې سراچې موټر ته اشاره وکړه او تر چهاراهي شهيد پورې یې دربس ونيوله، له سيلو سره سړک جوړېږي په دقيقو ـــ دقيقو لاره بنده وي موږ هم څو دقيقې په لار کې بند پاته شوو په دې وخت کې مې بيا له ملګري څخه پوښتنه وکړه، چې وهلکه څه کېسه ده ماخو پوه کړه؟ لږ وخت یې غږ نه کاوو بيا یې وویل، زه يوه لويه ستونزه لرم…
ماورته وویل، ته خوماته ووايه که مې له وسه کېدل، چې حل یې کړم…
ــــ له وسه دې کېږي، خونه یې حل کوې.
ــــ په خدای قسم ده، چې له وسه مې وشي حل کوم یې.
ـــــ ته بيا ووایه؟
ــــ قسم په خدای خامخا یې حل کوم.
ــــ ښه، دغه ده قسم دي هم وکړ؛ خو ګوره! که دې دا کار ونه کړ نور زما اوستاملګرتياختمه شوه.
ــــ زه په خپل قسم ولاړ یم نه غواړم، چې ستا ملګرتيا پرېږدم، هیله کوم څه کېسه ده ډېر تشويشي شوم؟
ــــ ښه کېسه داسې ده، شپږ مياشتې کېږي، چې له يوې ښځې سرهمينه لرم ډېره مې خوښېږي غواړم واده ورسره وکړم…
ـــ ته خو ښځه لرئ، اولادونه لرئ هغه به څه کوي؟
ــــ هغوی به وي، خو له دې ښځې سره هم واده کوم.
ـــ ښه کار نه کوي ستونزې به درته جوړې شې او بل ښځه دي له دې موضوع خبره ده؟
ـــ نه!
ـــ نوبيا خوبيخي ښه کارنه کوي هغه خبره کړه، چې څه وایې.
ـــ نه غواړم، چې هغه خبره کړم که روښانه ووايم هېڅوک بايد له دې موضوع خبرنه شي.
ــ نو زه دي ولې خبر کړم؟
ــ ته مې ځکه خبر کړي، چې بې له تا دا واده نه کېږي.
ـــ ياره ته ماته روغ نه ښکارې، چې هېڅوک نه خبروي نو ماته څه اړتيا وه؟
ـــ خو درته ومې ویل،چې بې له تا واده نه کېږي.
ـــ ګوره عصاب مې مه خرابوه په واده کې پېسو ته اړتياده ستا په جيب کې ولاکه ټنګه وي، خپل خپلوانو ته اړتيا ده ته وایې زه هېڅوک نه خبروم، دښځې راضيت مهم ده اوته وایې هغه بايد بيخي خبره نه شې، داسې واده خومې ولاکه په خوب کې هم ليدلی وي، رښتيا راتښتوې خوبه یې نه؟
ـــ نه!
ــــ ښا، ښا نو په ما څه کېږي زه درسره څه وکړم؟ سمه ده، هروخت چې دې واده وي ماته ووايه زه به درشم.
ـــ په خپل قول ولاړیې؟
ـــ هو!
ـــ يانې زه بيخي ډاډه شم، چې ته مې واده ته راځې.
ـــ قران درته راوړم بيایې منئ، که څنګه؟
ـــ نه، نه ياره قران ته اړتيا نشته، بس ومې منله، ماهم ځکه یوازي ته خبرکړې، چې همکاري راسره کولی شې. ښه نو اوس غوږ شه، چې زه ټوله کېسه درته وکړم: داښځه په ( ) ځای کې دنده لري ښپږ میاشتې کېږي، چې زما انډيواله ده ميړه یې درې کاله وړاندې مړ شوی ده، يعني کونډه ده دوه لوراني او يو زوی لري.
ـــ ښاااااا، ياني بيخي تبا شوې نور به کونډه او اولادونه یې ساتې، که يوه بله در پېداشوه هغه هم وکړه!
ـــ ګوره، ته ما پرېږده، چې زه ټوله کېسه وکړم ستا داټول تشويشونه به حل شې. موږ شپږم مياشتې په دې موضوع فکر کاوو، چې څنګه کولی شو ترڅو بې مصرفه، ژر او بې له کومې جانبي ستونزې واده وکړو، په اخير کې په دې نتيجه ورسېدو، چې يوازې نکاح به وکړو زه به له خپلې پخوانۍ کورنۍ سره اوسم او دا له خپلو اولادونو سره؛ خو يو به ميړه او ښځه. نه په نکاح کې يوه روپۍ ورکوم اونه یې له واده وروسته راباندې اېښي داهرڅه راته بښي يوازې به د ميړه او ښځې په توګه له خلکو پټ ژوند کوو اوبس. که لږ شوخي وکړم نو داسې به ووایم، چې زما په يوه ښځه ګزاره نه کيده او داخو کونډه ده ميړه ته یې اړتیا ده، داچې په ناروا لار دا او يا زه خپل خواهيشات پوره کوو ښه به داوي، چې ستاپه شتون ياني شاهدي کې نکاح وکړو او له قانوني لارې خپل پټ ژوند پر مخ يوسو.
په دې وخت کې ډريور وویل دادی چهاراهي شهید ته راورسېدو، سل پوښنتې راته پېدا شوي ؛ خو له موټره راکوز شوو لږ له موټره تېر شوو يوه دمنظمو جامو ښځه ولاړه ده، چې ورنږدې شوو له ظاهري څېرې ډېره پاکه او هوښیاره ښکارېده. ستړي مشي مو وکړل عجيب شوم زما په خپل نوم یې راته غږ کاوو او دښځې پوښتنه یې هم راڅخه وکړه. وروسته بيا پوه شوم، چې ملګري مې لاله مخه ورته معرفي کړی وم. دميدان هوایي په طرف به پنځوس متره تللي يو، چې په یوه بل موټر کې سپاره شوو د ميدان هوایي په څلور لارې کې د مسعود دڅلور لارې په لور وګرځېدوپه عمومي سړک دسرحدونو وزارت ته مخامخ په یوه کوڅه کې وګرځېدو یوې هديرې ته نارسېده يوه کورته ننوتو.
کور له دباندې ډېر نامنظم و؛ خو دننه، چې په کومه خونه کې موږ ناست وو ډېره پاکه او منظمه وه،له هغه وخته، چې له ښځې سره مې وليدل ترچای خوړلو پورې مې هېڅ په ژبه خبرې نه راتلې له یوه عجيب حالت سره مخامخ وم. ملګري مې څوځله پوښتنه راڅخه وکړه، چې خبرې کوه ولې داسې خپه ناست یې دادې راتلونکې وريندار ده؛ خو زه همداسې ناست وم. ښځې هم څو ځله راڅخه پوښتنه وکړه، چې درسونو سره ښه یې، مابه یوازې دومره وويل، شکرښه یم. خو هغه وخت یې خبرو کولو ته اړکړم او په نامنظم ډول مې په فارسي ژبه په خبرو پیل وکړ، چې ښځې راته وویل، ستاڅه نظر دی زموږ دنکاح په اړه؟
ــــ مه چه بګویم شما خوب میفمی نکاح کدن صلاحیت و مسولیت شمااست هرچه که لازم ميبينن امو طور کنین.
ـــ ما خو تصميم ګريفتم که نکاح کنم.
په دې وخت کې یې زما ملګري او اوخپل راتلونکي ميړه ته مخ ور واړاوه او وويل، تادی ( زه ) په موضوع خبر کړی؟
هغه وويل، هو!
بیا یې ماته مخ کړ او وویل، مناسبه خبره ده؟ ته کولی شې، چې زموږ ترمنځ شاهد پاته شې؟
ـــ هو، ښه خبره ده؛ زه کولی شم، چې شاهد شم؛ خو نکاح به دومره اسانه نه وي لکه ځنګه، چې تاسو فکر کوئ او بل ستا اولادونه په دې موضوع خبر دي؟
ــ نه اولادونه مې له دې موضوع خبر نه دي او نه غواړم، چې خبر یې کړم؛ ځکه بيابه خپه شي دوی به فکر وکړي، چې مور مو پرېږي او دا راڅخه ځي. مشر زوی مې ( ) دکابل پوهنتون په دري ادبیاتو کې د اول صنف محصيل ده او لوراني مې لاله مکتبه نه دي فارغې شوې، لا کشران دي مانشي درک کولی، چې داولادونو په ځنګ کې زه د یوې ښځې په توګه ميړه ته هم ضرورت لرم، ددی له پاره، چې ګنهګاره نه شم، دخدای مسوليت مې نه وي په غاړه او د خپلو اولادونو پالنه وکړم دا ستا ملګری مې مناسب کس پېدا کړاو ورسره نکاح کوم. مهر او نفقه مې ورته بښم او ځکه ورسره پټه نکاح کوم، چې له جانبي ستونزو وژغورل شوو… او ترکومه، چې زه پوهېږم نکاح همدومره اسانه ده، ځکه داسلام له نظره ايجاب او قبول مهمه خبره ده که يو دوه شاهدان وي نو بيخي نکاح کېږي… په دې هيله، چې ټول اړخونه په ژوره توګه په نظر کې ونيسئ.
عجيبه خبرې یې وکړي ډېرې مې خوښې شوي او ښه دزړه له اخلاصه مې ورته وویل، چې ديوه عاقل، بالغ او مسلم شاهد په توګه حاضر یم، چې ستاسو په نکاح کې برخه واخلم.
درې څله یې په دوديز ډول وويل، ته ( ) زما قبوله یې، قبولم دي او قبوله مې وي او دې ورته وويل، ته ( ) زما قبول یې، قبلوم دي او قبول مې وي او ماته یې مخ کړ ته دیوه شاهد په توګه په دې نکاح کې حاضر وي؟ ما وويل، هو، هو،هو!!!
دوی دواړو ته خوشحاله ژوند غواړم او زه وایم: خدايه، ته خومې داکار ستا درضا له پاره وګرځې!!!